کور / تازه خبرونه / خېبر: ۳۰ مړه، ۱۰۰ ټپيان دي، جومات پوره وران شوى

خېبر: ۳۰ مړه، ۱۰۰ ټپيان دي، جومات پوره وران شوى

د خېبر اېجنسۍ په تېرا كې د ځانمرګي بريد د قربانيانو شمېر په زياتېدو دى، د كوهاټ د پوليسو د مشر په وينا په پېښه كې تر دېرش زيات كسان وژل شوي او څه د پاسه سل ټپيان شوي دي.
پېښه د لېرې پرتې سيمې تېرا په اكاخېل جومات كې د ماسپښين د لمانځه پر مهال رامنځته شوې، سرچينې وايي چې د پېښې پر وخت په جومات كې تر يو نيم سل زيات كسان وو.
دوى دا هم وايي چې جومات د لښكر اسلام ښوونځى و، او اوس په بشپړه ډول وران شوى دى.
مړي او ټپيان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي،همدارنګه هغه كسان چې سخت ټپيان شوي د كوهاټ او هنګو روغتونونو ته لېږل شوي.
ويل كيږي چې په پېښه كې ددې سخت دريځې ډلې يو مشر هم وژل شوى دى.