کور / تازه خبرونه / هند: ماويست ياغيانو ١١ کسان مړه او ٢٠ زخميان کړل

هند: ماويست ياغيانو ١١ کسان مړه او ٢٠ زخميان کړل

هندي مقامات وايي د حکومت ضد ماويستو ياغيانو پر يوه کلي باندي حمله کړې، ١١ کليوال يې وژلي، شل ټپيان کړي او ١٢ نور له ځان سره تښتولي دي.
پېښه د پنجشنبې په سهار د بهار ايالت په يوه ليري پراته کلي کساري کي رامنځته سوې ده، چي د پوليسو په وينا ياغيانو ٣٠ کورونه چور کړي هم دي.
پوليس وايي په وژل سويو کسانو کي څلور تنه د يوې کورنۍ غړي دي او پاتي نور د مختلفو کورونو ملکي اوسېدونکي دي.