کور / تازه خبرونه / ورپسې پوځی عملیات په کندهار کی دي

ورپسې پوځی عملیات په کندهار کی دي

د امریکا بالتیمورسن ورځپاڼی د پوځی افسرانو په حواله لیکلي چی د هلمند په مارجه کی تر فعلی پوځی عملیاتو وروسته نوبت د کندهار دی ځکه د هغوی په وینا طالبانو دغه ولایت هم د سقوط د تهدید سره مخامخ کړی او همدا اوس هغه ښار د طالبانو تر باالقوه نفوذ لاندی دی . یو پوځی مقام ورته وویل چی کندهار همدا اوس طالبانو ته یو سوغات دی او که موږ په راتلونکی کښی هر اقدام کوو نو هغه به د همدې لوی ښار لپاره وی او دا کار تر هغو پوری نسو کولای څو چی په هلمند کی د هغوی اوسنۍ ستره پایګاه ورانه نکړو . ورځپاڼه لیکی چی ښایی دا عملیات په پسرلی او یا هم د دوبی په پیل کی وسی .
خو پوځی شنونکي په دې رایه دي چی اوباما د خپلو جنرالانو او پوځی صنعت د بلیونرانو تر فشار لاندی خپل ټول وس کاروی تر څو په راتلونکی اوړی کی د طالبانو د عظیم توپان مخه ونیسی .