کور / شعر / زه

زه

نه ډيوه او نه سپوږمۍ يم
نه رڼا، نه شاپېرۍ يم
خو چې نه يم دنيا نشته
زه چې نه يم رڼا، نشته
كه زه نه يم، مينه مړه ده
دا دنيا ټوله خپه ده





زما مينه كاينات هم لړزوى شي
زما مينه د دانيا هم نازوى شي
زما مينه څومره مينې شي كرلى
زما هيله څومره هيلي لوبولى



 
 زه چې سر شم په سندرو
بيا د ميني په خبرو
زه چې وايمه للو
آللو، للو ، للو
مه راځئ يه غلو!
زما بچى داسي للو دى لكه ګوډى د رنجو


وايه ماته ، داسي مينه چا ده كړې؟
وايه ماته ، داسي هيله چا لرلې؟



تاثير.h.taseer@gmail.com