کور / شعر / تنده

تنده

زړه چيري زخمي ستا په بڼو نشي
غرق د تورو سترګو په نشو نشي
شونډي دي پيالې دي د شرابو ستا
خوله مي اموخته په دې جامو نشي
ستا د وصل تندي زه وهیلې يم
ماته مي دا تنده په کاسو نشي
هار د ګلو غاړي ته زما شه نور
ځکه اعتبار په دې وختو نشي
زړه د کاملې چی تا سوځلی دی
اوردي په کي بل، نور په لمبو نشي

۱۹-۲-۲۰۱۰