کور / تازه خبرونه / پاكستان د طالبانو د غړو د نيول كېدو تر شاه خپله موخه لري

پاكستان د طالبانو د غړو د نيول كېدو تر شاه خپله موخه لري

سي اين اين د ژورناليست او طالبانو د چارو له پوه احمد رشيد سره په افغانستان كې د وروستۍ جګړې او په پاكستان كې د مهمو طالبانو د نيول كېدو په اړه يوه مركه كړې نوموړى د مركې په يوه برخه كې دې ټكي ته اشاره كړې چې پاكستانيان تر ډېر فشار لاندې دي تر څو د طالبانو هغه فعاله غړي ونيسي چې له كلونو كلونو راهيسې په پاكستان كې اوسيږي.
دى زياتوي د پاكستان جاسوسي ادارې آى ايس آى، او داخلي څارګرو كولاى شواى چې دغه غړي يې هر وخت نيولي واى، اوس پوښتنه دا ده چې دوى ولې دا كسان اوس ونيول؟ زه فكر كوم چې د دې يو لامل دا كېداى شي چې آى ايس آى غواړې طالبانو او امريكا ته په كلكه دا پېغام ورسوي ، كه چيرې د كابل او طالبانو تر منځ د روغې جوړې كومې خبرې كيږي پاكستان بايد په كې اصلي منځګړى او دلال وي.