کور / تازه خبرونه / ناټو په بمباريو كې ۳۳ ولسي خلك وژلي،۱۲ ټپيان كړي دي

ناټو په بمباريو كې ۳۳ ولسي خلك وژلي،۱۲ ټپيان كړي دي

افغان دولت ويلي چې تېره ورځ ناټو په خپلو ړندو بمباريو كې ۳۳ ولسي خلك وژلي، دا په يوه اونۍ كې درېيمه پېښه ده چې بې ګناه افغانان په كې وژل كيږي، او د امريكايي ځواكونو سر قومندان پرله پسې بخښنې غواړي.
په وژل شويو كسان كې څلور ښځې او يو ماشوم هم شامل دي،چې د طالب سرتېرو ګومان پر شوى و.
د امريكايي ځواكونو لوى قومندان جنرال سټانلي ميكريسټل، پر دې پېښه له ولسمشر كرزي څخه بخښنه غوښتې، دا په داسې حال كې ده چې ولسمشر په پرله پسې توګه له بهرنيو ځواكونو څخه د احتياط او د ولسي وګړو د وژني د مخنيوي غوښتنه كوي.
تر دې پيښې يوازې يوه ورځ وړاندې په لويديځ كې د ناټو په راكټ نهو ولسي خلكو خپل ژوند له لاسه وركړى و، چې تر پيښې وروسته ميكريسټل بخښنه غوښتې وه او ويلې وه چې بيا به داسې نه كوي.
پرونى پېښه هغه مهال رامنځته شوې كله چې د ولسي وګړو درې موټرې له ګوجران ولسوالۍ څخه د كندهار پر لورې روانې وې او د ناټو له خوا بمبار شوې، په دې پېښه كې ۳۳ ولسي خلك وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي.
تېره پنجشنبه ناټو په كندوز كې پر پوليسو بمونه غورځولې وه چې په پايله كې اووه پوليس له منځه ولاړل.
د روانې عيسوي مياشتې پر پنځلسمه ناټو وويل چې دوى په لويديځ كې په تېروتنه سره پنځه ولسي كسان وژلي او دوه يې ټپيان كړي دي.
په افغانستان كې په ړندو بمباريو كې د ولسي وګړو د وژنې دا لړۍ له كلونو راهيسې روانه ده، چې وروسته يې بهرني ځواكونه بخښنه غواړي او ولسمشر حامد كرزى يې د څيړنې لپاره يو پلاوى ور لېږي.