کور / تازه خبرونه / پاكستان: ۲۰۰ افغاني طالبان، ۵۹ پاكستاني وسله وال نيول شوي

پاكستان: ۲۰۰ افغاني طالبان، ۵۹ پاكستاني وسله وال نيول شوي

پاكستانۍ ورځپاڼې ډان خبر وركړى چې پاكستاني پوځ ۲۰۰ افغاني طالبان هغه مهال ونيول چې له افغانستان څخه د دوى خاورې ته ور اووښتل، دا پېښه وروسته تر هغه رامنځته كېږي چې په هلمند كې د طالبانو پر ضد د ناټو او افغان دولت له خوا پراخ عمليات پېل شوي دي.
ورځپاڼه په افغانستان كې د پاكستان د سفير محمدصادق له خولې كاږي چې د ډيورنډپر كرښه يې كلك امنيت ټينګ كړى او په سيمه كې پيرې روانې وي.
بل خوا همدا مهال د ځايي پوليسو په عملياتو كې اوركزى ته نژدې په هانګو سيمه كې ۳۴ شكمن وسله وال نيول شوي، پوليس وايي دغه عمليات يې د تښتوونكو او ترهګرو پر ضد پيل كړى.
د دې تر څنګ د خېبر په بره تحصيل سيمه كې هم پوليسو عمليات كړي چې په پايله كې ۲۵ وسله وال نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې پاكستاني پوليس او پوځ ډېر كله ولسي افغانان نيسي او د ترهګرو په نوم يې زندان ته اچوي.