کور / راپور / استراليا:دنوميالي سياسي او فرهنګي ستي اجمل خټک يادغونډه

استراليا:دنوميالي سياسي او فرهنګي ستي اجمل خټک يادغونډه

په سیدني کې د نوموتې سیاسي او فرهنګي سټې اجمل خټک یاد غونډه جوړه شوه


 د استرالیا  په سیدني ښار کې میشتو پښتنو ، د فبروري پر اوه ویشتمه د پنچبول په کمونیټي سنتر کې ، د یوې پرتمینې غونډې په جوړولو ، د پښتنو د نامتو سیاسي ، فرهنګي او ټولنیزې سټې ارواښاد اجمل خټک بابا یاد ونمانځه.



  دغه   غونډه چې  ګڼ شمیر افغانانو  او د کوزې پښتونخوا پښتنو  ګډون پکې کړی وو د غرمې  پر یوولسو بجو  د قران  کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ناستې کوربه ښاغلي محمد ننګیال ، د لنډې وینا په اورولو سره  د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ویلو تر څنګ ، له ښاغلي شیریندل خان اوریا نه غوښتنه وکړه چې د غونډې مشرتوب په غاړه واخلي.



 ورپسې  سدني میشتي زلمي ډاکتر ایمل  د موضوع په اړه خپله ژباړه  ولوستله همدا راز د پښتو  ژبې د ستر لیکوال او حقدار  ارواښاد تقویم الحق کاکاخیل  زوی ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل  د یوې عالمانه وینا په ترڅ  کې د خدایي خدمتګارو د تحریک  او په هغه کې د اجمل خټک  د رول او هڅو پر بیلابیلو  اړخونو رڼا واچول. استرالیایې ځوان بنجامین ګلمار چې پښتونخوا ته یې ډیر ژورنالستیک او  څیړنیز سفرونه کړي او په وروستیو کې یې د پښتونخوا او پښتنو په باب یو مستند هم جوړ کړې دی ، د غونډې بل وینا وال وو ، چې د خپلو په زړه پورې خبرو په ترڅ کې یې ، د خدايي خدمتګارو د تحریک ، پاچا خان ، اجمل بابا او پښتنو په باب خپل  برداشتونه او نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل. ډاکتر ا حسان الله آذري د غونډې بل ویناوال وو چې د اجمل خټک د سیاسي شخصیت په باب یې رڼا واچول ، ورپسې لیکوال ، شاعر او د سیاسي مسایلو شنونکي عبدالهادي هادي ،له اجمل خټک سره خپلې خاطرې د غونډې ګډونوالو ته واورولې او په خپلو خبرو کې یې د ارواښاد اجمل خټک د شخصیت فرهنګي اړخ راوسپړه  ، ده همداشان  د غونډې برخه والو ته  د دغه لوی اروا شاعر د تل پاتې آثارو او د پښتو په ترقي  پسندو ادبیاتو کې د هغه د رول  او دریځ په باب رڼا واچول . ډاکتر ستارګل پکتیاوال د غونډې وروستی وینا وال وو چې تر هغه وروسته د غونډې مشر ښاغلي شیریندل خان اوریا ، یاده شوې ناسته وارزوله او د دې په څنګ کې چې د داشان غونډو جوړول یي یو ارزښتناک کار وباله ، په  استرالیا کې یې د پښتنو د سولې او همکارۍ له ټولنې (ای پی پی ای) نه هم مننه وکړه چې د مها جرت په ستونزمنو شرایطو کې یې د داسې پرتمینې غونډې په جوړولو د اجمل خټک په شان یوه حقداره شخصیت د حق د ادا کولو هڅه کړې ده .



د غونډې په پای کې د پښتو ژبې او فرهنګ د  یوه همیشني خدمتګار او چوپړوال  انور خان منګل له خوا تیاری و  ښودل شو چې د اجمل خټک بابا یو نا چاپ  او یا کمیابه اثر به په خپل مالي لګښت چاپوي ، همدا شان ښاغلي حسن تقویم کاکاخیل هم تیاری وښود چې د اجمل بابا  د یوه کتاب لګښت ته به اوږه ورکوي .



 یاده شوې غونډه چې د  استرالیا  د پښتنو د  سولې او همکارۍ د ټولنې ( ای پی پی ای) له خوا جوړه شوې وه ، مازیګر مهال د غرمنۍ تر خوړلو وروسته پای ته ورسیده .