کور / تازه خبرونه / ستر امام او د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي ومړ

ستر امام او د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي ومړ

د اسلامي نړي ستر عالم او د الازهر شيخ محمد سيد طنطاوي د زړه د حملې له امله نن د چهار شنبي په ورځ مړشو .
نوموړی د سعودي عربستان رياض ښار ته تللی و چې د زړه ناڅاپي حمله پرې راغله او ومړ .
د مصر رسمي خبري رسنيو ويلي چې ستر امام شيخ محمد سيد طنطاوي د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې د زړه د ناڅاپي حملې له امله له 81 کلونو ژوند وروسته ومړ .
نوموړی د تېرې سه شنبې په ورځ رياض ته تللی و چې د ملک فيصل د نړيوالو جوايزو د وېش په مراسمو کې ګډون وکړي .
په قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي چې پر شيخ طنطاوي هله حمله راغله، کله چې د رياض هوايي ډګر نه خپل هېواد مصر ته د ستنېدا په حال کې و، چې سملاسي روغتون ته ولېږدول شو، خو ډير ژر يې خپله ساه ورکړه .

د مصر خبری رسنیو نن اعلان وکړی چی شیخ طنطاوی نن د ریاض هوایی ډګر تر څیرمه له نړی سترګی پټی کړی ،
په قاهره کی خبری رسنیو د طنطاوی مړینه یوه ناڅاپی و بلله او ویلی دی چی نموړی مخکی کوم روغتیایی ستونزه نه درلوده .
سید محمد طنطاوی له ۱۹۹۶ کال راهیسی د الاازهر نړیوال اسلامی پوهتنون مشری کوله او په خپله دوره کی یی له ټولو اسلامی هیوادونو سره نیکی اړیکی درلودی .

تیر کال شیخ لاازهر په خپله اداره کی پر نقاب اغوستلو بندیز و لګوو چی د ځینو اسلامی ډلو د کلک غبرګون سره مخامخ شو نموړی د لاازهر پوهتنون تر څیرمه دی یو ښونځی د پرانیستلو پر مهال د یوی مصری زده کونکی نه و غوښتل چی اغوستی نقاب لری کړی ځکه دا یو اسلامی او دینی اساس نه لری او دا یو دود دی .

طنطاوی یو له هغه کسانو څخه وو چی تیر کال د افغانستان ولسمشر حامد کرزی ترینه د سولی په پروسه کی د ګډون غوښتنه وکړه
نومړی د طالبانو جګړه ناروا وبلله او پر ټولو اسلامی مخالفینو یی غږ وکړ چی سولی ته غاړه کیږدی