کور / شعر / ځان پيدا کړۍ

ځان پيدا کړۍ

 


نړۍ ګوری ځان پيدا کړۍ
په کې لوی افغان پيدا کړۍ
په جرګه کی د سيالانو
د ژوندون په ستر بهير کې
خپل موقف مکان پيدا کړۍ
د پلارو تاريخ مو څه شو
هغه نوم نښان پيدا کړۍ
ورور وژنې نه لاس واخلۍ
دنفاق درمان پيدا کړۍ
دتروريزم يارې پريږدۍ
خپل ملي مشران پيدا کړۍ
مخدرو کرل بند کړۍ
انسانان دوستان پيدا کړۍ
سوی بڼ له سره جوړ کړۍ
انجنير باغبان پيدا کړۍ
د ديوانو قيصي پريږدۍ
عالمان پوهان پيدا کړۍ
په يورپ او امريکا کې
خپل خواره ځوانان پيدا کړۍ
خدمتګار د زړه اواز دی
ټوپکيانو ځان پيدا کړۍ