کور / شعر / سپېن پښتون

سپېن پښتون

 له خپلو نه رخصت اخلې دبل وطن ګرمې له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
دمرغېو چوڼهار دي
څه ښکلې سهار دي
لمر پر کلې ښار دي
سپېن پښتون تېار دي
رخصت له موره اخلې ګوره پېغله ېي جوګۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځي
 
عزېزان ورله راغلې دې
سپېن ته ېي کتلې دي
ټول پر ږغېدلې دي
ټولو پر ژړلې دي
اکا ېي واېي مورته باندې مه ژاړي خوارۍ له ځي
سپې ن پښتون دوبۍ له ځي
 
مور ېي  په سوتونو شوه
بېاپه ارمانونو شوه
ډوبه په غمونو شو
مور ېي په ګاېونو شوه
پر خپل ملک آبادې واي دعربو مزدورې له ځي
سپېن پښتون دوبۍ له ځي
 
له ټولو ېي رخصت واخست
ډېر ېي په محنت واخست
ډېر ېي په زحمت واخست
ډېر ېي په محبت واخست
پر پېغله ېي نظر شو سپېنې اوښکې ېي خولګۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
سپېن له کوره نه روان شو
په زارې اوپه ګرېان شو
ژر له سترګو نه پنهان شو
دپېغلې په ارمان  شو
ولور راباندې مه واې زړه مې چېرې پردېسۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
سپېن ولاړۍ تر ګوادره
دلانچ تر ډراېوره
سپېن سپور سو په لس زره
لانچ روان سو برابره
په نېمه شپه روان شو لانچ هر لورې او هر ه
زې له ځي
سپېن پښتون دوبۍ له ځي
 
خاموشه سمندر وو
لانچ له تېزه نه تېزتر وو
په شپو وو په سحر وو
په غلا دغه سفر  وو
 بېړې دغرېبانو مقرره خرابۍ ته ځي
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
لانچ خراب شو پرخطر          سمندر کښي لر او بر
وو څو ورځې څو سحر               وږۍ تږۍ په نهر
له لوږې تندې مرېنه پله پورې قربانۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
توپان پورته سمندر ګړ
لانچ ېی ډېره پرخطر کړ
سمندر څپو بدتر کړ
هر بشر ېي په ضرر کړ
تور طوفان پرتېر شو ناولده خوشحالې له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
خو سپېن کوز شو پر دوبۍ
په صحت او خوشحالې
بندوبست دمزدورۍ
سپېن لګېا سو په خوارۍ
رنګ په رنګه مزدورۍ
رنګ په رنګه نېځارۍ
شپه ورځ ېي ېوه کړه زړه ېي چېری کرارۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
سپېن وکړو ډېر کارونه           دده په سپېن ل اسونه
ډېر ېي جوړ کړه مکانونه        ډېر ېي وکړو نېلامونه
دسرو لمبو وهلۍ بشر زر زر بېمارې له ځې
سپېن پښتون دوبۍله ځې
 
 
خوسپېن دهسپتال شو            بېمارشو په وبال شو
بېمار دېوه کال شو                   بد حاله او کنګال شو
خوراک چېښاک چي نه وې هغه تن ژر کمزورۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
آخر ږغ وسو پر سپېن
ځه په څه ېي ته غمګېن
ېاد که خپل وطن زمېن
سوړ شمال ېي دلنشېن
فکر دوطن کړه هر ېو قوم ازادې له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې
 
خو سپېن پوه سو په خپل ځان
زه عربو کړم حېوان
چلوې په ماګزران                    اخېر زه ېمه انسان
انسان ېمه انسان حېوان هم خپلې کوټۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍله ځې
 
سپېن په فکر دوطن سو
ازاد ېي روح بدن سو
خوشحاله ېي تن من سو
ګل دخپل چمن سو
بلبل دګل وغېږې ته موسى لکه مکۍ له ځې
سپېن پښتون دوبۍ له ځې

.