کور / ترخې خبري / ولسمشر ته يو څو خبري

ولسمشر ته يو څو خبري

گرانه ولسمشره !
حقيقت به سره ووايو خو پدې شرط چي خفه کېږې به نه. موږ ستا قدرمن ډيري هغه وعدې، ژمني، قسمونه او لباسي اوښکي لا پياد دي چي ستاجلالت مآب اوس هېري سوي دي. موږ دا درسره منو چي په ستونزمن وخت کي پر ستونزمنه چوکۍ کښېنول سوی يې خو د حقيقت څخه به سترگي نه پټوؤ.
تاسو قدرمن واياست چي لوېديځوال په هر څه کي پړن دي. هغه زموږ هم څه د خاله زامن ندي چي موږ يې دفاع وکړو. دCIA متقاعد مامور  په خپل کتاب  First In  کي ليکي دي چي ته څنګه په پېښور کي د امريکا و سفارت ته ورغلی وې او هيله دي څرگنده کړېوه چي ورسره کار کول غواړې او کله چي دي په کوټه  او وروسته په امريکا کي ژوند کاوه نو ښې اړيکي دي ورسره ساتلې. ته ورسره ثبت اوفعاله غړی وې تر هغه وخته چي په ناڅاپه توگه د بون د کانفرانس په ترڅ کي يې راڅرگند کړې. که ستا هېر دي نو لاندنی عکس به در پياد کړي چي همدغو لوېديځوالو ته په الوتکه کي سپور افغانستان ته راو وارد کړې.




منو چي يو څو ښوونځی فعاله سوې او د گوتو په شمېر يو څو پُلچکه جوړ سول خو زموږ اصلي ستونزې  لکه امنيت قانونيت او عدالت هوارې نه کړل سوې ولي چي ته همېشه پدې فکر کي وې چي څنگه پر چوکۍ پاته سې. نه تا او نه ستا شين سترگو ملگرو وسلې ټولي کړې او نه يې هم حق و حقدار ته ورکړی لکه ژمنې چي مو کړي وې. تا جلالت مآب وزارتونه او رياستونه  داسي پر جنگي جنايتکارانو او ټوپکسالارانو وېشل لکه دغه ټوله چوکۍ چي تاپه امريکايي چورلکه کي د ځان سره راوړي وي. خو ددغو بدکارانو په د کار گومارنې زور تر موږ اولس وختی. موږ پر دغو محترمو بد نه وايو بلکه د بخښنې نړۍ واله ټولنه او د بشري حقونو نورې ټولنې دا وايي.




ښه په قد و قوارو پسي به يې نه گرځو چي د انساني ښايست ښې بېلگي ندي خو بيا هم ته او ستا خدای! ته يې په عمل نه وې خبر؟ ته د دوی په ډل وژنو، په سر کي ميخونه ټکوهلو په قيصو نه وې خبر؟ ستا بعضي بې تنخوا ستايونکي وايي چي تا په دې پر ځان جنايتکاران راټول کړل ولي چي افغانستان دي متحد ساتل غوښتل. که رشتيا تا همدا غوښتل نو د ملت په دُښمنانو تا څنگه نېشن بيلډنگ کول غوښتل؟  ته او ستا خدای! ته نه يې په خبر چي ستا کوم چارواکي څومره پيسې بهر ته لېږدولي او څومره مځکي يې په افغانستان دننه لاندي کړې؟


چا په دُبی کي په څو مليونه ډالره ماڼۍ اخيستي او چا په امريکا او کاناډا کي قصرونه جوړ کړي دي؟ څوک د هيروينو په کاروبار کي ونډه لري او چا پدغو مردارو پيسو بانکونه جوړ کړيدي؟ وبخښه دغه پوښتنې بېځايه وې ولي چي بيا ستا د خپلې قدرمنې کورنۍ نوم هم پکښي ياديږي.
ته به وايې چي څومره احسان فراموشه اولس دی چي زما د يو څو ټلوالو قصه يې را اخيستې ده خو تر سره سوې بيا رغونې ته پام نه کوي. جلالت مآبه موږ ستاسو بيا رغونه هم وليدل. لکه لاندي انځورونه چي يې څرگندويي کوي:




آ ښه دی! د جنايتکاره توپکسالارانو چي زموږ حاکمان کړي دي دي د هغوی خبري نه کوؤ. د بيا رغونې خبري هم نه کوؤ.  خو دغه لاندنۍ قيصې څنگه هېري کړو چي ستا د اولس مشرۍ سره پېل سوي او لا نه دي درېدلي؟
 






ډېره بخښنه غواړو جلالت مآب اولس مشر صېب! ستا په خبرو موږ نور غولېدونکي نه يو.  زموږ ږغ که دي اورېدلای نو اته کاله تر مخه به دي اورېدلی وای. اوس ډېر ناوخته دی. اوس چي دي زړه کيږي هغه وکړه خو دا فکر په زړه کي در ونه گرځوې چي موږ احمقان يو. نو مشوره مو دا ده چي خپل شين سترگي ملگري او باداران دي بېرته راضي کړه او موږ د پخوا په څېر هېر کړه. زموږ او ستا او ستا د بادارانو تر منځ فيصله به اوس خدای کوي.


په احترام