کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۴)

عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه ( ۱۴)

مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول څوارلسمه برخه لولئ:
پرلپسې*****۲۴


تېره برخه له دې ځايه ولولئ


هلته علي پاشا د یونیسیس سره یو ځاې ټوله شپه سهار کړه ،دهغه وسله وال ځوانان د یونیسیس د حویلۍ تر څنګ ټول کلي ، دننه او بهر ،په خپله محاصره کې اخستی و کله چې لمر د شرق له لورې را وخوت ، نو دعلي پاشا په حکم یې دکلي ټول خلک د کلي په شرقي برخه کې را ټول کړل ، هغوې يې په ډلو ډلو وویشل ، ځوانان یې ترې را وویستل او هغوې یې په یوه ځاې کې را ټول کړل او ښځې ، کوچنیان ، زاړه او معذور خلک یې ترې بیل کړل . بیا یې یونیسیس د کلي د ځوانانو تر مخ و دراوه ، د کلي ټول ځوانان یې بې وسه کړي و د هغوې تر شا هم دعلي پاشا وسله وال ځوانان ولاړ و، د کلي د ښځو ، کوچنیانو ، زړو او معذورینو سره یې هیڅ غرض و نه کړ . هغه د خپلو عملیاتو د پیلامې تر مخه یونیسیس ته مخ کړ او ورته یې وویل :
یونیسیس! تا ددې خبرې اقرار کړې چې تا د رستاک ددواړو وریرونو سره یو ځاې ، او دهغه دوه نورو ځوانانو سره یو ځاې چې تیره شپه یې ما کار ورخلاص کړ ، زما پلار او دواړه ورونه وژلي دي . په دې ترتیب تاسې پنځه واړه زما دپلار او دواړو ورونو قاتلین یاست . او اوس ما دخپل پلار او ورونو د قاتلینو څخه د څلور و معامله فیصله کړې ده ، یواځې ته پنځم پاته یې ، ستا کار به هم ډیر ژر تمام شي .
تا ما ته داهم ډاګیزه کړې ده چې تاسې ټول د پادریانو او راهبانود هغه انجمن غړی یاست چې دمسلمانانو په عامه وژنه کې لاس لري ، او دهغوې موخې دادې چې په دې سیموکې به نه کوم مسلمان مبلغ را ننوځي او نه به ورته د اسلام د خپریدو فرصت ورکړل شي. تا ماته دا هم ډاګیزه کړې ده چې ددې کلي ټول ځوانان د راهبانو او پادریانو د انجمن غړي او سرتیرې دي .
تردې ځایه علی پاشا چپ شو اوبیا یې په لږ څه اوچت اواز سره وویل:
یونیسیس ! زه تا ته داخبرې په اوچت اواز ځکه کول غواړم چې د کلي ټولو ځوانانو ته ستا په موجودیت کې دا ډاګیزه شي چې دوې ټول مجرمین دې او یونیسیس ددوې په جرمونو باندې شاهد اوګواه دې. نو زه به هیڅکله هم دا مجرمین و نه بښم ،یونیسیس ! تر اوسه پورې خو ماته یواځې دا څرګند و چې تاسې یواځې زما پلار او دوه ورونه وژلي دي ، خو ددې نه علاوه معلوم نه ده چې تاسې خلکو به تر اوسه پورې څومره مسلمانان مبلیغین دتیغه تیر کړي وي ، نو په دې خاطر یونیسیس!ستا او ستا د دې ملګرو ژوندي پریښول د انسانیت له پاره سپکاوې دې .
تردې ځایه د خبرو کولو وروسته علي پاشا چپ شو بیا یې په نا څاپې توګه خپله درنه ځلیدونکې توره د نیام او تیکي څخه را وویسته ،څوقدمه مخته ورغې او یونیسیس ته یې وویل:
یونیسیس ! هغه څه چې زه يې کونکي یم هغه هیڅکله هم ستاسې سره تیرې نه دې ، هغه څه چې ستاسې د ځوانانو سر ه تر سره کیدونکي دي هغه هم دهغوې سره تیرې نه دې . تاسې د کیني نه ډک انسانان یاست او ستاسې په سترګو کې د کینی او تعصب پرته نور څه نشته . یونیسیس ! تا د څلورونور ځوانانو سره یو ځاې زما پلار او دوه ورونه وژلي دي ، نو په دې خاطر ستا وژل پر ما فرض شوي دي .
ددې خبرې سره سم علي پاشا خپله توره را پورته کړه او په یوه ګذار یې د یونیسیس سر له تنې پرې کړ، فضا د چغو اوسورو نه ډکه شوه او دیونیسیس بدن په وینو کې لت پت پریوت . علي پاشا د یونیسیس د وژلو وروسته لکه د پخوا په څیر خپله توره دهغه په کالیو پاکه کړه او بیا یې خپل یو سالار راوغوښت او هغه ته یې څه حکمونه وکړ ل ، دهغې سره سم هغه سالار په خندا شو ، شاته ولاړ اوهغه وسله وال چې ددې کلي د ځوانانو تر شا ولاړ و هغوې ته یې څه اشاره وکړه ، دعلي پاشا حکم یې ورته واوراوه ،دهغې سره سم هغوې ټول مخته راغلل ، او د یوې اشارې سره سم یې دهغه کلي ټول ځوانان له یوه سره د تیغه تیر کړل .
کله چې دا عملیات پاې ته ورسیدل نو بیا علي پاشا ټولو هغو ښځو ، کوچنیانو ، زړو او معذور ته چې هلته یې په ډیره بې وسۍ سره دغه ننداره کتله په وینا کې وویل :
دکلي زړو، کوچنیانو ، ښځو او معذورو ټول واورئ چې زما دین په ښځو ، زړو و کوچنیانو او معذور باندې د لاس د پورته کولو اجازه نه راکوي ، ستاسو سردار یونیسیس ما ته ویلي و چې ددې کلي ټول خلک د راهبانواو پادریانو د انجمن غړیتوب لري او د مسلمانانو په وژلو ویاړ ي، هم ستا سو د کلې خلکو زما پلار او دوه ورونه وژلي و نو اې د کلي خلکو واورئ چې زما نوم علي پاشا دې او زه د سلطان بایزید یلدرم د فوځ سالار یم ، ما د یونیسیس تر څنګ ددې کلي ټول ځوانان هم ووژل ،ځکه چې دوې ټول مجرمین و او د پادریانو او راهبانو د انجمن غړې او سرتیرې و ، زه پر تاسو باندې لاس نه پورته کوم .تاسې ټولو ښځو، کوچنیانو ، زړو او معذورو ته بښنه کوم، تاسې ټول خپلو خپلو کورنو ته ولاړ شئ ، خو یوه خبره یاد لرئ چې د نن نه وروسته که په دې کلي کې کوم مجرم انسان ته پنا ورکړل شو ه و او یا د نن نه وروسته زما جاسوسانو او مخبرانو ماته اطلاع راکړه چې ددې کلي د کوم وګړې اړیکي د راهبانو او پادریانو د انجمن سره دي نو ستاسې څخه به داسې انتقام واخلم چې ستاسو په فکر کې به هم نه را ګرځي .اوس تاسو ټول خپل کلي ته تللې شئ.
د علي پاشا په دې حکم باندې هغوې ټول خوشحاله شول ، بیا یې په منډو منډو باندې خپل ځانونه کلي ته ورسول ، علي پاشا هغه وژل شوې خلک ټول د هوایې مرغانو خورا ک ته پریښودل او بیا بیرته خپلې خیمي ته راستون شو .
***** ۲۵
لمر څو نیزې را پورته شوې و ، او وړانګویې دګرمۍ اغیز شینده ، ګرمي هرې خواته خپره و ، علي پاشا دخپل نیمایې لښکر سره بیرته د خپلې خیمي په لور را روان و. د رارسیدو تر مخه یوه عسکر ورمنډه کړه او دهغه د اس واګي یې په خپلو لاسو کې ونیولې او ورته یې وویل :
پاشا ستا په خیمه کې څو کسه میلمانه ناست دي . په هغوې کې ستا مور او ستا کشره خور هم شته ، زه به ستا آس تر اخور پورې یوسم او ته خپلې خیمي ته ورځه .
دخپلې مور او خور د خبر په اوریدو سره علي پاشا دومره خوشحاله شو چې د آسه یې را ټوب کړ اود آس د زین سره تړلي دوه خورجینه یي را پرانستل ، په خپله اوږه یې واچول ، آس یې د خپل عسکر په لاسو کې ورکړ او په خپله یې په یو څو ګامونو سره ځان خیمي ته ورساوه.
کله چې خیمي ته ور ننوت نو ویې کتل چې هلته په خیمه کې د هغه دمور قیرات او دسریان خور نه علاوه نریوس ، ریونا ، رستاک او کیتهنا هم ناست دي . کله چې علي پاشا خیمی ته ورننوت نو ټول د خپلوځایو څخه پورته شول ، علي پاشا ورمنډه کړه او د یوه کوچنی په څیر د خپلې مور په غاړه کې ور پریوت.
قیرات تر یوه وخته پورې هغه ښکلاوه او مینه یې ورسره کوله ، علي پاشا د خپلې مور څخه وروسته خپلې خور ته ورغې دهغه په سر یې لاس راښکود ،بیا چې کله دهغه مور اوخور کیناستل نو علي پاشا هم په یوه خالي ځاې کې کیناست ،ددې سره سم د علي پاشا مور غوښتل هغه ته څه ووایي چې ریونا خبرې پیل کړې،
علي پاشا ! تا مونږ ته دویلو پرته زما د کاکا په کلي حمله وکړه ، په هغې کلي کې ټول مجرمین اوسیږي .او هغوې ټول د راهبانو اوپادریانو د انجمن غړی او سرتیری او دمسلمانانو پر خلاف ورته دندې ورکول شوي دي . ته دداسې یوه ستر کار له پاره د شپې په تیاره کې یوازې تللې وې ، کیداې شو چې هلته هغوې تاته کوم زیان در رسولې واې.
د ریونا په دې معقولو خبرو باندې علي پاشا دهغه شکریه وکړه او بیا یې ورته وویل :
ګوره ریونا ! زه خو ځانته نه وم، زما سره زما د لښکر یوه برخه هم وه . زما ددواړو ورونو او پلار پنځه کسه قاتلان وو، دهغوې له ډلې څخه دوه هغوې و چې ته یې تښتولې ، هغوې دواړه ستا دکاکا زامن و. ما هغوې ستا په موجودیت کې له تیغه تیر کړل . دریم یې ستا د کاکا دکلي سردار یونیسیس و او دوه کسه نور ځوانان و چې د همدې کلي اوسیدونکي و ما دهغوې درې واړو کار هم ورخلاص کړ .
که جیرې ما یواځې همدا کار کولی نو زه به د شپې دشپې بیرته خپلې خیمې ته را ستون شوې وې، خو ما ته اطلاع راکړل شوې وه چې ددې کلي ټول ځوانان د راهبانواو پادریانو دانجمن غړي او سرتیرې دي او په دې سیموکې د مسلمانانو پر خلاف کار کوي ،نو ما د لمر د راختلو پورې انتظار وکړ دکلي ټول کوچنیان ، زاړه، ښځې او معذورین مې پریښوول او پاته مې ټول ځوانان له تیغه تیر کړل . په دې ترتیب مې هغه کلي د مسلمانانو له پاره د خطر نه وویست . زه نن ډیر زیات خوشحاله یم چې زه نن د خپل پلار او ورونو د قاتلینو څخه په بدل اخستلو باندې بریالې شوې یم.
دعلي پاشا په دې خبرو باندې د قیرات او سریان په مخونوکې د خوشحالۍ لیکي را پیدا شوې چې هغوې خپله خوشحالي په الفاظو کې نه شو بیانولې ، قیرات یو ځل بیا دخپله ځایه پورته شوه او علي پاشا یې په خپله غیږ کې و نیو اوډیره مینه یې ورسره وکړه. ددې سره سم سریان هم د خپله ځایه پورته شوه او علي پاشا یې په تندې باندې موچي کړ . بیا نو قیرات علي پاشا ته وویلې:
علي پاشا زویه ! تا هغه کار ترسره کړ چې د ډیرې مودې را هیسې یې ما انتظار کاوه ، زویه ! تا زما د کورنۍ عزت او وقار پورته کړ .
قیرات لا دا خبره کوله چې علي پاشا د خپلې اوږې څخه خورجین را ښکته کړه په هغې کې یې لاس ور ننویست او د پڼو یوه ډیره قیمتي جوړه یې ترې را وویستله ، اودخپلې مور په لور یې ور وړاندې کړه او ورته یې وویل :
اې مورجانې ! ما ستا له پاره دوه جوړه پڼي اخستې وې ، چې یوه یې همدا ده ،مادا بوټان تاته د نکوپولس په ښار کې را نیولې و . اې مورجانې ! دا بوټان ما په خپل خورجین کې له ځانه سره ګرځول ، او غوښتل مې چې کله دخپلو دښمنانو څخه بدل واخلم نو په خپلو لاسو به یې خپلې مور ته په پښو کوم. اوس ته خپلې پښې راوړندې کړه تر څو ستا زوې علي تا ته په خپلو لاسو دا پڼې په پښو کړي . اې زما مورې ! ما دخپل کوچنیتوب ا و ځوانۍ ډیره برخه ته پښې ابلې لیدلې یې، درنې مورې ! دا چې هغه وخت ما څنګه دا زغمل په الفاظو کې یې نه شم بیانولې. خو د هغه خداې ډیر زیات شکر دې چې هغه ماته ددې کار د ترسره کولو توفیق را وباښه .
ددې سره سم علي پاشا هغه پڼي ور مخکې کړې ، قیرات هم خپلې پښې خپل ځوې ته ور وړاندې کړې اوعلي پاشا خپلې مور ته پڼې ور په پښو کړې ، بیا هغه دخپله ځایه پورته شو او په لوڅه زمکه یې خپل خداې ته سجده وکړه. تر لږ څه وخته پورې هغه په سجده پروت و، ژړل یې ، قیرات هم دهغه سره په ژړا پیل وکړ سریان هم دژړیدو پرته پاته نه شوه . ټول د غم په موجونو کې را ګیر شوې و. بیا چې کله علي پاشا پورته شو اوپه خپل ځاې کیناست ټولو وکتل چې د علي پاشا په سترګو کې اوښکې وې اوهغه یو نا څاپه په خندا بدلې شوې ، نو قیرات علي پاشا ته وویل :
ګرانه زویه علي پاشا ، ستا په سترګوکې اوښکي دی! ته ژاړې! د قیرات په اوازکې یودرد ، یوه آه ،اویوډول اذیب او تکلیف و.
علي پاشا نرۍ شانته خندا و کړه او ویې ویل : اې مورجانې! دا خو دشکر او ممنونیت اوښکی دي، زه د خپل خداې ډیر زیات ممنون یم چې هغه زما مور ته زما له لاسه خوشحالۍ ور وبښلې.
دعلي پاشا ددې خبرو په واسطه تر لږ ه وخته پورې ټولو وخندل ، دهغې وروسته دعلي پاشا مور قیرات په یوې نوې او زړه پورې موضو ع باندې خبرې پیل کړې او ویې ویل :
علي پاشا زویه ! دلته د راتللو سره سم چې کومې خوشحالي ماته تر لاسه شوې ده نو زه هغه په الفاظو کې نه شم بیانولې . قیرات تر دې ځایه خبره وکړه چې علي پاشا په کې ورټوپ کړ او ویې ویل :
اې مور جانې تاسې څنګه دلته راغلی یاست ؟ ایا کومه مهمه خبره وه چې دهغې له پاره تاسې د بروصې نه تر دې ځایه د راتلو زحمت ګاللې دې .
د علي پاشا په دې پوښتنه د قیرات په مخ کې د خوشحالۍ لیکي را تازه شوې ،او بیا یې په خبرو پیل وکړ.
علي پاشا، زویه ! زه دلته د مقصد پرته نه یم راغلې ، زویه ! دا خو دلته زما د راتللو وروسته ما ته معلومه شوه چې تا د خپل پلار او ورورنو د قاتلانو څخه بدل اخیستې دې . خو زوې جانه ! زه هسې د یوې بلې خبرې له پاره راغلی یم . ما دخپله ځانه سره یوه نجلۍ هم راوړې ده او غواړم دهغې سره ستا کوژده تر سره کړم . زویه ! ما دا نجلۍ تاته ستا د ژوند د ملګرې په څیر غوره کړې ده. او زما په دې خوښه کې د سلطان بایزید یلدرم خوښې هم ګډه ده. هغه وایې چې په هر صورت کې ته باید ددې نجلۍ سره کوژده وکړي. او تر یوه وخته پورې تاسو دواړه یو ځاې یو د بل خوې بوې باندې و پوهیږئ ، او بیا سره واده وکړئ ، ددې نجلۍ مور اوپلار هم په دې رشته باندې خوښ اوتیار دې او هغوې په خپله خوښه دا نجلۍ له مونږه سره را لیږلې ده . زویه ! هغه نجلۍ ما هلته ستا د خیمي تر څنګ دبلې خیمي په یوه کونج کې کینولې ده . د لږ ځنډ وروسته به زه تا ته هغه نجلۍ در وښیم. او دهغې وروسته به په همدې خیمه کې د کوژدې مراسم تر سره شي .
علي پاشا د خپلې مور په دې خبره لږ څه اندیښمن غوندې شو، بیا یې خپلې مور ته و کتل او ورته یې وویل :
اې مور جانې ! ددې تر مخه خو به مو له ماسره مشوره کړې واې ، او زما څخه به مو د خوښې او ناخوښې په اړه پوښتلي واې ،
علي پاشا غوښتل نور څه هم ووایې ، خو مور یې خبره ور غوڅه کړه .
علي پاشا زویه ! هغه نجلۍ به خامخا ستا دخوښې ثابته شي ، زویه زه ستا خیمي ته د شپې په اخری برخه کې را ننوتي یم ، او ستا سالار زه او سریان دواړه همدلته ستا په خیمه کې پریښودو ، او زمونږ یې ډیر زیات عزت او درنښت وکړ . ما هغه سالار ته دشپې وویل چې سهار وختي زما لور نریوس ماته را ورسوئ. نو کله چې هغه سړې د نریوس پسې ولاړ نو دهغې سره یو ځاې ریونا ، دهغې پلار رستاک او مور یې کیتهنا چې هملته د نریوس په کور کې یې شپه سبا کړې وه ، هم یو ځاې را غلل. دخیمي تر څنګ چې کومه نجلۍ ناسته ده نو هغه یواځې نریوس کتلې ده ، بل چاته مې دهغې دکتلو اجازه نه ده ورکړې هغه وخت چې نریوس ، ریونا ، رستاک او کیتهنا دې خیمي ته را ننوتل نو په هماغه وخت کې ما او سریان نریوس د خیمي هغه برخې ته یوړله ،هملته مو هغه نجلۍ نریوس ته وښووله ، زویه ! دا چې هغه نجلۍ څه ډول ده دهغې په هکله به نریوس تاته ووایې . تر هر څه لمړۍ د نریوس خبره واوره اوبیا چې څه وایې هغه ووایه . ددې نجلۍ د تعریف له پاره نریوس لا د پخوا څخه ښه او غوره الفاظ لټوي ، زما په فکر چې تر اوسه به یې دهغې د تعریف له پاره ښه او درانه الفاظ پیدا کړي هم وي . نو اوس خو هغه څه چې نریوس وایې هغه په ښه غور سره واوره . او بیا دی خپل عکس العمل و ښایه .
کله چې د علي پاشا مور چپ شوه نو تر ډیره ځنډه په خیمه کې سکون او چپتیا حاکمه وه .د دې وروسته نریوس علي پاشا ته مخ کړ او ورته یې وویل:
زما ګران او دروند وروره علي پاشا ! هغه نجلۍ چې ماته ښوول شوېده او اوس ستا کوژدن ورسره کیدونکې ده اوبیا ستا واده ورسره کیدونکې دې هغه ډیره حسینه ، ښایسته او د ښه شکل او صورت خاونده ده . دهغې جسم د بلورو په څیر تراشل شوې ،د هغې نازک ښایسته لاسونه ، دهغې نرۍ او ښایسته ګوتې ، د مرمرو په څیر بازوګان ، نرۍ ملا، د وریښمو په څیر ویښتان ،د صراحې په څیر نرۍ غاړه ، دهغې ښایست په یوه توپان بدل کړې ……
ریونا تر اوسه پورې چپه خوله ، حیرانه ، او په اندیښنو او غمونو کې ډوبه ناسته وه. د نریوس په دې خبرو باندې یې ډیر حیرانونکي غوندې عکس العمل ښوده ، د هیچا سره یې سترګې نه مخ کولې ،سر یې ټیټ کړې و، د غمونو په څپو کې ډوبه او چاپیریال پرې هره لمحه تریخیده ، ځکه نریوس خو دهغې ټول خوبونه له منځه وړي و . هغې خو په ډیرو هیلو ا و امیدونو سره د علي پاشا سره د خپلې مینې اظهار کړې و، ددې تر مخه دهغې مور او پلار ددوو ځوانانو سره د هغه کوژده کړې وه، په داسې حال کې چې دهغې ځوانانو سره نه دهغې مینه وه او نه رغبت ، یواځې دهغې مور اوپلار و چې هغه یې دهغوې سره تړلې وه او دې هم هغه رشته په پوره چپه چپتیا سره منلې وه . خو د علي پاشا سره معامله بل منګه وه . علي پاشا دهغې دخوبونو ځوان و، لکه څنګه چې هغه په خپل کور کې دهغې عزت کړې و ، دهغې عفت یې خوندې ساتلې و نو هلته هغه په دې باندې یو بل تر ټولو زیات احسان وکړ . هغه وخت چې د هغې دکاکا زامنو هغه تښتوله ،نو علي پاشا نه یواځې هغه د هغوې د پنجې نه خلاصه کړه بلکه د هغې ابرو او عزت یې هم خوندی وساته . دهمدې کړچار په وسیله د ریونا په زړه کې د علي پاشا له پاره د محبت او منیي انګار را تازه شو خو هغې ورته د شرم نه د همدردۍ پوخ ور واغوست . او اوس خو ریونا د ژوند هغه موړ ته رسیدلې وه چې د هغې څخه د بیرته ستنیدو زغم ورسره نه و . ځکه چې علي پاشا اوس دهغې منزل او دهغې دغوښتنې اخري ځاې و .
دلته په خیمه کې چې کله دهغې په شتون کې د علي پاشا سره د بلې کومې نجلۍ د کوژدې خبرې کیدې نو دې ټولو خبرو دهغې په زړه ،او ذهن باندې د نشتر په څیر زخمونه جوړول. خوبیا هم هغه چپه خوله ناسته وه ، زغم یې کاوه ، ځکه چې که هغه ویل نو هغې ډیر څه ویلاې شول ، خو دخپل مور اوپلار په موجودیت کې هغه مجبوره وه او دعلي پاشا مور ته یې هم هیڅ و نه شو ویلاې .
کله چې نریوس خپل تعریفونه اوصفتونه خلاص کړ ل اوچپ شوه نو دعلي پاشا مور په خبرو پیل وکړ.
نریوس لورې ! پورته شه او هغه نجلۍ د خیمي د هغې برخې څخه دلته راوړه ،
د قیرات د خبرې سره نریوس د خپله ځایه سمدستې پورته شوه ، په دې وخت کې قیرات ریونا ته وکتل او په ډیر محبت او مینه یې ورته یې وویل :
ریونا جانې لورې ! ته هم دنریوس سره ولاړه شه ، دواړه خویندې یو ځاې هغه نجلۍ د خیمي د هغې برخې څخه دلته راوړئ ،
ریونا همغسې ټیټ سر په خپل ځاې ناسته وه ، پورته نه شوه ، خو بیا یې هم په یوه ټیټ او مړژواندې اواز سره قیرات ته وویل :
اې زما مشرې مورې ! زما په فکر یواځې نریوس خور ددې کار له پاره پوره ده . هغه نجلۍ خو څه شله ګوډه نه ده چې مونږ یې په دوو کسانو باندې را پورته کړو او دلته یې را وړو. نریوس خور هغه نجلۍ په یواځې ځان دلته را وستلې شي .
د ریونا په دې سوزیدونکو خبرو باندې ، قیرات ، سریان ، نریوس ، رستاک اوکیتهنا ټول په یوه وار په زوره زوره وخندل . خو دا خندا تر هغې چې علي پاشا باندې ډیره بده و لګیده دهغې نه زیاته په ریونا باندې بده ولګیده ، که څه هم د قیرات ، سریان او نریوس خندا د ریونا له پاره د زغم وړ نه وه ، خو دداسې خوشحالۍ نه ډکه خندا د ریونا د مور اوپلار څخه بلکل د توقع او امید پر خلاف وه. خو بیا هم قیرات یو ځل بیا وویل :
ریونا لورجانې ! زه هیله لرم چې ته به زما خبره و منې او د نریوس سره به هغه بلې خونې ته ولاړه شې ، زما لورې ! دا زما غوښتنه ده چې تاسې دواړه خویندې هغه نجلۍ تردې ځایه په پوره عزت او درنښت سره راوړئ.
د قیرا ت په دې اصرار سره ریونا د خپله ځایه پورته شو ه ، او بیا و دریده او په ډیره قهرجنه لهجه یې نریوس ته مخ کړ او ورته يي وویل : درځه ، مخته شه !
نریوس په خندا شوه او د خیمي هغې بلې برخې ته ور روانه شوه. ریونا هم ورپسې ورپسې پښه نیولې روانه وه . د خیمې بلې برخې نیمایې ته چې ور رسیدل نو نریوس و دریده ، ریونا په ډیره بې قرارۍ سره د خیمي دهغې بلې برخې جایزه اخیسته ، هغې وکتل چې د خیمي هغه بله برخه بلکل خالي پرته ده .نو په دې وخت کې یې په ډیرې اندیښنې ، او غم او فکر سره نریوس ته وکتل او ورڅخه یې وپوښتل :
نریوس ! هغه نجلۍ چیرې دې دکومې د راوړو په خاطر یې چې زه له تاسره د خیمي دې برخې ته را لیږلي یم. ایا هغه نجلۍ دومره درنه شوه چې تا په یواځې ځان هلته نه شوه را وستلاې؟ نریوس ! زما له تاڅخه داسې هیله اوامید نه و ځکه چې ته پوهیدې چې زه د علي پاشا سره د لیونتوب تر پولو مینه کوم. دهغه په محبت ، مینه او غوښتلو کې زه تر هغه ځایه رسیدلې یم چې دهغې څخه ما ته بیرته ستنیدل شوني نه دي . خو ددې سره سره بیا هم ته د علي پاشا د موره سره یو ځاې شوې او غواړۍ د علي پاشا سره بله نجلۍ کوژده کړئ، زه به اوس تا ته څه ووایم . ته پوهیږې چې تا ماته تل دخپلې کوچنۍ خور په څیر خیال کړې دې ، خو زه به اوس ستا ددې رویي اوسلوک په اړه همدومره ووایم چې تا دخپلې کوچنۍ خور سره ظلم او تیرې وکړ . ماتاته داهم ویلي و چې ما علي پاشا ته د محبت نه ډک پیغام هم استولې دې او کیدې شې هغه خط علي پاشا لوستې هم وي ځکه دهغې لیک وروسته ما دا احساس کړې و چې لکه څنګه چې زه علي پاشا غواړم په همغه اندازه هغه هم زما سره مینه کوي ، تا وکتل چې کله چې دهغې مور غوښتل د هغې کوژده زما څخه پرته د بل چا سره وکړي . نریوس! تا وکتل چې نه یوازې دا چې دهغې پر مخ باندې د ناخوښې لیکي را ښکاره شوې بلکه هغه په څرګنده اوډاګیزه توګه خپلې مور ته وویل چې اې مورجانې ! په دې هکله خو به د ې زما څخه مشوره اخستی وې .
نریوس ! دهغه وخته چې تا ماته خور ویلي دي نو دیوې خور په څیر خو به دې د علي پاشا مور اوخور ته دا ډاګیزه کړې وې چې ریونا د علي پاشا ده او دهمغې په سترګو به ژوند کوي . ځکه ریونا دهمغې له پاره پیدا شوې ده . ګوره نریوس ! که ماته علي پاشا تر لاسه نه شو نو ریونا به ژوندۍ پاته نه شی.
دریونا ددې خبرو وروسته نریوس لږ څه چپ شوه او فکر یې وکړ .او په ژوره توګه یې ریونا ته وکتل اوورته یې وویل:
ریونا ! دا سې وګڼه چې حالات زما د کنتروله وتلي دي ، تا ته به یاد وي چې یو ځل ما په خپل کور کې له تا څخه وپوښتل چې ایا ته علي پاشا سره مینه کوي اوهغه دې خوښ دې ؟ نو تا په پوره بې پروایي سره یو زوروره خندا وکړه او په ډیره ناخوښه توګه دې وویل چې ته دعلي پاشا سره محبت نه کوي ،نه ته هغه غواړې او نه یې خوښوې . تا دا هم وویل چې ته د علي پاشا سره یو ډول همدردي لرې . نو په دې خاطر ته دهغه سره د خپلولۍ اظهار کوې. اودا همدردي هم په دې خاطر ده چې علي پاشا ، دهغه مور اوخور ته هلته دهغوې په کور کې د یوې درنې میلمنې په څیر ساتلې وې او ستایې ډیر زیات درنښت کړې دې . کله چې تا زما تر مخه دا خبرې ډاګیزه کړې نو ما ستا همدا خبرې دعلي پاشا مور ته ورسولې ، زما په فکر چې ستا دهمغو خبرو په اساس دا پریکړه شوې ده .
د نریوس ددې خبرو په ځواب کې ریونا تر یوې لحظې پورې چپ پاته شوه . بیا یې نریوس ته په ډیر قهر او غضب و کتل او ورته یې وویل چې :
نریوس ! په دې کې شک نه شته چې هغه وخت ما ستا تر مخه داسې خبرې کړي او خپل احساسات مې ډاګیزه کړي ، ما دا ویلي و چې زه دعلي پاشا سره نه محبت کوم او نه هغه غواړم . خو داسې وګڼه چې دهغې الفاظو په ویلو سره ما هم خپل ځان ته دوکه ورکړی وه او هم خپلې مینې ته . په هغه وخت کې زه د محبت د احساس او جذبو څخه بلکل بې خبره وم . نریوس! ما هغه وخت هم تاته ویلي و چې زه د علي پاشا سره یو ډول همدردي لرم خو په حقیقت کې همدا همدردي یو محبت او غوښتنه وه چې ما په هغه وخت کې نه شوه درک کولاې ، ماتاته پخوا هم ویلي چې زه د محبت او مینې د جذبو څخه بلکل بې خبره وم. دا په دې خاطر چې ددې تر مخه زما دداسې کوم وګړې سره واسطه نه وه پیدا شوې چې ما ورسره مینه او محبت کړې وې . لمړۍ مې د کاکا زوې سره کوژدن وشوه او ما په پټه خوله و منله ، هغه نه زما خوښه وه او نه مې هغه کله هم دخپل ځان له پاره غوښتې و.
دهغه د مړیني وروسته زما مور او پلار زما کوژدن دکلي د یوه ځوان یوتاش سره وکړه، په داسې حال کې چې ما یوتاش یو ځل کتلې و، نه ورسره زما کومه مینه وه او نه زما کومه غوښتنه، په دې اساس زه د پخوا څخه ددې احساس او جذبي څخه خالي وم.
خورې ! کوم احساس چې دعلي پاشا له پاره زما په زړه کې د همغه لمړۍ ورځې څخه را پیدا شوې و نو دا زما دوکه او فریب و چې هغې ته ما دهمدردۍ نوم ورکړ. او زما خورې ! په حقیقت کې همغه د علي پاشا سره زما د محبت او میني پیلامه وه . افسوس چې ما خپل احساس اومحبت و نه شو پیژندلاې ، او نن وخت یي زه په داسې دوه لاریو کې درولې یم چې مرګ یې را ته را نژدې او ژوند یې را څخه لري کړې دې .
ریونا د لږ څه وخت له پاره و دریده اوبیا یې نریوس ته مخ کړ او ورته یې وویل :
نریوس ! اوس ته ووایه چې تا زما دغه جذبات اواحساسا ت څه ډول او څنګه د علي پاشا مور ته ور ورسول؟
نریوس د ځواب له پاره ریونا ته په کتلوشوه او بیا یې ورته وویل :
ریونا خورجانې ! ما تاته پخوا ویلي چې علي پاشا د خپل لښکر مخبران ټاکلي چې کله کله زما دکور په شاوخوا کې واوسیږي زما او زما د کوچنیانو پوښتنه وکړي ، تر څو په دې سیمو کې کوم دښمن پر مونږ باندې حمله ونه کړي . دا مخبران په پرلپسې توګه زما او زما د مورسره رابطه کوي ، او که کله هم دکوم شې اړتیا پیښیږي نو زه د همدوې له لارې علي پاشا ته پیغام لیږم .
ریونا خورې ! دهمدغو مخبرانو څخه یې یو د بروصې دښار په لورې ته ، هغه ماته راغې، او دعلي پاشا د وینا په اساس یې له ما وپوښتل چې د بروصې ښار ته د تللو له پاره خو څه نه لري ، که د علي پاشا د مور له پاره کوم پیغام وي نو وي وایه ، زه به یې ور رسوم . څرنګه چې په هغو ورځو کې تا ماته په ډاګه کړې وه چې ته د علي پاشا سره مینه نه لري او نه هغه د خپل ځان له پاره خوښوې نو په دې خاطر ما ستا دزړه خبره د علي پاشا مور ته ور سوله ، او نن دهمغه خبرو پایلې دې چې د علي پاشا کوژدن د بلې نجلۍ سره کیږي .دا نجلی د علي پاشا مور د خپله ځانه سره د بروصې د ښاره را وړې ده . ما هم هغه نجلۍ کتلې ده ، هغه ډیره ښایسته ، ښه شکله ، او را ښکودونکې سترګي لري ، هغه دومره ښایسته ده چې که چیرې د شپې په تیاره کې هغه و ساتې نو بیا به هم دهغه څیره د شمعې یا مشال په څیر خپل چاپيریال روښانه کړي .
د نریوس ددې خبرو په اوریدو سره ریونا یو ځل بیا په احتجاجي توګه نریوس ته وکتل او ورته یې وویلي :
واوره نریوس ! پس له دې به زه تاته هیڅکله هم خور و نه وایم. یواځې په نامه به دې را بولم ،ځکه چې تا پر ما ډیر زیات ظلم او ستم کړې دې ، نریوس که چیرې تا زما پخوانې احساسات د علي پاشا مور ته رسولې شول نو زما وروستي جذبات به دې هم ورته رسولي واې ، که چیرې ما پخوا تاته ویلي و چې زه دعلي پاشا سره مینه نه لرم . خو وروسته مې درته وویلي چې زه د علي پاشا سره د زړه له کومي مینه لرم او د ځان له پاره یې غواړم .دهغه د ملګرتوب غوښتونکي یم او دهغه نه پرته ژوند نه شم کولې ، تا ته په کار و چې لکه څنګه چې دې زما مخته خبرې هغوې ته ور رسولې داسې زما وروستۍ خبرې هم هغوې ته ور ورسوې . زه ډاډ منه یم چې که چیرې تا همداسې کړې واې نو نن به زه ددې غمیزې سره نه مخ کیدم. زه نن دعلي پاشا له پاره د یوې پردۍ نجلۍ حیثیت لرم ، او هغه ځاې چې زه په کې باید نن ولاړه واې هلته نن یوه بله نجلۍ دریدلې ده . د علي پاشا دهغه ملګرتوب حق چې له ماسره و هغه نن بل چاته ورکول شوي دې . خو زه به دا حق هیڅکله هم و نه منم . زه خو هغه نجلۍ ته څه نه شم ویلي ، خو زه به دعلي پاشا سره په دې هکله ضرور خبرې وکړم. ځکه چې کله چې علي پاشا زمونږ له ځایه رخصت اخیست ،او د سلطان بایزید سره د جنګ ډګر ته روان و او ماورته د لارې توښه تیاره کړې وه نو په هغې کې ما د خپلې مینی اومحبت یو لیک هم ایښې و او په هغې کې مې علي پاشا ته دخپلو احساساتو اظهار هم کړې و. زه هیله منده یم چې علي پاشا به زما د هغې محبت او میني خیال و ساتي او زما د غوښتنې درنښت به وکړي ، او کومه نجلۍ چې دعلي پاشا مور هغه ته غوره کړې ده هغه به پریږدې او زما ملګرتوب اوزما محبت او میني ته به ترجیح ورکړي .
تردې ځایه دخبرو کولو وروسته ریونا یو ځل بیا ودریده ، دهغې سترګو د اوښکو نه ډکې وې او بیا د اوښکو څو څاڅکي د هغې په لمن باندې لاندې ولویدل . دهغې ددې حالت په کتلو سره نریوس نښتې معلومیده ، غوښتل یې څه ووایي خو ریونا یو ځل بیا شروع وکړه.
ما خو ته ټول عمر خپله خور ګڼلې وې خو تا دخور په بڼه زما سره ډیر ظلم او تیرې وکړ که چیرې تاد علي پاشا په اړه زما دغه جذبات اواحساسات دهغه مور ته نه شوې رسولې ، نو کوم وخت چې د علي پاشا مور دلته راغله او د بلې کومې نجلۍ سره یې د علي پاشا د کوژدنې خبره کړې وه نو په هغه وخت کې هم تا دا ویلي شول چې د علي پاشا له پاره د ریونا نه بله مناسبه نجلۍ نه شي پیدا کیدې. نو که اوس تا دعلي پاشا د مور تر مخ زما د جذباتو او احساساتو د ښکاره کولو هڅه کړې وې نو شونې وه چې د علي پاشا مور چې کومه نجلۍ د بروصې څخه له ځانه سره راوړې ده هغه به یې له یاده ویستلې وې اودعلي پاشا سره به یې زما کوژده کړې وې ، خکه چې زه پوهیږم چې دعلي پاشا مور زما په هکله ډیره مهربانه ، او همدرده ښځه ده . که چیرې تا د علي پاشا مور ته داټول هر څه ویلي واې نو زه په ډاډ سر ویلې شم چې دوې به زما په حق کې پریکړه کړې واې .
د ریونا په دې خبرو نریوس تر یوه حده پورې تروه شوې وه . تر لږ څه وخته پورې یې سر ټیټ کړې و او څه فکر یې کاوه ، بیایې د ریونا په لور وکتل او ورته یې وویل :
ریونا جانې ! که ته غواړې نو زما په ذهن کې یو وړاندیز شته دې . په دې تربیب سره به ته دخپل منزل په لاسته راوړوکې بریالۍ کیږي . ریونا خورې ! هغه نجلۍ چې دعلي پاشا مور د بروصې له ښاره له ځانه سره یو ځاې راوستې ، پریږده چې د هغې کوژده د علي پاشا سره تر سره شي. زه به په دې لړ کې دعلي پاشا د مورسره خبرې وکړم . او همدا نن به ستا کوژدن هم دعلي پاشا سره تر سره کړو ، ځکه چې علي پاشا تا او د بروصې څخه راغلي نجلۍ دواړه په یوه وخت کې د ښځو په څیر ساتلې شي . په دې ترتیب که د بروصې څخه راغلي نجلۍ ته دا څرګنده شي چې هغه دعلي پاشا په ملګرتوب کې راتلونکې ده ،په دې خاطر چې هغه نجلۍ هغه خوښوې نو هغې ته به هم خپل منزل تر لاسه شي او ته چې د لیونتوب تر پولو پورې علي پاشا سره مینه لري او دخپل ځان له پاره یې غواړې تا ته به هم خپل منزل او مقصد تر لاسه شي. ووایه چې په دې لړ کې ستا آند څه دې ؟
د نریوس په دې خبرو باندې د ریونا په مخ کې د قهر او غضب نښې را ښکاره شوې ، بیا یې په ډیره ناخوښۍ سره وویل :
نه نریوس !دا هیڅکله هم نه شي کیداې ،ما دعلي پاشا سره مینه کړې ده ، هغه مې د ځان له پاره غوښتې د ې ، زه به هیڅکله هم دا خوښ نه کړم چې زما دا غوښتنه ، زما دامینه سره وویشل شي ،هو ! که چیرې د علي پاشا ملګرتوب ما ته تر لاسه شي نو زه به دهغه د ټولې مینې ، محبت او غوښتنې حقداره اوسم .اوکه نه په یاد ولره که چیرې زما علي پاشا ماته تر لاسه نه شو نو ما لکه څنګه مې چې مخته تاته وویل چې ریونا به د علي پاشا پرته ژوندۍ پاته نه شي .
نریوس ! ما تاته پخوا هم ډاګیزه کړې ده چې ما د هماغه لمړۍ ورځې څخه د علي پاشا سره مینه پیل کړې ده خو څرنګه چې زه د محبت او میني د جذبي څخه نا خبره وم نوما دغې محبت او میني ته د همدردۍ نوم ورکړ. بس داسې یې و ګڼه چې دا زما بې عقلي او نا پوهې وه. او زما همدا بې عقلي ماته نن ستر مصیبت او غم و ګرزید. او که نه په هماغه لمړي ځل چې تا له ما څخه د علي پاشا د محبت په هکله پوښتنه وکړه نو که چیرې زه ریښتا احمقه او نا پوهه نه وایې نو په هماغه وخت به مې ځوا ب درکړې و چې علي پاشا زما منزل ، زما محبت او زما غوښتنه ده . په هرصورت نریوس ! لا تراوسه هم څه له لاسه نه دې تللي ، اوس هم که چیرې ته دعلي پاشا د مور سره په دې هکله خبرې وکړې نو زه ډاډه یم چې هغه به زما په حق کې پریکړه وکړي . زه به په خپله په دې اړه د علي پاشا سره خبره وکړم . زه پوهیږم چې دعلي پاشا جذبات به زما په حق کې وي . تا ونه کتل چې علي پاشا په څرګنده توګه خپلې مور ته وویل چې د واده په هکله به یې ورسره مشوره کړې وې . اوس هم وخت مه ضایع کوه . ووایه چې هغه نجلۍ چیرې ده ؟ راځه چې هغه له ځانه سره یو ځاې د علي پاشا مور ته یوسو . هلته به ټول په ډیره بې قرارۍ سره زمونږ انتظار کوی ،
دریونا د پوښتنې په هکله نریوس تر لږ څه وخته پورې په فکر کې ډوبه شوه. بیا یې په ټیټ او راز لرونکې اواز سره وویل :
ریونا خورې ! ته خوژاړې ، ستا په سترګو کې اوښکې دي ، ته خپل ځان سنبال کړه، زه به هغه نجلۍ په خپله دعلي پاشا او دنورو تر مخ له ځانه سره یوسم .
ریونا سمدستي خپلې اوښکې وچې کړې او ویي ویل : ځه ، وایه هغه نجلۍ چیرې ده چې زه يي هم درسره یو ځاې هلته دعلي پاشا مخې ته بوزم .
د ریونا ددې خبرې سره نریوس یو نا څاپه په زوره و خندل ، لمړۍ یې خپله خوله ور وړاندې کړه او دریونا مخ یې ښکل کړ اوبیا يي په دې بل مخ باندې لاس کیښود او ورته یې وویلې : ریونا جانې خورې ! هغه نجلۍ چې زه یې دعلي پاشا تر مخه دهغې د کوژدنې په خاطر ور حاضروم هغه په خپله همدا ته یې !
د نریوس په دې خبره ریونا یو ټکان وخوړ ، ډیره حیرانه او متعجبه شوه، نریوس ته یې مخ کړ او ورته یې وویلې :
دا ته څه وایې ، دعلي پاشا مور زه له تاسره ددې له پاره را ولیږلم تر څو دخیمې دهغې برخې څخه چې د بروصې څخه راغلي نجلۍ په کې ناسته ده د علي پاشا د کوژده شوې په څیر دعلي پاشا مخ ته بوزم . خواوس دلته د راتلو وروسته ته ماته دا خبره کوې چې ته ما د علي پاشا دکوژده شوې په څیر دخیمي ددې برخې څخه د علي پاشا د مور تر مخه وړې ، ووایه دا مو کومه معامله روانه کړې ؟تا خو زه په یوه اندیښنه کې او یو پلټنه کې ور غورځولې یم .
په ځواب کې نریوس یو ځل بیا یوه زور وره خندا وکړه او بیا یې ریونا ته وویل :
ریونا جانې خورې !ما له تاسره څنګه بې وفایي کولې شوه ؟ ما څنګه پر تا ظلم،تیرې او جبر کولې شول ؟ هغه وخت چې تا ماته وویل چې ته د علي پاشا سره مینه نه کوي اویا دهغه په هکله د ملګرتوب فکر نه لرې نو په هماغه وخت کې ماستا د څیرې څخه دا اندازه کړې وه چې ته د علي پاشا سره مینه او محبت کوې او هغه د ځان له پاره غواړې او بیا چې کله تا د علي پاشا په هکله په ښکاره توګه د خپل محبت او مینې څرګندونه ماته وکړه و نو ما د همغه مخبرانو به واسطه چې علي پاشا زما له پاره دلته ټاکلي ود علي پاشا مور ته دا پیغام ولیږه چې ریونا د علي پاشا سره مینه کوی ،او همدا راز علي پاشا هم ریونا د خپل ځان له پاره غواړې ، ما په دې هکله دعلي پاشا سره هم خبرې کړي دې. هغه هم تا دځان له پاره غواړي ، له تاسره مینه کوي .
ریونا ! تا ته به یاد وې چې یو ځل چې مونږ دعلي پاشا په پړاو کې دهغه خیمي ته ورغلو نوهلته ستا پلار علي پاشا ته یوه خبره کړې وه چې مونږ به ډیر ژر د ریونا واده کوو . اوعلي پاشا ته یې ویلي و چې دریونا په واده کې به خامخا ګډون کوې . ته پوهیږې چې ستا د واده کولو په اوریدو سره علي پاشا ډیر زیات غمګین ، اندیښمن او افسرده شو . ما به ډیر غور سره دهغه څیره کتله او کیداې شي تا هم هغه کتلي وې .
ریونا ورته وویل:
نریوس خورې ! ستا اندازه درسته ده ، ما هم په هماغه ورځ د علي پاشا څیره په غور سره کتلې وه . او ما ته په هماغه ورځ دا احساس را پیدا شوې و چې د علي پاشا سره هغه احساس ته چې ما دهمدردۍ نوم ورکړې و هغه په خپل ذات کې همدردي نه وه بلکه مینه او ارزو وه.
ریونا دومره خبره وکړه چې نریوس یې خبره غوڅه کړه او ورته یې وویل :
د علي پاشا مور اوخور چې زما پیغام واورید نو سمدستي دلته راغلې ،مونږ غوښتل تا په یوتجسس کې واچوو . او تا ته ووایو چې هغوې له ځانه سره یوه نجلۍ هم راوړې ده . په حقیقت کې دعلي پاشا مور غوښتل چې دا ډاګیزه کړي چې ته د علي پاشا سره څومره مینه کوي ، دخیمي په هغې برخې کې چې کله دا څرګندیده چې علي پاشا د بلې کومې نجلۍ سره واده کول غواړ ي او تا خپل سر ټیټ اچولي نو دعلي پاشا مور تا ته کتل او ستا دغه کار ور ته ډیر خوند ورکاوه . کله چې دعلي پاشا مور مونږ ټول خیمي ته ور وبللو ، نو دخیمې په دې بله څنډه کې دعلي پاشا مور له ماسره په دغه ټوله مسئله باندې تفصیلې خبرې وکړې او ستا د محبت د معلومولو له پاره د ا ټوله لوبه ولوبول شوه. او تا ته به یاد وې چې د خیمي په هغه سر کې د علي پاشا خور سریان ته د خپله ځانه سره په خبرو بوخته کړې ، سریان ستا تر مخه نا سته وه او داسې ناسته وه چې ستا شا ستا د مور او پلار په لور وه. نو ددې فرصت نه په ګټي اخستوسره د علي پاشا مور ستا مور اوپلار ددې ټول پلان څخه خبر کړل . نو دغه لوبه چې له تاسره و لوبول شوه. په دې کې یواځې دعلي پاشا مور نه بلکه دهغه خور سریان هم شامله وه ، ستا مور اوپلار هم په کې ورګډو او زه په کې هم . خو یوازې هغه څوک چې ددې معاملي څخه بې خبره دي هغه ته او علي پاشا دواړه یاست . اوس ووایه ته څه ویل غواړې ؟
د نریوس په دې انکشاف سره د ریونا حال په سلګیو کې ډوب شو ، تر لږ څه وخته پورې یي د نریوس په دې انکشاف باندې عکس العمل و نه شو ښوداې ،خو بیا هم هغه دسپوږمۍ په څیر روڼه و ګرځیده او په مخ او څیره کې یې ډیر خوشحاله بدلون راغې. هغه لږ څه په فکر کې شو ه او بیا یې په یوه منډه نریوس نه غیږ چاپیره کړه دهغې مخ ، تندې او وجود یې ښکلاوه ، او د ډیرې مینې وروسته یې ځان جدا کړ او نریوس ته يي وویل :
زما ډیرې درنې خورې نریوس جانې ! تا خو په دې خبرو زما ټول غم او هم ، ټولې اندیښنې او ټول … په یوه وار له منځه یوړل . تا خو په ریښتونې توګه د یوې خور حق ادا کړې دې ، نریوس ! کله چې تا زه دخیمي دې لورې ته راوستلم نو ما په خپل زړه کې دا فکر کاوه چې کاشکې زه د اوبو پوکڼۍ وې او پر زمکه باندې د لویدلو سره سم چاودیدلې وې، ما دا ارزو کوله چې کاشکې دا زمکه و چوي او زه په کې ژوندۍ ور ننوځم . نریوس خورجانې ! ته پوهیږې چې دځان له پاره دعلي پاشا غوښتلو زما دمحبت او مینې ټولې پولې له منځه وړي دي،اوس خو علي پاشا زما منزل او نښه ده. د هغه پرته زه د ژوندۍ پاته کیدو هیله او امیدهم نه شم کوولې ، تا خو د خپل سلوک په واسطه زما ځولۍ د خوشحالیونه ډکه کړه او زما په لمن کې دې د میني ګلاب وا چول .
تردې ځایه دخبرو وروسته ریونا د یوې لمحې له پاره چپ شوه ، لږ څه فکر یې وکړ اوبیا یې په خبرو پیل وکړ.
نریوس خورجانې ! اوس چې تا زه د ټول حقیقت څخه خبره کړم ، اوس را ته ووایه چې زه څه وکړم ؟ ایا ته ما له لاسه نیسې او د ټولو تر مخ مې دروي ،
دریونا په دې خبره نریوس یوه نرۍ غوندې خندا وکړه او بیایې وویل:
ریونا خورجانې ! ستا خبره سهي ده . اوس به زه تا د علي پاشا د کوژدې شوې په څیر له لاسه نیسم او د خیمي هغې بلې برخې ته به دې بوزم . په دې باندې به ټول خوشحاله شي خو یوازي علي پاشا به حیران دریان وي ، ریونا جانې ! کل چې علي پاشا په دې خبر شي چې دکومې نجلۍ سره چې دهغه کوژدن کیږي هغه د ریونا پرته بل څوک نه ده ، نو یاد ساته چې د علي پاشا د خوشحالیو به انتها نه وی .
د نریوس په دې خبرو باندې ریونا ډیره زیاته خوشحاله شوه، کله چې نریوس خپلې خبرې خلاصې کړې نو ریونا ورته وکتل او ویې ویل :
که چیرې خبره همداسې وي نو درځه د هغه بلې برخې په لور ولاړ شو !
په دې وخت کې نریوس ریونا ته په ډیر غور سره وکتل او ورته یې وویل: ته خو دې اول دا خپل ځان ووینه ، ستا د سترګو څخه را بیدونکې اوښکې ستا پر ګلابي مخ باندې لارې کړی دي . هغه مخامخ د لاس پریمنځلو ځاې دې ولاړه شه ، او خپل مخ لاس پریمنځه ، په آینه کې دی خپل ځان په غور سره ووینه ، خپله څیره ، خپل کالي او لباس دې سهي کړه دهغې وروسته به زه تا د خیمي هغه بلې برخې ته له ځانه سره یوسم .
ریونا د نریوس په خبره سمدلاسه پا څیده او د ځان پریمنځلو ځاې ته ورغله ، لمړۍ يې مخ لاس پریمنځل بیا د آیني تر مخ و دریده خپل ویښتان یې سهي کړل ، خپل کالي یې و کتل او بیا نریوس ته را نژدې شو ه دهغه لاس یې و نیو او ورته یې وویل :
را ځه خورې ، چې نور ورځو .
نریوس دهغې په دې خبره تر ډیره پورې مسکۍ وه اودهغې لورې ته یې کتل ، بیا یې د ریونا تر ملا لاس چاپیره کړ او د ناوې په څیر یې د لاسه و نیوله او دخیمي هغې بلې لورې ته یې یوړه چیرې چې رستاک ، کیتهنا ، قیرات ، سریان او علي پاشا ټولو په ډیره بې قرارۍ سره دوې ته منتظر ناست و.
کله چې نریوس به داسې حال کې چې لاس یې د ریونا د ملا څخه را تاو کړې و د خیمي هغه برخې ته ورننوتل چیرې چې ټول ناست و نو په دې ډول ددوې د راننوتلو سره چې تر کومه ځایه قیرات ، سریان ، کیتهنا او رستاک دخوشحالۍ نه په کالیو کې نه ځایدل ، هلته علي پاشا سخت آندیښمن ، حیران او تجسس کې و . نریوس غوښتل ریونا په هغه ځاې باندې بیرته کینوی د کومه ځایه چې هغه را پاڅیدلې وه خو دعلي پاشا مور قیرات پرې نه ښود ه او نریوس ته یې وویل :
نریوس لورې ! ریونا دلته نه هلته د علي پاشا تر څنګ چې کوم ځاې مونږ ورته خالي کړې او جوړکړې هلته کینوه ، د قیرات په دې خبره ریونا ټکان وخوړ او خپل مور او پلار ته یې په احتجاجي توګه ور وکتل. په دې وخت کې د ریونا مور کیتهنا وویل :
ریونا جانې لورې ! اوس خو به ته کوم اعتراض نه لری ته هملته دعلي پاشا تر څنګ کینه ، ځکه چې اوس خو دعلي پاشا پر تا او ستا پر علي پاشا باندې ډیر حقونه دي . تاسې دواړه یوه بل ته منسوبیږئ ، زما لورې ! د همدې شیبي وروسته ته دعلي پاشا امانت یې .او علي پاشا ستا ژوند ، ستا ځان ،ستا ابرو او ستا د عصمت خاوند او ساتندوي دی .
دخپلې موو د دې خبرو په اوریدو سره ریونا دخوشحالۍ په ټالنوکې زنګیده خو بیا یې هم نه غوښتل د خپلې خوشحالۍ نښې په خپل مخ باندې را څرګندې کړې . بس هغه چپ خوله ، ټیټ سر د علي پاشا تر څنګ اوږه په اوږه کیناسته ، په دې وخت کې دعلی پاشا سر هم ښکته و او په فکرونو کې ډوب ناست و. خو دهغه دا ډول کیناستل د ریونا له پاره د زغم وړ نه و. ځکه هغې غوښتل هغه خندان او خوشحاله وویني ،دهغه تر څنګ د کیناستو وروسته به ریونا کله کله هغه ته په غلنیو سترګو کتل ،او دهمغې په لور به یې سترګې ور ښکته کړې وې .
کله چې دا ټول مراسم سر ته ورسیدل ، نو قیرات او سریان دواړه د ریونا تر څنګ کیناستل ، په دې وخت کې قیرات ریونا ته وویل :
ریونا جانې ! هغه څه چې تر اوسه پورې وشول هغه داسې و ګڼه چې ستا د محبت او میني یو ازمیښت شانته و. لورجانې ! ما دبروصې څخه دخپل ځانه سره کومه نجلۍ نه وه راوړې ، ماته مې نریوس لور دخپلو مخبرانو په خوله ځواب رالیږلې و چې ته دعلي پاشا سره او علي پاشا له تاسره مینه کوي ، سوګند په خداې چې کله د بروصې په ښار کې ماته دا خبر راورسید نو زما د خوشحالیو پاې نه و. هغه وخت چې ته د لمړي ځل له پاره د بروصې ښار ته راغلي و ې او یوه اونۍ دې له مونږ ه سره تیره کړه نو په همغه وخت کې ما ته د علي پاشا له پاره خوښه کړې وې ، خو ما نه غوښتل خپله خوښه پر تاسې باندې و منم . ما غوښتل چې هر وخت ستا له اړخه ددې غوښتنه وشي نو زه به تا دعلي پاشا سره منسوب کړم. نن زه ډیره زیاته خوشحاله یم چې ته دعلي پاشا او علي پاشا ستا شو .
قیرات تر دې ځایه ریونا ته خبرې وکړې او بیا یې علي پاشا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
علي پاشا زویه ! ما کله کولې شول ستا واده او کوژدن ستا د خوښې پرته تر سره کړم . او دا چې تاسې مې تر یوه وخته پورې په تجسس کې واچولۍ نو په دې پلان کې ستا خور نریوس له مونږ ه سره برابره شریکه ده . خو زما بچیانو! زما خبره په غور سره واورئ:
په دې کې شک نه شته چې زما خاوند او زما دوه زامن ددښمن په لاسو وژل شوې او دهغې څخه وروسته تر ننه پورې ماته خوشحالې نه وه تر لاسه شوې ، خو نن زه ددووخوشحالیو سره مخ شوې یم ، تر هر څه لمړۍ خوشحالي ما ته داده چې زما زوې علي پاشا د خپل پلار او ورونو قاتلان له منځه یوړل ، دا دا سې یو ستر ګار دې چې زه به یې په ټول ژوند کې له یاده و نه کاږم. زه په واورینو سیمو او د ګرمۍ نه په را خوټیدونکو لمرونو کې لوڅي پښې ګرزیدلم ، دا پر ما دعلي پاشا احسان دې چې هغه قاتلان له منځه یوړل او زما پښو ته یې پڼي واچولې .
بله ستره خوشحالي چې ماته تر لاسه شوه هغه دا ده چې ما ته د نریوس نه وروسته دریونا په څیر لور په نصیب شوه . لمړۍ زه یواځې د یوې لور مور وم او اوس ددرې لوڼو مور یم . او دا زما له پاره دډیرې خوښۍ ځاې دې .
علي پاشا ! ستا ددې کوژدنې مراسم د سلطان بایزید یلدرم په حکم او غوښتنه تر سره کیږي کله چې زه دبروصې څخه دې لورې ته راتللم نو د راتګ تر مخه مې محترم برهان الدین ورور دخپل پلان څخه خبر کړ ، هغه دا پلان ټول سلطان بایزید ته ووایه ، نو سلطان بایزید یلدریم زما د کتلو له پاره په خپله زما حویلۍ ته را غې او ویې ویل چې د علي پاشا ددې کوژدنې د مراسمو په خاطر د سلطان بایزید له اړخه تا ته مبارکې ووایم ، هغه زما په لاس تاته د ددې کوژدني په خاطر یوه ګوته هم را لیږلې ده، ډیره ارزښتناکه ګوته . دا ګوته د سلطان عثمان د شاهي زیوراتو څخه یوه ده. چې د کلونو کلونو راهیسې په عثماني کورنۍ کې ساتل کیږي . سلطان بایزید همداسې یوه ګوته د ریونا له پاره هم را لیږلې ده . سلطان حکم کړې دې چې هغه ګوته چې علي پاشا ته په ګوته کیږی هغه د ریونا مور اوپلار ته ورکړئ او هغه چې ریونا ته په ګوته کیږی هغه علي پاشا ته ورکړئ . علي پاشا دې ریونا ته په خپله دا ګوته په ګوته کړي ، ددې څخه اخوا سلطان د ریونا له پاره څه نور قیمتي زیورات را لیږلي دي. تر څنګ یې ماته دخداې پامانۍ په وخت کې دا هم وویل چې څرنګه چې علي پاشا د سلطان د زوې په څیر دې نو سلطان ریونا ته هم خپل لور وویله ، او دایې وویل چې د کوژدنې په دې مراسمو کې زه ریونا ته د خپلې لور په څیر د زړه له کومي مبارکي وایم .
په دې وخت کې قیرات په یوه ځانګړې انداز سره خپلې لور سریان ته وکتل . سریان دهغې په اشاره سمدستي پورته شوه او دخپل سامان څخه یې یوه څرمني خلطه را وویسته ، دخلطې خوله یې پرانسته اوخپلې مور ته یې ور حواله کړه . قیرات په هغه خلطه کې سترګې ور ښکته کړې ، بیا یې ترې دوه ډیرې قیمتي ګوتې را وویستې ، دا ګوتې د سرو زرو څخه جوړې شوې وې چې ډیر زیات جواهرات په کې کارول شوي و. دهغې څخه يي یوه ګوته علي پاشا ته ورکړه او ورته یې وویل :
علي پاشا ! ته به دا ګوته زما لور ریونا ته په ګوته کړې ، هغې هغه بله ګوته د ریونا مور کیتهنا ته ورکړه او ورته یې وویل :
کیتهنا خورې !ته داګوته په خپل لاس ریونا ته ورکړه تر څو هغه یې د کوژدني دمراسمو په وخت کې علي پاشا ته په ګوته کړي ،
کیتهناتر یوه وخته پورې هغه ګوته په لاس کې اړوله را اړوله او هغې ته یې په حیرانتیا سره کتل ، ډیره زیاته خوشحاله وه او بیا پورته شوه او هغه ګوته یې ریونا ته ورکړه ، په دې وخت کې قیرات وویل :
علي پاشا زویه ! او ریونا لورجانې ! اوس چې ددې ټولو تر مخه ستاسو ددواړو د کوژدنې مراسم تر سره کیږي نو تاسې هم زمونږ د ټولو په موجودیت کې دا ګوتي یو بل ته په ګوته کړ ئ ، علي پاشا ! ریونا نجلۍ ده ،هغه به شرمیږ ې نو ته دا کار لمړۍ پیل کړه . ته ریونا ته ګوته په لاس کړه نو بیا به ریونا تاته ګوته په لاس کړي ،
علی پاشا دخپلې مور خبره و منله او خپل لاس یې ور مخته کړ او د ریونا لاس یې په خپل لاس کې را ونیو خو هغه و کتل چې د ریونا لاس لړزیږي او رپیږي ،خو بیا هم علي پاشا ریونا ته ګوته په ګوته کړه .
د علي پاشا نه وروسته ریونا په داسې حال کې چې لړزیده د غلې په څیر یې خپل لاس ور اوږود کړ د علي پاشا لاس یې په خپل لاس کې و نیو او دکوژدنې ګوته یې ور ته په ګوته کړه . کله چې دواړو یو بل ته ګوتې په لاسو کړې نو قیرات ددعا له پاره خپل لاسونه اسمان ته پورته کړل ، تر لږه ځنډه پورې هغې په ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره دعاوې کولې او دهغې وروسته یې علي پاشا او ریونا دواړو ته مخ کړ او ورته یې وویل :
علي پاشا او ریونا ، زما بچیانو ! ما نه غوښتل ستاسې کوژدن وکړم ما غوښتل چې ستاسې واده وکړم ، خو دا زما د ورور برهان الدین او په خپله د سلطان بایزید یلدرم غوښتنه وه چې د علي پاشا واده به د بروصې په ښار کې کیږي نو په دې خاطر تاسې دواړه تر هر څه لمړۍ د کوژدنې د مراسمو سره مخ شوئ. ستاسې دواړو د واده له پاره به زما لور ریونا د بروصې ښار ته وړل کیږي ، د ریونا پلار رستاک او مور کیتهنا به هم له مونږ ه سره هملته ځې ، اوبیا به هلته د ټولو تر مخه په پوره شان او شوکت سره ستاسې واده تر سره کوو . ریونا لورې ! د علي پاشا واده زما د ژوند تر ټولو ستره خوشحالي او د ټولو ستره غوښتنه ده . د واده ټول انتظامات به زه د خپلې لور نریوس په غاړه کې واچوم . او زه غواړم چې ددې واده وروسته نریوس د خپلو دواړو کوچنیانو اومور سره یو ځاې هملته په بروصه کې زمونږ سره تم شي .
قیرات د لږو خبرو وروسته یو ځل بیا ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
ریونا جانې لوري ! اوس خو ته هم دعلي پاشا په څیر زما خزانه او زما دولت یې ،داسې لکه څنګه چې نریوس لور جانه ده .اوس نو ته او نریوس دواړه زما د هغه حویلۍ ، چې په بروصه کې ده ، څښتنان یاست . تاسې دواړه کله او څه وخت چې وغواړئ د بروصې ښار ته را تللاې شئ ، ریونا لورجانې ! تر هغې چې د نریوس جانې پورې اړه لري نو دهغې او دهغې د دواړو کوچنیان په اړه خداې ته دعاده چې هغوې تل خوښ او خوشحال وساتي. څرنګه چې سلطان بایزید یلدرم زمونږ د ټولو حالاتو څخه پوره خبر دې نو کله چې زه دې لورې ته راتللم نو هغه د بروصې د ښار په چاپیریال کې دنریوس له پاره یوه ستره ټوټه زمکه ځانګړې کړه ، په دې اساس به دهغې ټوټي زمکې مالکه نریوس او دهغې کوچنیان وي ، په دې ټوټه کې څو باغونه دې او ډیره زیاته ښه زراعتي زمکه ده . دهغې لاسته راوړنه او حاصلات به تر یوه کاله پورې پیل شي . زما لورجانې ! هغه ټوټه زمکه او باغونه چې همدا اوس زما په ملکیت کې دي نو دهغې خاوندان ته او علي پاشا یاست . زه دعا کوم چې تاسې د تل له پاره خوشحاله او خوښ و اوسئ.
قیرات تر لږ ځنډه وروسته رستاک او کیتهنا ته و کتل او ورته یې وویل :
زما درنې خورې ، او زما دروند وروره ! هغه څه چې ما علي پاشا او ریونا ته ویل غوښتل هغه مې ورته وویل ، اوس نو ستاسې د دواړو څخه که دوې ته څه ویل غواړئ نو ورته یې ویلې شئ.
دقیرات ددې خبرې په ځواب کې د ریونا پلار رستاک په خبرو پیل وکړاو ریونا ته یي وویل:
ریونا ! اوس چې ته په رسمي توګه علي پاشا ته منسوب شوې ، نو زما لورې ، ته اوس دعلي پاشا امانت یې ، لورجانې ! هر هغه څه چې علي پاشا در څخه وغواړې هغه کوه ،او دکوم کار څخه دې چې منه کوي د هغې څخه ځان ساته ، زما لورې ! په همدې کې ستا خوشحالي او په همدې کې ستا خیر دې .
اوس چې ته دعلي پاشا شوې نو زه تاته اجازه درکوم چې ته په خپل کور کې ، د نریوس په کور کې ، په دې لښکر ځاې کې ،هر چیرې چې ته وغواړي او هر وخت وغواړې د علي پاشا سره لیدل کتل کولې شې . دا په دې خاطر چې ته دعلي پاشا امانت یې، اوکله چې زمونږ خور قیرات بیرته ستیږي نو مونږ به تا د بروصې ښار ته له ځان سره یوسو او هلته به دې د علی پاشا سره واده ترسره کړو .
ددې خبرو وروسته رستاک چپ شو ، په خیمه کې هم چپه چپتیا شوه، ددې وروسته قیرات دغه چپتیا ماته کړه او وی ویل :
سریان ! هغه دواړ ټوکرۍ چې کالي په کې پراته دي ، راواخله ،
دهغې په دې خبره سریان ولاړه او دواړه ټوکرۍ یې ر ا واخستې او دخپلې مور په غیږ کې یې کیښودې ، قیرات ددواړو خولې پرانستې او بیا یې په پلټونکو سترګو په کې و کتل، دهغې څخه ېی یوه د ریونا په غیږ ې کیښوده او ورته یې وویل :
ریونا په دې ټوکرۍ کې ستا او ستا د مور و پلار کالي هم دې . دا ما تاسې ته د بروصې د ښار نه د همدې کوژدنې په خوشحالۍ کې راوړې دې . خو دا خبره یاد ساتۍ چې هر هغه څه چې ما دلته د ځانه سره راوړي ددې ټولو انتظام په خپله سلطان بایزید کړې دې ، ځکه چې سلطان بایزید ، علي پاشا خپل زوې ګڼلې دې د بروصې د ښاره د راتللو په وخت کې هغه ماته په څرګندو ټکو دا وویل چې : کله چې د علي پاشا واده وي نو د واده ټول مصارف به د سلطان په غاړه وي . لورجانې ! تر هغې چې زه د علي پاشا دمور په حیث د ښه نصیب خاونده یم نو لورجانې زه غواړم چې د علي پاشا له لورې ستا قسمت هم دخوشحالۍ قدمونه ښکل کړي . زه دعا کوم چې ته به دعلي پاشا سره د ډیرښه او بریالي ژوند خاونده شي.
قیرات تر دې ځایه دخبرو وروسته و دریده ، دمه یې وکړه او بیا یې تر څنګ ایښې هغه بله ټوکرۍ را پرانسته او هغه یې د نریوس په غیږ کې کیښوده ، او ورته یې وویل چې : په دې کې ستا ، ستا د مور او زما ددواړو بچیانو کالي دي. تاسې ته هم دا کالي سلطان بایزید تیارې کړې دې ، لورجانې تادې هم خداې د ریونا سره یو ځاې ښاده او اباده لري ، لورې ! نن ورځ زما د خوشحالیو ډیره ستره ورځ ده . ځکه له یوه اړخه علي پاشا زما د خاوند او دواړو زامنو قاتلینو ته سزا ورکړې ، تر څنګ یې زما پښې ابلې پښې را پټی کړې او پڼي یې را په پښو کړې او تر څنګ یې تر ټولو لویه خوشحالي داده چې ما ته یې د یونا په څیر یوه لور راکړه . خداې دې یې تل د علي پاشا سره دخوښۍ نه ډک ژوند په برخه کړي .
قیرات د لږ څه تم کیدو نه وروسته یو ځل بیا نریوس ته مخ کړ او ور ته یې وویل :
نریوس ! ته او ریونا ما ته یو ډول یاست . اوس زه ډاډمنه یم چې زه یواځې د سریان مور نه بلکه ستاسې ددواړو مور هم یم او زما یوه لور نه بلکه درې لوڼي دي . واورئ زما لوڼو! زما سره چې هر څه د علي پاشا له پاره دي هغه ستاسو د ټولو امانت دې . او بیا د سلطان بایزید نه ممنونه یو چې هغه مونږ ته نوره زمکه او باغونه هم را وبښل . خو هغه څه چې بایزید مونږ ته را کړې نو نریوس لورې ! هغه ستا او ستا د کوچنیانو دي .
کله چې د یونانیانو او اروپایانو د خطر اوګواښ مخه و نیول شي ،او دعلي پاشا د لښکر پړاو له دې ځایه پورته شي، نو لورې زه به تاسې ټول د بروصې ښار ته راوبولم، هلته به دسلطان بایزید په شتون کې د علي پاشا او ریونا واده تر سره شي ، د واده وروسته ک چیرې د ریونا پلار رستاک اومور کیتهنا بیرته خپل کلي ته راستنیدل غواړی نو کوم ممانعت به ورته نه وی ځکه د ریونا پلار د خپل کلي سردار دې ، او دلته هغه د پراخې زمکې او باغونو مالک دې ، خو نریوس لورې ! تر هغې چې تا پورې اړه لري نو زه غواړم چې کله ته د ریونا د واده په خاطر هلته راشې نو بیا بیرته دې کلي ته مه را ستنیږه ، هملته واوسه ، او هغه جایداد چې سلطان تاته درکړې د خپلو بچیانو او مور سره دې د هغو ساتنه وکړه . که چیرې ته همداسې وکړې نو زما لورې د ا به ماته د ډیر ډاډ او خوشحالۍ سبب وګرځي .
دقیرات د چپتیا نه وروسته نریوس په خبرو پیل وکړ او ویې ویل :
اې مورجانې ! زه ستا د هیڅ پریکړې خلاف ورزی نه کوم . که چیرې ته غواړ ې چې د ریونا او علي پاشا د واده نه وروسته زه دې کلي ته بیرته را ستنه نه شم ، نو مور جانې ! زه به همداسې وکړم . اوس چې تا ماته د بروصې په ښار کې د زمکې او باغونو د ورکړې ژمنه کړې ده ، نوکه چیرې زه ټول عمر ستا خدمت وکړ م بیا به هم ستا احسان ادا نه کړاې شم . دا زما خوش قسمتي وه چې ماته ستا د زوې په څیر خاونداو ستا په څیر درنه مور تر لاسه شوې .
نریوس همدومره خبره وکړه او چپ شوه ، نو د ریونا پلار رستاک په خبرو پیل وکړ .
قیرات خورې ! هغه پریکړه چې تا د نریوس په هکله کوې زه د هغې سره اختلاف لرم ، کله چې د ریونا د واده نه وروسته زه او زما ښځه کیتهنا بیرته را ستنیږو نو نریوس ، دهغې مور او دواړه زامن هم له ځانه سره بیرته راوړو .
درستاک په دې خبره باندې قیرات حیرانه شو او په عجیبه توګه یې هغه ته و کتل . ریونا هم ټکان وخوړ او په ډیره سوالیه توګه یې خپل پلار ته وکتل ،دهغوې په دې حیرانتیاو باندې رستاک و خندل او بیا یې وویل: زما خورې ! دا چې تا ما ته په حیرانتیا سره وکتل دا ستا حق دې ، او ریونا هم حق لری ما ته په سوالیه سترګو سره وویني ، خو تر اوسه پورې ما خپله خبره نه ده خلاصه کړې ، زما خورې او زما لورې! هغه څه چې زه یې وایم په غور سره یې واورئ . کله چې ریونا دعلي پاشا سره واده وکړي اودهغې د ښځې په څیر هلته په بروصه کې واوسي ، نو ښکاره ده چې ستا همدا یو زوې دې او هغه څه چې د علي پاشا دې هغه ټول د ریونا هم دي . نریوس به په هغه جایداد او ملکیتونو کې هیڅ ډول برخه نه لري .
د رستاک په دې خبرو باندې ریونا نوره هم برګه شوه او په ډیرو تیزو سترګو یې پلار ته وکتل ، درستاک ښځه هم دخپل میړه په خبرو باندې نا خوښه معلومیده ، خو رستاک خندل او ویي ویل :
کیتهنا او ریونا ما ته په داسې برګو سترګو مه وینئ ، ما تاسو ته مخته هم وویل چې ما د خپلې خبرې تر خلاصیدو پور ې پریږدئ ، هو ! ما وویل چې په بروصه کې چې څومره جایداد تاسي لرئ ، نو په هغې کې نریوس ته کومه برخه او کوم حق نه شته . دهغې مالکین به علي پاشا او د هغې ښځه ریونا وي . خو قیرات خورې ! ته پوهیږې چې ما ایکي یوه لور درلوده اوهغه ریونا وه، زما نور اولاد نه شته ، نه زوې نه لور! نو په دې خاطر به نریوس ددې کلي څخه نه وځي ، زه چې څومره جایداد لرم زه به هغه د نریوس ددواړو زامنو په نامه کړم ، دوې به زما نه وروسته دهمدې کلي سرداران و ې، قیرات خورې ! داسې کول اوس ماته اړین دي ،ځکه چې که ریونا ددې ځایه ولاړه شي نوبیا خو به زه او کیتهنا په دې کلي کې ځانته پاته شو او دا به مونږ ته دزغم وړ نه وی .
دریونا د واده وروسته به نریوس ، دواړه کوچنیان او د نریوس مور پربیسا ټول دخپلي حویلۍ څخه زمونږ لورې ته راشي او زه به هم خپله ټوله دارايی اوملکیت ددې کوچنیانو په نوم منتقل کړم . ددې څخه به دوه ګټی تر لاسه شي ، لمړۍدا چې د ریونا د تګ وروسته به زما د حویلۍ ښایست په خپل ځاې پا ته شي او بله ستره ګټه به یې داوي چې ماته به تیار روزل شوې دوه لمسیان په لاس راشي چې دوې به زما د جایداد مالکین او زما د هر شي حقداره وي . ددوې په شتون کې به زما په حویلۍ کې داسي رڼا را پیدا شي لکه څنګه چې په تاکونو کې د پسرلي په راتلو سر خوشحالي راځي ، رستاک تر دې ځایه خبره وکړه او بیا یې قیرات ته وکتل او دوباره یې خپله خبره پیل کړه.
دغه واړاندیز چې ما وکړ نو فکر کوم چې ته به ورسره اختلاف و نه کړي ؟
پخوا له دې چې قیرات د رستاک دخبرو ځواب ورکړي نو ریونا په خبرو پیل وکړ، هغه دعلي پاشا د خوا څخه را پورته شو او منډه یې کړه د خپل پلار رستاک ته یې غاړه ورکړه،او بیا یې دخوشحالیواوخوښیو په اواز کې وویل چې :
اې زما پلار جانه ! ته ډیر زیات ستر انسان یې . کله چې تا خپلې خبرې پیل کړې ا و ودې ویل چې د بروصې دښار د ټول جایداد مالکین به ریونا اوعلي پاشا و ي ،او په هغې کې به نریوس ته هیڅ برخه اوحق نه ورکول کیږي نو ای پلارجانه ! ستا هغه خبرو ماته ډیرې زیاتې ګیلي ، شکوې او دردونه راپیدا کړی و، خو زه تاته سلام کوم ،او ستا دغه فیاضۍ ته په درنښت قایله یم ، چې تا د خپل کلي ټول جایداد زما د خور نریوس د زامنو په نوم کړ . اې پلار جانه ! زه چې ستا د دې پریکړي څومره شکریه اداکړم هغه به بیا هم لږه وي .
کله چې ریونا چپ شوه نو علي پاشا د لمړي ځل له پاره ریونا ته وکتل او ورته یې وویل :
ریونا ! تا خو د خپل پلار شکریه ادا کړه نو په دې خاطر زه ستا ممنون یم ، دا کار باید ما کړې وایې .
بیا علي پاشا خپل خسر رستاک ته مخ کړ او ورته یې وویل:
تاچې زما دخور نریوس او دهغې د زامنو په نوم دخپل ټول جایداد د انتقالولو اعلان وکړ، نو د هغې له پاره ریونا ته په کار نه و چې ستا شکریه یې ادا کړې واي ، دا شکریه باید ما ، زما مور او زما خور نریوس ادا کړې وې ، ریونا ته خو ددې پریکړې زیان ور سیږي . ځکه چې هغه د خپلي برخې څخه بې برخې کیږي . په هر صورت زه د خپلې مور اوخپلې خور نریوس په نمایندګې باندې دا وایم چې دا وړاندیز چې تا کړې دا د هر چا د وسې کار نه دې ، هیڅوک به هم خپله ټوله شتمني دبل په نامه منتقل نه کړي. درونده رستاکه ! مونږ به ستا دا ښیګڼه تر خپله عمره پورې هیره نه کړو .تا د ریونا په څیر زما خور نریوس ، دهغې زامو او مور ته ډیرزیات درنښت ورکړې نو په دې خاطر به زه ، زما مور او زما خور نریوس ستا دا احسان د تل له پاره په یاد ساتو.
د علي پاشا په دې خبرو باندې درستاک په مخکې د خوشحالیو لیکي را پیدا شوې .او بیا یې وویل :
علی پاشا! اوس خو د ریونا کوژدن له تا سره تر سره شوه. خو په مسیح باندې سوګند چې ما ته له دې مخته هم خپل زوې ګڼلې وې ،که څه هم ما دخپل کلي یوه ځوان سره د ریونا خبره کړې وه خو ډیر وخت به مې په زړه کې دا راتلل چې کاشکې دریونا خبره مې د علي پاشا سره پښخه کړې وې . ما به زیات وخت دا خبره په خپل فکر کې را ګرځوله چې کاشکې ریونا ستا دښځې په څیر له تاسره تللې وې ، ما دا خبره د کیتهنا سره هم څو ځلې یاده کړې وه . خو ما نه غوښتل ددې کار پیلامه زه په خپله وکړم ما غوښتل چې ددې رشتې غوښتنه ستا یاستا د مور له اړخه تر سر ه شي . اوس چې ستا مور د بایزید یلدرم له اړخه ددې معاملی د کولو له پاره دلته راغلي ده نو علي پاشا جانه ! نن زما دخوشحالیو انتها نه شته ، ما ته پخوا هم خپل زوې ګڼلې او اوس خو دریونا په حواله زما د وجود یوه برخه او زما مټ وګرزیدې ، واوره علي پاشا! ما ریونا دخپل حق څخه نه ده بې برخې کړې ، زه په دې پوهیږم چې هغه څه چې له تا سره دې هغه د ریونا له پاره بسنه کوی او هغه څه چې زما سره دې هغه د نریوس او دهغې د زامنو له پاره بسیا دي .
ریونا بیرته پورته شوه او دعلي پاشا تر څنګ کیناستله ، او بیا یې پّه ډیر ټیټ اواز سره علي پاشا ته وویل:
تا څنګه زما پلار ته وویل چې تا ریونا دخپله حقه بې برخې کړې ده ؟ علي پاشازه هیڅ هم نه غواړم ، دا چې ته ماته تر لاسه شوې لکه دټولې نړۍ خزانی او خوشحالیګاني مې چې تر لاسه کړي وي .
د ریونا په دې خبرو باندې علي پاشا مسکي شو هغه غوښتل د ریونا ځواب ورکړي خو رستاک قیرات ته په خبرو پیل وکړ .
اوس چې د کوژدنې ټول مراسم پاې ته ورسیدل نو زه غواړم چې ټول د حویلۍ په لور ولاړ شو ، تاسې چې هر څومره ورځي اوسیدل غواړۍ نو هملته واوسئ زه به علي پاشا ته هم ووایم چې هغه هم حویلۍ ته راشي، هغه دې خپل سالار ته ووایي چې دهغه مور د هغه کوژدن د سلطان په حکم د ریونا سره کړي ده نو په دې خاطر به هغه د خپلې مور سره یوځاې د ریونا په کور کی وي .
د رستاک په دې وړاندیز علي پاشا لږ څه فکر وکړ خو تر څنګ ناستې ریونا هغه و سکونډه او ورته یې په پټه وویل چې ، انکار و نه کړې.
د ریونا په دې خبره علي پاشا و خندل اوو یې ویل :
درونده رستاکه ! زه انکار نه کوم ، خو هغه کلي چې ما بیګاه شپه محاصره کړې و هغه اوس هم زما د هلکانو په محاصره کې دې، تاسې لږ څه کینئ زه یو دوه کسه مخبران د پولو پ د جزیرې په لور استوم ،تر څو د هغه ځاې پادرې کرسپاس ته زما په لاسو دخپلې تباهۍ خبر ورکړي ،، او بیا زه غواړم چې دا معلومه کړم چې دپادریانو د انجمن عکس العمل به زما د تیرې شپې د عملیاتو په هکله څه ډول وي، زما دا دواړه جاسوسان به دهغه کلي د وژلو شوو خلکو د خپلوانو په څیر هلته پولوپ ته ورځې او د ستر پادرې تر مخه به حاضریږي او د کلي ټول حال به ورته ا وروي ، ددې وروسته چې دهغوې کوم عکس العمل وی نو دوې به د هغې په هکله ما ته راپور راکړی او بیا به زه دهغوې د راپور په رڼا کې تصمیم نیسم ، او ددې پادریانو او راهبانو د انجمن ، دا د انسانیت د قاتلینو ، په خلاف پلان جوړو اوهغوې ته به د سزا ورکولو په خاطرهلته ورځم .
ددې خبرې سره سم علی پاشا د خپله ځایه پورته ش اوو ویې ویل :
تاسې لږ کینئ زه لږه شیبه وروسته بیرته راستنیږم.
بیا علي پاشا په ډیره بیړه بیرون را ووت ، دهغه د راوتلوو سره پاته ناسته خلکوو د کوژدې په رسم و رواج باندې خبر ې اترې وکړې .
علی پاشا ډی ژر بیرته خپلې خیمي ته راستون شو ، بیا ټول د خیمي څخه بیرون ووتل ، په آسونو سپاره شول او د ریونا د کلي په لور روان شول .
پرلپسې لري…….