کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۶)

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۶)

مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول شپاړسمه برخه لولئ :
پرلپسې***** ۲۷
د رستاک د حویلۍ په میلمستون کې علي پاشا، ریونا ، رستاک ، کیتهنا ، پربیسا او دواړه کوچنیان کندام اوخیسار ټول ناست و او په خپلو منځو کې په خبرو اترو باندې بوخت و چې په دې وخت کې د حویلۍ په دروازې باندې چا ټک ټک وکړ . علي پاشا غوښتل چې دخپله ځایه پورته شي خو دهغه څخه د مخه رستاک پورته شو او علي پاشا ته یې وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ، زویه ! ته کینه ، زه به یې ووینم چې څوک دی ؟
ددې سره رستاک د میلمستون څخه را ووت او دحویلۍ دا نګړ دروازې ته ورغې ، تر لږ څه ځنډ وروسته رستاک بیرته راستون شو ، دهغه سره قادرخان او مظفرالدین دواړه هم ملګری و . دوې ټول میلمستون ته راننوتل ، رستاک علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ! دا دواړه ستا مخبران دي اوستا له پاره یې کوم مهم خبر له ځانه سره راوړې دې ،ما دوې دخپل ځان سره یو ځاې دلته راوړل ، ځکه چې دوې که له یوه اړخه زما او زما دکورنۍ سره پیژنې خو د بله اړخه د نریوس پیژندګلوې هم دې ،ځکه چې ستا د وینا په اساس دوې د نریوس ساتنه اوحفاظت هم کوي .
کله چې قادرخان او مظفرالدین دواړه میلمستون ته را ننوتل نو علي پاشا یې مخته ورغي او دهغوې سره یې په غیږ او ډیره ښه توګه روغبړ وکړ. بیا یې دهغوې دواړو څخه وغوښتل د همدې سره نژدې کیني . کله چې هغوې کیناستل نو علي پاشا دواړو ته وکتل او ورته یې وویل :
زما دوستانو ! تاسو په ډیر ښه وخت کې راغلي یاست ، ماپه ډیره بې قرارۍ سره تاسو دواړو ته انتظار کاوه . ځکه چې ستاسې په نه موجودیت کې څوکسه مخبران د سلطان بایزید له اړخه دلته راغلي و اوپه دې سیمو کې یې د دښمن د نقل وحرکت په هکله زما څخه معلومات غوښته ، نو اوس چې تاسې راغلي یاست د سلطان بایزید له لورې راغلي مخبران لا تر اوسه هم په لښکر کې دې نو زه به اوس هغوې د ټولو حالاتو څخه پوره پوره خبر کړم . اوس نو تاسې ووایاست چې هلته پولوپ ته د تللو وروسته مو څه وکتل اود حالاتو په اړه ستاسې فکر او ارزونه څه ډول ده ؟
کله چې علي پاشا خپله خبره خلاصه کړه نو قادرخان ورته وویل :
پاشا مونږ تاته ډی مهم خبرونه راوړي دي ،هلته پولوپ ته په رسیدو سره مونږ خپل ځانونه نصرانیان ښوولي و ، مونږ د پولوپ د راهبانو اوپادریانو د انجمن د سترو پادریانو کرسپاس اواردیس سره هم لیدنې وکړې ، هغه ته مونږ دا ډاګیزه کړه چې څه ډول د سلطان بایزید جرنیل علي پاشا د یونیسیس کلي محاصره کړ اوپه هغه کلي کې چې څومره د انجمن نمایندګان ، سرتیرې اوغړي و هغوي یې د یونیسیس په ګډون له تیغه تیرکړل .
ستر پادري کرسپاس او دهغه نائب اردیس زمونږ په دې څرګندونو باندې ډیر خفه شول ، هغوې دواړه په دې خبره هم ډیر زیات خفه دي چې دسرویه پادشاه اسټیفن خپله خور ډسپنا د سلطان په حرم کې ور کړې ده . هغوې ویل چې ډسپنا دومره ښایسته نجلۍ وه چې د اروپا هر حکمران غوښتل دهغه سره نژدې والي وکړي خو اسټیفن ډیره بې عقلي وکړه چې هغه یې د سلطان په حرم کې پریښوده ، هغوې دواړو په دې خبره باندې هم ډیر اندیښمن شوې و چې ډسپنا په خپله خوښه د سلطان په حرم کې دورننوتلو هڅه کړي ده .
قادرخان تر دې ځایه لږ څه وروسته تم شو اوبیا یې په خبرو پیل وکړ .
پاشا ! په کومه ورځ چې زه اومظفرالدین هلته ور ورسیدو ،نو دهغې په سبا د پادریانواو راهبانو دانجمن غونډه را بلل شوې وه . په دې غونډه کې د بلغاریه شهزادګان سائرکن او ایکسلا هم ګډون کړې و . دې غونډې دوه ډیرې مهمې پریکړې وکړی :
لمړۍ پریکړه یې داوه چې ډیر ګړندې قاصدان د اروپا ټولو حکمرانانو ته واستول شي ، څوقاصدان یې په ایټالیا کې پاپای اعظم ته هم ور لیږلي دی.تر څو دمسلمانانو پر خلاف نه ختمیدونکي صلیبي جنګ پیل کړل شي ، او په ډیر نژدې وخت کې به د اروپا ټول ځواکونه د مسلمانانو پر خلاف د صلیبي جنګ اغاز وکړي .
هغه دویم وړاندیز چې په دې غونډی کې تصویب شو هغه دادې چې مسلمانان په خپلو منځو کې سره ټکر کړي ،اوس د مسلمانانو دوه ستر ځواکونه دی ، د سلطان بایزید یلدرم اوتیمور لنګ ، څرنګه چې تیمور لنګ د شمالي سیمو د نیولو څخه علاوه دهندوستا ن په نیولو هم مصروف دې، اوهمدا راز غواړې د روسيي په نصرانی حکومت باندې هم ور ودانګي ، نو په دېخاطر د راهبانو اوپادریانو انجمن دا پریکړه کړې ده چې څه داسې لارې چارې خپلې کړل شي چې په هغې کې سلطان بایزیدیلدرم اوتیمور لنګ یو له بله سره ټکر شي. په دې ترتیب سره د مسلمانانو د دواړو قوتونو په خپل منځې جنګ کې دمسلمانان عظمت اود هغوې قوت ټوټه ټوټه شي اوپه هغه صورت کې به د بایزید له اړخه اروپا ته اود تیمور لنګ له اړخه نصر اني روسیي ته ګواښ متوجه نه وی . د دې پلان د عملی کولو له پاره د انجمن د پریکړي په اساس به دبلغاریه دواړه شهزادګان ساېرکن اوایکسلا د خپلو لښکرو سره یو ځاې د تیمور لنګ په لښکر کې شاملیږي ،هغوې همدا اوس هغه لورې ته روان شوي دي، هغوې به هلته د تیمورشا ه په لښکر کې د شاملیدو وروسته دا کار پیلوي ،او زمونږ دسلطان پر خلاف به یې غوږونه ډکوي ، تر څو داسې وخت راوړي چې د تیمورلنګ ځواکونه د سلطان په مقابل کې صف ارا کړی ، بس دغه دواړه تجویزونه دی چې د پادریانو اوراهبانو انجمن پرې فکر کړي او اوس پرې په پوره چټکتیا سره عمل کوی .
دقادرخان په دې څرګندونو سره علي پاشا لږ څه ماڼیجن شانته شو .دهغه ددې حالت په کتلو سره ریونا هم ډیره خفه او ورانه ویجاړه غوندې شوه. د ناستو خلکو رستاک ،پربیسا، کیتهنا اونریوس په مخونو باندې هم دخفګان نښې را و ځلیدې ، بیا علي پاشا قادرخان او مظفرالدین ته وکتل او ورته یې وویل :
دوستانو ! زه همدا اوس دخپل لښکر په لور ورځم ، تاسې دواړه هم را سره اوسئ ، د کوچ کولو تر مخه به زه تاسې ته ډاګیزه کړم چې ستاسې د راتګ دمخه مونږ په یوه کورنۍ خبره باندې مصروف و ، زما خور نریوس ،موریې اودواړه کوچنیان پس له دې همدلته تم کیږي ، تاسې یې په خپله هم یاد ساتئ اونورو ملګرو ته یې هم ووایاست . اوس زما دخور نریوس او دهغې دکوچنیانوتر څنګ به تاسې د لته د رستاک د حویلۍ دخلکو خیال هم ساتئ ، اوس را ته ووایاست چې ستاسې د دواړو آسونه چیرې ولاړ دي .
پاشا ! زمونږو ددواړو آسونه بیرون په کوڅه کې ولاړ دي . که څه هم هغه وخت چې رستاک مونږ ته دننه د راتللو وویل نو تر څنک یې دا هم وویل چې خپل آسونه دننه راوړئ او هلته په اخور یې و تړئ، خو مونږ خپل آسونه هملته بیرون تړلي دي . ځکه چې مونږ غوښتل تاته هغه پیغام چې مونږ له ځانه سره راوړې در ورسوو اوبیرته خپل لښکر ته ستانه شو. مونږ اول هملته لښکر ته ولاړو خو کله چې مونږ ته ډاګیزه شو چې ته دلته د محترم رستاک په ځاې کي یې نو مونږ د لښکر څخه را ووتلو اونیغ دلته راغلو . قادرخان علي پاشا ته داخبرې په ډیر درنښت او عزت سره کولي ، ددې سره سم علي پاشا دخپله ځایه پورته شو او قادرخان او مظفرالدین ته یې وکتل او ورته یې وویل :
زه به خپل آس د اخور څخه را پرانیزم اوبیرته به دلته راشم تر څو یو ځاې کوچ وکړو .
قادرخان او مظفرالدین هم را پورته شوي و ،او د خپلو اسونو تر څنګ ولاړ و . علي پاشا په ډیره چټکۍ سره دخپل آس په لور ورغې ،دهغه شاته ریونا هم د میلمستون څخه راوتلي وه، روانه وه.
څه وخت چې علي پاشا خپل آس را پرانسته نو ریونا هم هلته ور رسیدلې وه، هغې دعلي پاشا په آس باندې زین او نور ضروری شیان و تړل ،په دې وخت کې علي پاشا ریونا ته په ډیر غور سره وکتل .نو د ریونا په څیره یې د غم اوخفګان ، هجر او بیلتون نښې و کتلې ، هغه وکتل چې دریونا په سترګو کې د ستړتیا نښې، دهغې په څیره باندې خړوالې …..را څرګند شوې و ، ریونا چې کله دعلي پاشا په لور وکتل نومخ یې لکه په شګو لیکلي تحریر ، بې څیرې انځور ، او د وچو ښاخونو دزیړو را لویدونکو پاڼو په څیر شوي و . علي پاشا غوښتل ریونا ته څه ووایي چې ریونا په ژړیدونکې اواز سره ورته وویل :
علي پاشا! زما حبیبه ! زما دعصمت ساتونکیه ! داسې بریښې چې وخت زمونږ له پاره هره ګړۍ سختیږي ، که چیرې د اروپا ټول ځواکونه د مسلمانانو پر خلاف صلیبي جنګونه پیل کړي نو زه ویریږم چې زمونږ راتلونکې به څه ډول وي ؟ پاشا ! هغه حالات چې دې مخبرانو ووایه ، نو دهغې په مطابق تر څو چې دا خبر بروصي ته سلطان ته ور رسیږي نو هغه به ډیر ژر خپل لښکر د بروصې څخه را واخلي او دې لورې ته به مخه کړي ځکه چې د راهبانو او پادریانو انجمن چې د اروپا ټولو حکمرانانو ته د صلیبي جنګ د پیلامې ترغیب ورکړې نو زه اندیښمنه یم چې په دې سیمو کې به نه پاې ته رسیدونکې صلیبي جنګ و نښلي ، نو علي پاشا! په هغه حالاتو کې به ماته ستا انتظار څومره سخت او د زغم وړ نه وي . علي پاشا ! ما تر ننه له کوم نارینه سره مینه نه د ه کړي او ته لمړنۍ شخص یي چې د ریونا په محبت کې یې . اوپه تا ریونا دخپل محبت ګلونه قر بان کړي دي . علي پاشا ! ته چې هر چیرې ځې زه به نه یواځې ستا د سلامتۍ له پاره لاس په دعا یم خو ترڅنګ به یې په ډیره بې قرارۍ سره ستا د بیرته راستنیدو په تمه یم . علي پاشا ! زما هیله ده چې تر هغې چې د صلیبي جنګونو پیلامه نه وي شوې نو ته هره ورځ دلته راشې ، هر ه ورځ د ماښام ډوډۍ دلته له ما سره یو ځاې وخورې ، که چیرې کومه ورځ ته رانشې نو یاد ساته چې زه به په خپله ستا خیمي ته درځم . خوکله چې د صلیبي جنګونو لړۍ پیل شي نو بیا نه پوهیږ م چې ماته به څومره ورځي ، څومره اونۍ ،څومره میاشتې ستا جداي اوفرقت زغمل په کارو ي . هغه ورځي ، هغه اونۍ او هغه میاشتې به یقیناٌ زما له پاره د قیامت د ورځو په څیر وي.
تر هغې چې ریونا خبرې کولې علي خاموشه ولاړ و اوخندل یې ،هغې ته یې لیدل اودهغې دې خبرو خوند ورکاوه . د ریونا د چپوالي سره سم علي پاشا ور ته وویل :
ریونا ! ته زما په هکله اندیښمنه کیږه مه ، حالاتو ، وختونو اوزمونږ دواړو کورنیو اوس ما اوتا یو له بله سره منسوب کړي یو . اوس خو ته زما امانت یې ، زه ستا ساتندوي یم ، زه به ستا هیڅ غوښتنه ټکر نه کړم . واوره ! تر هغو چې د صلیبي جنګونو لړۍ نه وی پیل شوې نوزه له تاسره وعده کوم چې زه به هره ورځ ستا کتلو ته را ځم اوماښامي به هم له تاسره خورم ،ګوره ریونا ! ته اوس زما د وجود یوه برخه یې ،زما د ژوندانه لاره ،زما د ښایست یو اړخ. زه به تا څنګه له یاده و کاږم. لکه څنګه به چې تا ته د صلیبي جنګونو په دوران کې وخت تیرول ګران وي نو همداسې به ماته هم ستا څخه لري اوسیدل دزغم وړ نه دي ، خو ګوره ریونا ! کله چې د قومي اهمیت داسی پيښې مخته راځي نو هره ستونزه او اذیت باید و زغمل شي . ریونا ! زه د اخور څخه لرې شه او د حویلۍ انګړ ته ولاړه شه، چې هلته ټول خلک زمونږ انتظارکوي.
ددې سره یې خپل لاس ور وغځاوه اودریونا څخه یې د آس د واګو د اخستلو هڅه وکړه خو ریونا هغه ته د هغه د آس واګې ورنه کړي. بلکه ورته یې وویل :
زه تاته ستا د آس واګۍ نه درکوم ، زه به ستا اس په خپله تر مرکزی دروازې پورې یوسم وبیا به هلته ته زما په موجودیت کې رخصت شې . ما ته ستا آس تر دروازې پورې بوتلل ستر عزت او ویاړ دي .
علي پاشا په ځواب کې څه و نه ویل ،بس چپ پاته شو .هغه داخور څخه بیرون را ووت اوشاته یې ریونا دهغه د آس واګې نیولې را روانه ده ، دواړه انګړ ته راغلل. هلته د پخوا څخه رستاک ، کیتهنا ، نریوس او نور ولاړ دي ، دهغوې په لور په کتلو سره علي پاشا ورته وویل :
دا د ریونا ضد دې ، وايي چې تر صدر دروازې پورې به زما آس له ماسره وړي ،ما هڅه وکړه چې دهغې څخه د آس واګي واخلم خو هغې را نه کړ .
دهغه په دې خبره رستاک زور وره خندا وکړه اوویې ویل :
علي پاشا زویه ! په دې هکله ستا د صفایی د وړاندې کولو له پاره اړتیا نه شته . زه پوهیږم چې ستا ټول کارونه ریونا د خپلي میني اومحبت اوغوښتنې په اساس په پوره خوشحالۍ سره تر سره کوي ، زما زویه ! دا کار هم باید وشي ، اوس خو هغه ستا امانت دې ، ستا د ژوند ملګرې ده اوستا ماندینه هم .
د رستاک په دې خبره د علي پاشا په ګډون د ریونا پ مخ کې هم دخوشحالۍ نښې را وځلیدې ، بیا ټول د انګړ څخه بیرون را ووتل، علي پاشا په ټولو الوداعي نظر واچاوه ، اوپه اخر کی یې سترګې په ریونا و نښتې،هغه د خفګانه ماته اوپه ویر کې ولاړه و ه او ژړل یې.
بیا دکتلو سره سم علي پاشا په خپل آس سپور شو ،خپل لاس یې ټولو ته وخوځاوه ، او دخپلوملګرو سره یوځاې د لږ ځند وروسته د سترګو څخه پنا ه شو.
***** ۲۸
دسرویه شهزادګۍ ډسپنا په ډیره چټکتیا سره د سلطان بایزیدیلدرم په زړه کې ځانته ځاې جوړ کړ. دغې د حسن اوښایست ملکې په خپل ترک کمه میړه باندې دومره اغیز وکړ چې په ډیرو لږو ورځو کې پادشاه دخپلې نورو ښځو او بیګماتوپه نسبت هغه خپل ځانته ډیره رانژدې او دسلطان ډیره ګرانه اومحبوبه ملکه و ګرزیده .
خو خبره دلته پاې ته و نه رسیده، څرنګه چې ډسپنا د سرویه شهزادګۍ وه ، هغه د مذهب له اړخه نصراني اوعیسایي پاته شوی وه ، هغې په عیسایت کې شراب څښل اولا تر اوسه پورې یې هغه عادت له لاسه نه و ورکړې، نو هغې پادشاه بایزید ته هم د شرابو د څښلو په لور رغبت ورکړ . د ترکیي د قوانینو له مخې شراب منه و او سلطان بایزید په خ پله ډیر پاک نفسې او د پاک ژوند خاوند انسان و ، خو ډسپنا هغه و ښویوه ،او په شرابو څکلو کې یې هم را ونغاړه ، او تر څنګ یې سلطان ته نور هم لذیذ شیان دخوراک څښاک له پاره ورکول چې سلطان پرې ډیر زیات خوشحالیده ، هغې سلطان په داسې عاداتو باندې را واړوه چې دسلطان پلرونو او نیکونو ترې ځان ساته .
که څه هم ډسپنا اسلام منلي و، لمونځونه یې کول او روژې یې نیولې ، خو هغه ونه توانیده شراب څکل پریږدي نودخپل دغه عادت د پټولو له پاره یې سلطان هم په شرابو څکلو را روږدي کړ . او په دې تر تیب سلطان هم دخپلې محبوبې په خاطر په شرابو څکلو پیل وکړ.
یوه ورځ سلطان بایزید په خپله خونه کې یواځې ناست و چې دهغه استاد، برهان الدین ، پرې ور ننوت .د برهان الدین د حالت په کتلو سره سلطان لږ څه وارخطا غوندې شو ،او په سترګو کې یې حیرانتیا او اندیښنو نڅا پیل کړه . هغه کتلي و چې کوم وخت چې برهان الدین دهغه کمری ته را ننوت نو د هغې سترګې د قهر اوغضب نه تکې سرې وې ، دخپل استاد ، برهان الدین، د دغه حالت په کتلو سره سلطان بایزیدډیر اندیښمند او وار خطا شو. هغه د خپله ځایه پورته شو اود خپل استاد سره یې ګرم روغبړ وکړ، خوویې کتل چې د برهان الدین سره په روغبړ کې هغه پخوانۍ جوش او جذبه نه وه ،
برهانالدین دروغبړ نه وروسته په ډیره عاجزۍ سره د سلطان بایزید تر څنګ په خالي ځاې کې کینا ست، او په ډیر ټیټ اواز سره یې وویل :
بایزیده په خپل ځاې کینه .
دبرهان الدین دا الفاظ دومره تحکمانه و چې بایزید سمدستي پر خپل ځاې کیناست ، د کیناستو سره سم هغه غوښتنه وکړه چې د برهان الدین تر څنګ په هغه نژدې ځاې کې کیني . خو برهان الدین ورته په قهر شو، او ورته یي وویل چې :
بایزید یلدرم ! دکوم کار له پاره چې زه راغلي یم نو دهغې له پاره تا ته به کار دي چې زما تر مخ و دریږي . هغه څه چې زه یي ویل غواړم هغه په غور سره واوره ، بایزید یلدرم ! زه خپل فرض پوره کوم خو زما د خبرې منل یا نه منل ستا کار دې، په هر صورت هغه فرض چې زما په غاړه دي زه به دهغې په پوره کولو کې کمې و نه کړم .
بایزیده ! مسلمان حکمران په امن کې د انګبین ، او په جنګ کې د اورد لمبې په څیر اوسي . د خپلو له پاره درحمت باران او ددښمن له پاره دبرق او شعلې په څیر وي.
برهان الدین تردې ځایه د خبرو وروسته لږ څه ودرید او بیا یې خپله ژبه پرانسته ،او ویي ویل :
بایزیده ! دهغو کارونو پیل چې تا کړې نو په یاد ساته چې ستا دهمغو کارونو په وجه نن مسلمان قوم په اوښکو او وینو کې ډوب دې ، په وینو کې لامبي ،د ملت د شوق اوذوق لړۍ نن دخاورو سره خاورې کیږی . بایزیده ! مونږ د هغو خلکو اولاد یو چې سرتیرې او صف ماتونکي و . چې د غرونو او رغونو فاتحین و ،د قوم او ملت ابرو او عزت و او دښمن ته ماته ورکونکې و. چا چې د غشو په باران کې او د تورو په اورښت کې دخپل قوم او ملت تقدیر ، د خپل قوم توقیر او عزت لیکلي دي، او چا چې دخوبونو تعبیر ته د مستندو تحریرونو شکل ورکړې دې .
برهان الدین تردې ځایه دخبرو کولو وروسته بیا تم شو ، او دهغې وروسته یې بیا په نوره هم سخته ژبه باندې وویل :
بایزید یلدرمه ! هغه لار چې تا نیولې ده که چیرې په همغې باندې تل پاتې واوسي نو یاد ساته چې د امبرپار څخه به د لپو لپو باران داسې وحشتونه او غبار را وخوټیږي چې تر مخه به یې سپینه نغمې وهونکې سپوږمۍ ، خندان ستورې ،او د زرو نظام ، دکاڼو ښکار وګرزي ،
بایزیده ! یو د ایمان خاوند ، عادل او منصف سلطان پر زمکې باندې د خداې له اړخه د هغه د نښې په څیر وي. هغه د فطرت له مخې (ظل الله) او د انسانیت له پاره روښنایی وي ، هغه د وخت په تیارو کې د روښانه چراغ په څیر او د مشیت په راز کې د ابن ادم نمایندګې کونکې اوسي .
تردې ځایه دخبرووروسته برهان الدین یو ځل بیا و درید او بیا یې د یوه انقلابې څپې په څیر اواز را پورته شو او ویې ویل :
بایزیده ! زما دې په هغه ذات سوګند وې چې تر مخه یې د اوو اسمانونو هر شې په سجده دې، کومه تګلاره چې تا خپله کړې دهغه څخه د ریښتونولیو سمندر په یوه وینه بیونکې داستان باندې بدل شوې دې . یاد ساته ! تر هغې چې دا حالت وې نو بیا د خداوند قدوس عناصر هم په حرکت راځي ،هغه د بدل شوو موسمونو د تیزو څنډو په څیر را نازلیږی او هر زړه وړونکی او لوړ لاله رخ له ځانه سره یو ځاې تباه کوی. دداسې خلکو او د دا ډول قوتونو تر مخ هغه په هر موړ کې ستونزمن ثابتیږي ، او له خپله ځانه سره هره سترګه نمجنوی . بایزیده ! کله چې یو قوم دداسې حالاتو سره مخ کیږي نو بیا یاد ساته چې د ظلم او تیرې ښکار شوې یو سوالګر،بینوا ګرځي ، زه هیله لرم چې ته به خپل قوم اوخپل ولس داسې حالت ته پری نږدې.
بایزید یلدرم د خپل استاد برهان الدین دا خبرې په ډیر صبر ، او زغم سره اوریدې په دې وخت کې به دهغه په څیرې باندې کله کله نرې غوندې خندا را ښکاره کیده خوکله چې برهان الدین چپ شو نو هغه وویل :
درونده استاده ! ما ته په ډاګه ووایه چې ستا دا اشارې زما دکوم عمل په لور وي ؟ زه تا ته ډاډ درکوم چې زه به خپل قوم او خپل ملت داسې حالاتو ته پري نږدم .
د بایزید ددې پوښتنې په ځواب کې برهان الدین وویل :
بایزید یلدرمه ! اوس خو دا حقیقت د هیچا پټ نه دې پاته ، چې تا دخپلې نوې ښځې ډسپنا په وینا د شرابو څکل پیل کړي دي اوپه خوندورو اولذیذو خوراکونو عادت شوې یې. خو یاد ساته چې که چیرې همدا لړۍ دوام وکړي نو یوه ورځ به ته د خداې د قهر او غضب سره مخ کیږي . بایزیده ! هغه څه چې مې ویل ومي ویل ، په راتلونکې کې به هم زه د ویلو دې لړۍ ته دوام ورکړم . ولو که ته زم دخبرو بده وګڼي، دا ځکه چې زه دا خپله وجیبه ګڼم تر هغې چې زما څټ پرې نه کړې ، تر هغې چې زه ژوندې یم هیڅوک به ما ددې خبرو څخه منه نه شي کړائ .
برهان الدین په دې خبرو کې و چې د سلطان ساتونکې را ننوت ، هغه لمړۍ دسلطان تعظیم وکړ او بیا یې هغه ته په ډیرو ټیټه ژبه وویل : دورنده سلطانه ! د علي پاشا له اړخه قاصد راغلي او ستا په نوم یې کوم ډیرمهم پیغام راوړې دې .
د ساتونکي ددې وینا سره سم برهان الدین دکمرې څخه د وتلوپه حال کې شو بایزید سمدستي د خپله ځایه پورته شو هغه غوښتل چې برهان الدین را ستون کړي خو برهان الدین د غصې څخه تک سور و اوبیرون ووت. دروازې ته د ورسیدو سره سم یې یو ځل بیرته شاته را وکتل اوبایزید ته یې وویل :
بایزیده ! ما خپله دند ه تر سره کړی، هغه قاصد چې تاته راغلي دهغه واوره هغه چې څه وایي هغې ته غوږ شه اوبیا دخپلو فرائضو د ترسر ه کولو له پاره خپل ځان تیار کړه . ددې خبرې سره سم برهان الدین له هغه ځایه ولاړ . خو ددې وروسته برهان الدین په پرلپسې توګه بایزید ته د نصیحت کولو په خاطر را ته . د برهان الدین د تللو وروسته بایزید خپل ساتونکي ته وویل :
هغه قاصد چې زما د زوې علي پاشا له اړخه را غلي هغه ماته را حاضر کړه . تر څو زه پوه شم چې هغه دعلي پاشا له اړخه کوم پیغام راوړي دي .
هغه سمدستي بیرته و لاړ او دعلي پاشا قاصد یې له ځانه سره راوست او دسلطان مخ ته یې و دراوه. هغه لمړۍ سلطان ته احترام اوتعظیم وکړ اوبیا یې غوښتل څه ووایي خو دهغه څخه مخته سلطان بایزید هغه ته وویل :
زما دوسته ! په تفصیل سره را ته ووایه ، چې تا زما د زوې علي پاشا له اړخه څه ډول پیغام راوستي دې .
دسلطان بایزید دپوښتنې به ځواب کې قاصد وویل :
درونده سلطان ! له ماسره د علي پاشا له اړخه ستا له پاره دوه ډیر مهم پیغامونه دی . لمړۍ دا چې د یونان په سیمه ، د پولوپ په جزیره کې چې د راهبانواو پادریانو کوم انجمن کار کوي او دهغوې په بنسټیزو مقاصدو کې دا شامل دي چې د اروپا د زمکو څخه مسلمانان وویستل شی ، دا انجمن دا کار کوي چې هغه مسلمان مبلغین وژني چې د اروپا په مفتوحه سیموکې د اسلام ددین تبلیغ کوي ، دهمدې انجمن سرتیرو د علي پاشا پلار او دوه ورونه هم قتل کړي و. د پادریانو اوراهبان دې نجمن د اروپا د ټولو حکمرانانو څخه علاوه، ایټالیي ته د پاپای اعظم په نوم هم پیغامونه لیږلي دي تر څو هغه هم د اروپا حکمرانانو ته حکم وکړی چې ټول دې د نائکوپولس د ښار په چاپیر کې خپل فوځونه را ټول کړي او دمسلمانانو پر خلاف دې نه ختمیدونکی صلیبي جنګ پیل کړي دهغوې مقصد دادې چې هغه سیمي چې په اروپا کې مسلمانانو سوبه کړي دي دهغوې څخه مسلمانان بیرته وباسي .
دپادریانو او راهبانو د انجمن بل مقصد دادې چې دمسلمانانو دوه ستر قوتونه یو د بل پر خلاف واچوي او په دې ترتیب دهغوې ځواک نشت ا وتار تار کړی . یعني تاسې او تیمور لنګ یو دبل پر خلاف واچوي تر څو د مسلمانانو قوت په خپلمنځي ربړو کې له منځه ولاړ شي او له یوه اړخه اروپا خوندي پاته شي او دبله اړخه د تیمور لنګ د یرغل څخه د روسانو نصراني رژیم خوندې پاته شي .
درونده سلطانه ! دا خو لمړۍ پیغام و ، بل پیغام دادې چې د پادریانو او راهبانو د دې انجمن د قاصدانو په ځواب کې تر اوسه پورې د اروپا هیڅ حکمران کوم عکس العمل نه دې ښوولې ، خوبیا هم تر ټولو لمړۍ د«دلاچیه» حکمران متحرک شوې دې . هغه د دې پادریانو اوراهبانو دپیغام په ځواب کې یو ستر لښکر جوړ کړي دي ، هغه خپل لښکر په دوو برخو ویشلې دې یوه برخه یې په خپله تر قومندې لاندې اخستې ده او بله برخه یې د خپل زوې شهزاده مائریچ تر قوماندانۍ لاندې ورکړې ده . هغوې اوس ددې لښکر دتیارولو نه وروسته دهغو سیمو په لور حرکت کړې دې چې د مسلمانانو په ولکه کې دي. ددلاچیه دپادشاه او دهغه د زوې مائرچ مقصد دادې چې تر هر څه لمړۍ علي پاشا تر حملي لاندی و نیسي ، علي پاشا له منځه یوسي، اوکله چې تاسې د علي پاشا د کومک له پاره هغو زمکو ته ورځئ نو تاسې هم له منځه یوسې اودهغو زمکو څخه مو بیرته را وکاږي . په حقیقت کې د پادریانواو راهبانو دانجمن دلیک په ځواب کې د دلاچیه حکمران او دهغه زوې مائرچ غواړی د نورو اروپایې حکمرانانو څخه مخته شي . هغوې غواړي چې که د نورو څخه د مخه و توانیږی مسلمانان د اروپاي زمکو څخه وکاږي نو بیا به په ټوله اروپا کې او تر څنګ به یې دپادریانو او راهبانو او پاپای اعظم په سترګو کې ډیر ارزښت پیدا کړي .داسې عزت چې په اروپا کې بل چاته نه وی تر لاسه شوې ، بس دهمدې ارادو سره یوځاې د دلاچیه پادشاه د خپل مرکزی ښار څخه را بهر شوي او دعلي پاشا په لور وړاندی تګ کوي .
ددې پیغاونو د اوریدولو وروسته سلطان د ډیرې غصې په حال کې د خپله ځایه پورته شو اوقاصد ته یې ویل :
زه پوهیږم چې تاسې به ستړي یاست ، خو زه به همدا نن د خپل زوې علي پاشا په لورد بروصې څخه حرکت کوم اوتاسوو به زما د لښکرسره یو ځاې د اروپا د زمکو په لور مخته ولاړ شئ.
ددې خبرې سره سم سلطان د خپلې کمرې څخه ووت ، او د لږ ځنډ ورروسته هغه دبروصې څخه د رومیل د ولایت په لورد خپل لښکر سر یو ځاې روان شو .
***** ۲۹
دریونا پلار رستاک او مور کیتهنا دواړه په میلمستون کې ناست و او په خپلو منځو کې یې په څه خبره باندې بحث کاوه چې حویلۍ ته نریوس هم را ننوتله ، د راتلوسره سم کیتهنا ورته اواز وکړ تر څو هملته میلمستون ته ورشي . نریوس هم میلمستون ته ورغله ، هغې په میلمستوون کې شاوخوا ته وکتل او بیایې د ریونا پلار رستاک ته وویل:
تاسې دواړه ناست یاست ، ریونا چیرې ده؟
دهغې دپوښتنې په ځواب کې کیتهنا په ډیر شوقي توګه وویلي چې:
نریوس لورې کینه ! ریونا دعلي پاشا سره دکتلوله پاره هلته ورغلي ده . بس لږ شیبه کې به بیرته را ستنه شي .
نریوس کیناسته او بیا یې د کیتهنا په لور وکتل او وی ویل :
دعلي پاشا سره د کتلو تر مخه خو به یې یو ځل له ماسره لیدلي وې ، په دې خاطر چې علي پاشا دخپل لښکر سره یو ځاې ددې ځایه کوچ کړې دې.
ریونا ته به په رښتیا هم ناهیلي بیدا شوی وی ، زما زړه وایي چې هغه به ناهیلې او ناکامه بیرته راستنه شي. ځکه چې همدا نن سهار سلطان بایزید دخپل لښکر سره هلته را رسیدلي دي، هغه د علي پاشا سره یو ځاې د دلاچیه دحکمران او دهغه د زوې دمقابلي له پاره هغه لورې ته کوچ کړي .
د نریوس په دې انکشاف باندې رستاک ، کیتهنا یو بل ته په حیرانونکي توګه وکتل او بیا رستاک دنریوس څخه و پوښتل چې : نریوس لورې تاته داخبره چا او څنګه را ورسوله؟
په ځواب کې ورته نریوس وویل : درونده رستاک ! تا ته معلومه ده چې زما ورور علي پاشا یوڅوکسه مخبران ټاکلي دي ، دوې نه یواځې زمونږ اوستاسې ساتنه کوي بلکه د علي پاشا په اړه هم ماته خبر راکوي، دهغوې څخه یې یوه ماته وویل چې علي پاشا د سلطان بایزید یلدرم سره یوځاې ددې ځاېه کوچ کړې دې.
د نریوس ددې خبرو په ځواب کې رستاک اویا کیتهنا څه ویل غوښتل چې ریونا په داسې حال کې چې دخپل آس واګي یې په لاس کې نیولې وې راننوتله ، هغه ډیره ستومانه ، حیرانه ، او نا هیلي وه. دهغې ددې حالت په کتلو سره نریوس سمدلاسه د میلمستون څخه را ووتله خو ریونا دنریوس په کتلو سره سمدستي خپل ځان سنبال کړ، دخپل آس واګې یې پریښودې او د نریوس سره غاړه غړۍ شوه. نریوس دهغې مخ او تندې ښکل کړل اوبیا یې ورته په ډیره مینه وویل :
ریونا ! زما کوچنۍ خورجانې ! تا به د علي پاشا لورې ته دتللو دمخه له ماسره یو ځل کتلي وې . نو که چیرې پاشا دلته واي نو زه به هم له تاسره دهغه دکتلو له پاره تللې واې ، علي پاشا خو دسلطان بایزید سره یوځاې ددې ځایه کوچیدلې دې ، زه پوهیدم چې د علي پاشا سره د نه کتلو په خاطر به ډیره ناهیلي شوې يې، زه ستا حال وینم ، زه پوهیږم چې د علي پاشا په نه کتلو تاته ډیردرد او تکلیف پیدا شوې دې ، اول خو لاړه شه اوخپل آس په آخور باندې و تړه ، بیا به په میلمستون کې سره کینو او خبرې به وکړو .
دنریوس په دې خبرو باندې ریونا تر یو ځایه ډاډمنه شوه او ځان یې را ټول کړ . آس یې له قیضې څخه و نیوه او اخور ته یې یوړ ، هلته یې و تړه ، زین یې ترې راښکته کړ ،یوې لورې ته یې کیښود ، اوبیا میلمستون ته راغله اود نریوس تر څنګ کیناسته. په دې وخت کې دهغې مور کیتهنا ورته وویل :
ریونا لورجانې ! ایا رښتیا هم علی پاشا د سلطان بایزید سره یو ځاې ددې ځایه حرکت کړې دې ؟
ریونا چې تر دې وخته پورې يې ځان را ټول کړې و په خندا او مسکا سره وویل:
اې مورجانې ! کله چې زه هغه ځاې ته چې دعلي پاشا خیمه به په کې لګیدلې وه ورغلم ،نوهلته هیڅ نه و. زه نه وم خبره چې علي پاشا دهغه ځایه کوچ کړې دې ، دا خوزه دلته په حویلۍ کې نریوس خور خبره کړم . زما په فکر چې که دعلي پاشا سره وخت وایې نو ضرور به یې ماته دخپل کوچ څخه دمخه خبر راکړې و . زه فکر کوم چې سلطان با یزید یلدرم به په بیړه سره دلته راغلي وې او علي پاشا ته یې موقع نه یې ورکړي، علي پاشا هم خپل خیمه ویستلې او د سلطان سره یو ځاې یې حرکت کړې دې . زه پوهیږم چې دسلطان اوعلي پاشا کوچ به د دلاچیه دحکمران اودهغه د زوې په لور وي، ځکه چې څو ورځي دمخه علي پاشا ماته ویلي و
چې ددلاچیه پادشاه او دهغه زوې د مسلمانانو پرخلاف بغاوت ته ملاتړلې ده . په حقیقت کې د پولوپ د جزیرې د راهبانو اوپادریانو دانجمن چې د اروپا د ټولو حکمرانانو او پاپایې اعظم څخه دمسلمانانو د ځپلو له پاره د صلیبي جنګونود لړۍ د پیل کیدو کومه غوښتنه کړې نو دهغې غوښتنې دپوره کولو له پاره تر ټولو د مخه د دلاچیه پادشاه اودهغه زوې را مخته شوې دي ، دوې دواړه دخپل نوم او شهرت د ډیرولو له پاره غواړي چې ژر ترژره د مسلمانانو سره ټکر وکړي او په یواځي ځان مسلمانانو ته ماتې ورکړي اوهغوې د اروپایي زمکو څخه بیرون کړي ، نو په دې کار سره به هغه د اروپایې هیوادو په منځ کې را وځلیږي او دپلار او زوې دواړو عزت اودرنښت کې به ډیرښت راشي . خو اوس به کتل کیږي چې د دلاچیه حکمران اودهغه زوې مائرچ د سلطان بایزید او علي پاشا په مقابل کې څه ګلونه کري ؟
کله چې ریونا خپلې خبرې خلاصې کړې نو کیتهنا د نریوس په لور وکتل او ورته یې وویل :
نریوس لورې ! ته خو ځانته راغلي یې ، لږ تر لږه خو به دې هغه کوچنیان له ځانه سره راوړي و اویا به دې خپله مور له ځانه سره ملګرې کړې وې. دشپې به همدلته پاته شوي واست ،ځکه چې ستاسې په راتلو سره زمونږ په حویلۍ کې روښنايي را پیدا کیږي . لورې ! هغه زما له پاره دسکون او ارام سبب ګرځي . لورې ! زه پوهیږم چې دعلي پاشا د تللو وروسته ریونا ډیره غمجنه او ناهیلي شانته ده او په کار ده چې همداسې وي ، ځکه چې علي پاشا اوس دهغه دژوند برخه،ملګرې ،منزل ،او ارزو ده. لورجانې ! ما وویل ، ولاړه شه او مور دې اوکوچنیان ټول همدلته راوړه . څو ورځې همدلته اوسئ ، په دې ترتیب به د علي پاشا د تللو سره ستا په شتون کې د ریونا ناهیلي او غم لږ څه را کم شي .
دکیتهنا دخبرو په ځواب کې نریوس غوښتل څه ووایي چې ریونا سمدستي دخپله ځایه پورته شوه او نریوس یې له لاسه و نیوله، را پورته یې کړه او ورته یي وویل :
نریوس خورې ! مور سهي خبره وکړه ، تاسې به څو ورځي همدلته له مونږه سره واوسئ ،اوس را ځه ، چې دواړه خویندې ولاړې شو اوکوچنیان او مور درې واړه له ځانه سره دلته راوړو.
نریوس هم د ریونا ددې وړاندیز ملاتړ وکړ، اوبیا د ریونا سره یوځاې د حویلۍ څخه ووتلي .
پرلپسې لري …..