کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۷مه )

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۷مه )


مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول اولسمه برخه لولئ :

پرلپسې ***** ۳۰
هلته د دلاچیه حکمران اودهغه زوې مائیرچ د مسلمانانو دسیمو په لور د یوه ډیر ستر اوسنبال لښکر سره راروان و . خو دسرحد سره نیژدې سلطان بایزید اوعلي پاشا دهغوې مخه و نیوله. داسې وشول چې سلطان د دلاچیه حکمران او دهغه زوې ته د مسلمانانو زمکو ته د راننوتلو موقع هم ورنه کړه . په دې جنګ کې د سلطان سره دهغه کشر زوې شهزاده محمد هم ملګرې و، نوموړې د سلطان له اړخه بیا ولي عهد وټاکل شو .
کله چې سلطان بایزید ددلاچیه دحکمران لاره بنده کړه نو ددلاچیه حکمران سمدستي په خپل لښکر کې د جنګ ډول وواهه. هغه نه غوښتل د سلطان سره د جنګ په پیلامه کې ډیل وکړي . په حقیقت کې ددلاچیه حکمران اودهغه زوې دا فکر کاوه چې سلطان بایزید د خپل لښکر سره یو ځاې د بروصې څخه دومره لرې واټن وهلي ، دهغه لښکر به پوره ستومانه وي نو دهغوې دهمدې ستومانتیا څخه په ګټي اخستو سره یی غوښتل د مسلمانانو پر خلاف جنګ پیل کړي او په دې ترتیب سوبه خپله کړي . هغه وخت چې د دلاچیه حکمران په خپل فوځ کې ډول وهل پیل کړل اودجنګ له پاره یې صفونه درست کړل . نو سلطان بایزید هم همداسې وکړ ل.
هغه لښکر چې سلطان بایزید له ځانه سره راوړې و هغه یې په دوو برخو ویشلې و یوه برخه یې له ځانه سره او بله برخه یېد خپل زوې محمد په قومندې کې ورکړېوه. اود لښکر هغه برخه چې دعلي پاشا تر قومندې لاندې وه هغه یې دهمغه دقومندې لاندې پريښوده . نوپه دې ترتیب هغه خپل لښکر په درې برخو وویشه .
دسلطان بایزید په لور په کتلو سره ددلاچیه حکمران هم خپل لښکر په درې برخووویشته، منځنۍ برخه یې په خپله قومنده کې واخسته ، ښې اړخ ته یې دخپل زوې مائیرچ په قومندې کې پریښوده او چپ اړخ کې یې یو ښه روزل شوې قومندان و ټاکه . اوپه دې ترتیب يې ځان دسلطان بایزید ، علي پاشا اومحمد په مقابل کې تیار کړ .
په دغه حساس وخت کې چې دواړه لښکر ې یو دبل په مقابل کې دحملي کولوله پاره تیارې وې نو ددلاچیه دحکمران د لښکر څخه یوځوان په داسې حال کې چې خپل آس یې راځغلاوه دمیدان په منځ کې ودرید ، شاید چې هغه غوښتل په یواځې ځان د چا سره مقابله وکړي .
دمیدان په منځۍ برخه کې د رارسیدو سره سم یې خپل آس په یوه ټکان سره و دراوه او بیایې خپله توره په هوا کې پورته کړه او علي پاشا یې دخپلې مقابلې له پاره را وباله .
کله چې دغه راتلونکې د خپلې مقابلې له پاره علي پاشا ته ورغږ کړ نو سلطان بایزید خپل آس و ځغلاوه او دعلي پاشا څنګ ته ورغې ، ولي عهد محمد هم دسلطان په کتلو سره هلته دعلي پاشا لورې ته را وځغاستل . بیا سلطان علي پاشا ته په استفهامیه توګه وویل :
علي پاشا زویه ! داد دلاچیه د لښکر څخه چې کوم کس د یواځې ځان دمقابلې له پاره راغلي دې څنګه جرأت وکړ چې ستا نوم دمقابلې له پاره واخلي ؟ ایا ته هغه د پخواڅخه پیژنې او یا ستا پخوانې دښمن خو نه دئ؟ دسلطان دپوښتنې سره د علي پاشا په مخ باندې مسکا راغله اوویې ویل :
درونده سلطانه ! زه د ډیرې مودې راهیسې دخپل لښکر سره یو ځاې پردې زمکو کې تم شوې یم . په دې وخت کې به څو کسه اواره ،اوباش ،او څو لیوني سپې زما د نامه سره بلد شوي وي نو که چیرې هغه زما نوم دخپلې انفرادې مقابلې له پاره اخلي او ما غواړی نودرونده سلطانه ! ته به وویني چې زه څه ډول ددې لیوني سپې ورمیږ ورماتوم. ددې سره سم علي پاشا په خپل آس باندې د ځغاستې تابیا وکړه او سلطان ته یې وویل :
درونده سلطانه ! زه ددې بلونکې اواز قبلوم اودهغه دمقابلې له پاره ورځم . درونده سلطانه! زه به هیڅکله هم تا ناهیلې نه کړم. زه به د انفرادي مقابلې ددغه بلونکې ځوان څټ ورمات کړم . ددې خبرو وروسته علي پاشا د میدان مینځ ته خپل آس په ځغاسته کړ .
سلطان بایزید یلدرم او دهغه زوې ولي عهد محمد دواړه دخپلو لښکر و سره یوځاې د میدان هغه منځنۍ برخې ته په څو دي چې انفرادې مقابله په کې کیدونکې ده.
علي پاشا په ډیره چټکتیا سره د انفرادې مقابلي له پاره دبلونکې کس تر څنګ دمیدان منځنۍ برخې ته ورسید . کله یی چې ددریدو له پاره دخپل آس واګې راښکودې نودهغه تور رنګې آس په هوا کې د الف په څیر شو . علي پاشا د دریدو سره سم په ډیره مسحورونکي توګه د تکبیر اوازونه پورته کړل . داسې اوازونه چې زړونوته سکون اوارام وربښې ، داسې تکبیرونه چې د توحید بیرغچیانو ته نوې عزم ، نوې ولولې ، نوې همت وربښي.
دخپل لښکر اودخپل زوې تر څنګ ولاړ سلطان بایزید ته دعلي پاشا دا کار ډیر زیات خوښ شو. نوویې ویل :علي پاشا زویه ! زه ستا دې شوق ، دې میلان ، دې ستر همت ته سلام کوم . اې جلیل القدره زویه ! زما دعا ده چې ته په خپل مقابل لورې دیوه قهر په څیر را خپور شې ، اې زما درویش صفته مجاهده ! زما دعا ده چې ته به د الله په فضل او ارادې سره د مقابلې په دې میدان کې کامیاب اوکامران شې.
کله چې دعلي پاشا آس په دوه پښو ولاړ او میدان کې شړنیده نو علي پاشا هم خپله توره د تیکې څخه را وویسته او خپل مقابل لورې ځوان ته یې وویل :
اې ابلیسه ،اې ملحده ، اې د ګیډې غلام انسانه ! خپل نوم دې و ښایه ، تر څو زه دیوه رښتینې او صادق په څیر ستا دګناهونواو تیرې په فصل کې قدم کیږدم. ستا ړوند ځواک ، ستا خپور ور قوت ، ستا جوشیدونکي نا ارامه او نا هیلې ارادی واک ….وخت مه ضایع کوه ، ژر کوه نوم دې را وښیه ، تر څو د مقابلې اغاز وشي ، او ستا دا سهارني نشاتات په شپیني غم باندې بدل کړم .
د علي پاشا په دې خبرو باندې مقابل لورې ډیر زیات په غضب شو اوعلې پاشا ته یې وویل :
بدبخته انسانه ! تا چې لږه موده مخته یو پوره کلي تباه کړ ،نو دهغې کلې دسردار نوم یونیسیس و. زه دهمغه یونیسیس کوچني ورور نیاسیس یم ، په کومه شپه چې تا په تیاره کې په هغه کلي باندې یرغل وکړ زه هلته په کلي کې نه وم موجود. خوعلي پاشا ، دمقابلې په وخت کې به زه ستا هر څه به اضمحلال او زوال باندې تبدیل کړم.
دنیاسیس په دې څرګندونو باندې علي پاشا ډیر خوشحاله شو او نیاسیس ته یې وویل :
که چیرې ستا نوم نیاسیس وي ، اوته زما په لاسو د وژل شوي یونیسیس کشر ورور یې نو بیا خبیثه انسانه ، ځند د څه شې دې ؟ پر ما باندې حمله وکړه اوبیا ووینه چې زه ستا حسب اونسب ، تعصب او کینه څنګه په ذلت باندې بدلوم. او څنګه ستا ذهني اوعقلي ځواکونه مفلوجوم ، د یونیسیس وروره ! دمقابلي پیل وکړه .. لکه څنګه مې چې ستا ورور یونیسیس د شپې په تیاره کې دخپل ځان په مقابل کې بې وسه کړې واو د مرګ کندې ته مې ور اچولي و نو واوره چې دجنګ په دې ډکر کې به ستا حال هم د یونیسیس نه بدتر کړم.
نیاسیس د علي پاشا ددې خبرو ځواب ورنکړ، بلکه دخپل آس قیضه یې کش کړه اوپه علي پاشا باند ې دخپل ټول توان سره را پریوت . په پرلپسې توګه یې پر علي پاشا باندې دخپلې تورې اوډا ل ګذارونه وکړل.په ځواب کې یې علي پاشا هم د یوه وینه تویونکي ، خونړی انسان په څیر پرې خپل یرغل پیل کړ .
د لږ څه وخت له پاره ددواړو لښکرو ترمنځ په میدان کې دغه انفراد ې مقابله په پوره زور و شور سره روانه وه.
علي پاشا اونیاسیس په نوو طریقو سره یوپه بل حمله کوله ، او دخپلو اسونو قیضې به یې ښې اوچپ لورې ته کشولې اویو د بل دختمولو له پاره یې پرلپسې کلک کلک ګذارونه کول . کیداې شې نیاسیس په کومه غلط فهمۍ او دوکې کې پریوتې و . هغه فکر کاوه چې ډیر ژر به دعلي پاشا کار ور ختم کړي خو علي پاشا هغه داسې را نښلولې و چې په خپله نیاسیس د ستړتیا او ستومانۍ احساس وکړ اوتر څنګ یې دفاعي جنګ پیل کړ. خو کله چې علي پاشا خپل توپانې جنګ پیل کړ نو دنیاسیس دم خود له منځه تللې و. اوس نو هغه په خپل مخ کې تیاره ، او مرګ کوت ، هغه ته سوکه سوکه دا را څرګندیده چې خپل ځان د علي پاشا په مقابل کې بې وسه احساسوي ، علي پاشا په ډیر عجیبه انداز کې څو ځلې د تکبیر اوازونه پورته کړل او په نیا سیس باندې لکه د زمرې یه څیر را پریوت ، نیاسیس په پوره توګه دعلي پاشا دحملو لاندې په لړزه کې راغلي و نو علي پاشا ورته وویل :
د هوس شيطانه !زه تر لږه وخته پورې پر تا خپل ې حملې دروم ، ځکه زه وینم چې ته پوره ستومانه شوي ،ستا وجود لړزیږي ،ته سخت ویرې اخستی یې ، زه تاته وخت درکوم چې لږ څه دمه شې ، نو دهغې وروسته به نیاسیس ته وویني چې زه ستا تر مخه د لرې اونژدې تر منځ واټن د تل له پاره له منځه یوسم . نیاسیس ، ځان تیار کړه چې زه یو ځل بیا ستا سره د مقابلې له پاره درغلم ،تا به لږ څه دمه کړې وي اوس نو د نوې سر نه بیا مقابله پیلوو .
ددې خبرې سره سم علي پاشا یو ځل بیا په نیاسیس باندې ورپریوت، نیاسیس خپل ځان پوره بې وسه وکوت، علي پاشا یوځل بیا د تکبیر د اواز په پورته کولو سره خپل ډال د نیاسیس پر خوله وواهه خونیاسیس د خپلې دفاع له پاره خپل ډال دهغه مخته کړ ، څنګه چې هغه خپل ډال را مخته کړ نو علي پاشا دخپلې تورې به واسطه دهغه څټ او اوږي ان ترپښتیو پورې څیرې کړې .
نیاسیس دخپله اسه را پریوت او له منځه ولاړ ، علي پاشا هم دخپله آسه را ښکته شو، ویې کتل چې نیاسیس له منځه تللې دې نو خپله په وینو لړلې توره یې د هغه په کالیو پاکه کړه ، دا ټوله صحنه سلطان بایزید اودهغه زوې ولي عهد محمد دخپل فوځ سره یو ځاې کتله ، نو په دې اساس سلطان دخپله ځانه سره وویل :
زما زویه علي پاشا! د ورک تاریخ لیکونکې به به یقین سره ستا ددې ځوانو جذبو او احساساتو یوه نوې نړۍ ولیکي ، ستا یقین ، ستا بې مثاله توان او تجربه ،او ….به له یوه سره ولیکي ، علي پاشا د اسلام ستر بچیه ! دقلم خاوندان اود تاریخ لیکوالان به ستا د غه جرأت او بهادري چې دخپل دښمن په مقابل کې دې وښوده په زرینو ټکو ولیکي .
علي پاشا زویه ! په انفرادي جنګ کې او په دې مقابله کې تا څومره د جرأ ت اومیړانې داستانونه رقم کړل زه ستا دغه بهادرۍ ، جرأت او میړانې ته سلام کوم.
سلطان تردې الفاظو وروسته چپ شو ځکه چې تر دې وخت پورې علي پاشا خپله توره د نیاسیس په کالیو باندې پا که کړې وه او بیرته را پورته شوې و. په خپل آس بیرته سپور شو ، دخپل آس د قیضئ د راښکلو په وخت کې یې آس ته لښته ورکړه ، اس هم شړیندونکې ،غریدونکې شو او یو ځل بیا یې د الف شکل خآنته ونیو . په دې وخت کې علي پاشا خپله توره په خپل سر اوچته کړه او ددلاچیه و په لور یې وکتل اوپه لوړ اواز یې وویل :
دښمنانو ! ددې نه مخته ستاسو یوجنګجو د جنګ میدان ته راوتلي و چې ماته یې خپل نوم نیاسیس وښود،هغه زما نوم واخست او زه یې مقابلې ته را وبللم، ما دهغه دا بلنه ومنله، اوتاسو وکتل چې ما دهغې ابلیس او شيطان سر له تنې نه پرې کړ.
دلاچیه و ! اوس نو زما وار دې که چیرې ستا سې په پادشاه کې لږ څه غیرت هم وي اویا ستا سې دپادشا د زوې مائیرچ کې څه د غیرت پوټي وي نو زه هغوې دواړو پلار اوزوې ته د مقابلي له پاره بلنه ورکوم . لمړۍ دې د دلاچیه حکمران په خپله زما مقابلې ته راشي تر څو ووینو چې څوک غالب او څوک مغلوبیږي. خو که چیرې ددلاچیه حکمران خپل ځان کمزورې یا زوړ احساسوی، نو بیا دې خپل زوې مائیرچ زما مقابلې ته راولیږي ، اوبیا دې ووینې چې دهغه زوې دخپل لښکر ساتونکې ګرځي او بریالي کیږي او یا زه دخپل لښکر شپون کیږم اومائیرچ مغلوبوم . ددلاچیه خلکو ! که چیرې په تاسې کې لږ څه غیرت هم وي نو خپل شهزاده مائیرچ زما مقابلې ته را وباسۍ.
دعلي پاشا په دې چلینج باندې که له یوه اړخه سلطان بایزید اودهغه زوې ولیعهد محمد خوشحاله و خو دبله اړخه ددښمن په لښکر کې مکمله چپه چپتیا وه، علي پاشا تر یوه وخته پورې د میدان به منځ کې اوخت را اوخت ، خو ددلاچیه دخلکو له خوا کوم غبرګون را معلوم نه شو . کله چې دهغوې له اړخه کوم څوک دمقابلې له پاره رامعلوم نه شو نو علي پاشا دوژل شوي وګړي آس له واګو ونیو او دلاچیه والو ته یې وویل :
ددلاچیه خلکو ! زما په لاسو د وژل شوې خرص لاش پورته کړئ ، دا کار د جنګ د پیلامې تر مخه وکړئ اوکه نه یاد ساتئ چې دجنګ د پیل نه وروسته،ددې خرص لاش به د اسونو د سومونو لاندې ټوټې ټوټې شي . ددې خبرې سره سم علي پاشا خپل آس را وڅرخاوه اودهغه مړ شوي کس اس یې هم له واګو ونیو اودخپل فوځ په لورراستون شو.
کله چې علي پاشا د مړشوې کس د آس سره یو ځاې په ځغاستونکې توګه سلطان ته راورسید ،نو سلطان اودهغه زوې ډیره زیات خوشحاله اوخندا ن وول. بیا سلطان د یوه ډیر مهربانه اوشفیق پلار په څیر علي پاشا ته وویل :
علي پاشا! زما زویه ! په هغه ذات مې سوګند چې د ټولو کائناتو خالق ، مالک او اقا دې ، په دې میدان کې او په دغه انفرادي مقابله کې چې تا دکومې بهادرۍ ، میړانې ، جرأت او زړه ورتیا څرګندونه وکړه ، نو زما زویه ! دا د هر چا د وس کار نه دې ، تا څومره په ښه توګه او په حیرانونکي توګه د دلاچیه خنزیر د ځان لاندې کړ او له منځه دې یوړ. تا دهغې وروسته بل ډیر ښه کار دا وکړ چې ددښمن دلښکر لورې ته دې مخ کړ اود دلاچیه حکمران او دهغه زوې مائیرچ ته دې چلینج ورکړ. سوګند په خداې چې تا دا کار زما د هیلو او امیدونو په مطابق تر سره کړ . علي پاشا ! زما سره الفاظ نه شته چې زه هغه استعمال کړم او د هغې له لارې ستا د جرأت مندۍ ، بهادرۍ او میړانې تعریف وکړم.
سلطان بایزید یلدرم چپ شو نو دهغه زوې ولی عهد محمد په خبرو پیل وکړ .
علي پاشا! زما درونده وروره ! که څه هم ما تر اوسه پورې په کوم داسې ستر جنګ کې برخه نه ده اخستي، خو هغه میړانه او بهادری چې تا وښوده ، نو د جنګ په ډګر کې به دا زما په څیر د یوه نوې راغلي له پاره ډیر ډاډ ورکونکي وي . زما وروره ! ستا سلامتي ، زمونږ له پاره ډیره مهمه ده . زه محمد بن بایزید ستا دې جرأت ، میړانې او بهادرۍ ته سلونه زره واره سلامونه کوم.
کله چې ولي عهد محمد چپ شو ، نو سلطان بایزید یو ځل بیا غوښتل څه ووایي ، خو دهغه دمخه علي پاشا به خبرو پیل وکړ او وی ویل :
درونده سلطانه ! تاسې او ولي عهد دواړو زما دومره تعریف او صفت وکړ لکه ما چې دا جنګ په ځانته ځان سر ته رسولي وي. دورنده سلطان ! داسې بې سره خلک تل د الله بندګانو ته چلینج ورکوي او بیا دداسې اواره او بې ایمانه خلکو څټ پرې کول زمونږ په فرائضو کې شامل دي . درونده سلطانه ! دا خویوه معمولې جګړه وه چې ما په کې دخپلو فرائضو په ادا کولو کمښت نه دې کړې ، زه د خپل خداې ممنون او مشکور یم چې هغه ماته په دې معرکه کې برې را په برخه کړ . درونده سلطانه ! اصل جنګ خو به اوس ددښمن سره وې او مونږ تا ته وایو که چیرې دوې د راهبانو او پادریانو د انجمن پر وینا زمونږ پرخلاف جنګ پیل کړې وې نو دوې به په خپلو دې ارادو کې ډیر ژر پښیمانه شی .
درونده سلطانه ! زما په فکر دښمنان هم د جنګ دپیلامې په فکر کې دي نو په دې خاطر مونږ باید دخپل لښکر تر مخه تیار واوسو .
سلطان بایزید د علي پاشا ددې وړاندیز او فکر سره متفق و ، ، بیا سلطان په خپل ځاې پر خپل آس سپور شو خو ولیعهد محمد اوعلی پاشا دواړه ښي او چپ لورې ته ولاړل او د لښکرو مخې ته ودریدل . دهغه مړشوې خنزیر آس چې علي پاشا له ځانه سره راوړې و هغه یې د لښکر اخری برخې ته و لیږه .
په دې وخت کې سلطان بایزید په نا څاپې توګه دخپل آس مخ د خپل لښکر په لور کړ ، هغوې ته یې په ډیر غور او میني سره وکتل او بیا یې خپلو لښکریانو ته وویل .
زما با غیرته ،سر ښندونکو ، او زړه ورو مجاهدینو !د ستر قوم سترو زامنو ! دغه ستاسې تر مخ ولاړ ستاسو سره ټکر کونکي ، دخپلې غمیزې اوږودونکی ، د ستم او ظلم باران اورونکې ، …خلک ستاسې تر مخ ولاړ دي. غواړي ستاسې د عقیدو رڼا ، ستاسې ارزوګانې او روایات ، ستاسې اسلوب اوکړچار د نفرتونو په توپان اووینه تویونکي تعبیرونو باندې تبدیل کړي .
زما دوستانو! دا هغه خلک دې چې غواړي کوڅي په شاړو ،ویالې په صحراو ، سترګې په مسافرت ،ویراني او دعاګانې مو په هسې پورته کیدونکو هواو باندې ا و زمکه په جهنم باندې تبدیله کړي. زما دوستانو ! پردوې باندې په یوې حملې سره دهغوې هغه دخوبونو انځورونه ، د بې خوبه سترګو د بې نومه غوښتنو په وینه لتاړو ناهیلیو باندې بدلې کړې .
زما دوستانو ! کلي ورانول ، د ابادیو سوزول ، د وینو ویالې بیول ، او دنفرت اوکرکي اور ته پوکې ورکول ددې خلکو کار دې او دوې اوس غواړې تاسې دخپلو زمکو څخه بیرون کړې زه له تاسې سره یو ځاې یم. د خداې تعالي نصرت او کومک هم له تاسې سره دې . زه ستاسو څخه دمخه روان یم ، او دخپل زوې ولیعهد محمد او دخپل ستر جرنیل علي پاشا څخه به مخته په دښمن ور پریوځم ، د جنګ په وخت کې به ستاسې تر منځ اوسم او په دښمن باندې به خپل ګذار ته دوام ورکوم . ستاسې لارې به خوندې اوپاکې کړم . زما ملګرو ! د الله په دې وچې او لمدې زمکې باندې د وخت دتاریخ پوهانو ، د قسمتونو د لیکونکو او دفطرت د کاتبانو او د تقدیر د پاسبانانو په څیر را څرګند شئ ، زه تاسې ته ډاډ درکوم ، چې که چیرې تاسې خپل ستر خداې د نصرت او برې له پاره را وبلئ،او دهمغه په نصرت سره په دښمن باندې ور پریوځئ نو بیا خو به ستاسې برې، ستاسې فتح او کامیابی ډاډمنه شي ، زه دعاکوم چې د خداې نصرت او کومک له تاسې سره وی . الله دې تاسې ته په دې ستر جهاد کې برې او کامیابي در په برخه کړي .
سلطان تردې ځایه د خبرو وروسته چپ شو او بیا یې دخپل آس مخ را و ګرځاوه ،او دخپل لښکر تر مخه سیخ و درید. د لږ ځنډوروسته د دلاچیه حکمران اودهغه زوې مائرچ د یرغل په خاطر خپل فوځونه را مخته کړ ل. سلطان بایزید هم دهغوې د دغه حال په کتلو سره خپلو فوځونو ته د را مخته کیدو حکم وکړ، دمسلمانانو لښکر د حکم سره سم د توپانې باد په څیر را و خوځیدل او مخته راغلل .
ددې سره سم د دلاچیه حکمران او دهغه زوې دخپلو لښکرو سره د وینه تویونکو حیواناتو په څیر د سترګو په رپ کې یرغل وکړ ، دهغوې په ځواب کې سلطان هم د خپل مجاهد لښکر سره د هغوې په سر باندې لکه د خوړونکو مرغانودسیلاب او د توپانې باد په څیر راپریوتل .
ددواړو لښکرو په دې ټکر سره د مرګ ډول هرې لورې ته په وهلو شو . دوحشت او دهشت علامي هرې لورې ته خپرې شوې وې ، ددرد په بسترو باندې دمرګ سیلیو نڅا کوله ، ..
تر ډیره وخته پورې ډیر وینه تویونکې او تباه کونکې جنګ وشو ، بالاخره په دې جنګ کې بایزید یلدرم ، علي پاشا او ولیعهد محمد ددلاچیه حکمران او دهغه زوې ته ډیره بده ماتې ورکړه ، او هغوې د ماتې سره سم په تیښته شول . سلطان بایزید خپل زوې وليعهد محمد دخپل پړاو دخوندې ساتلو سره سره ددښمن په پړاو باندې هم د ولکي کولو له پاره موظف کړې و خو په خپله سلطان بایزید او علي پاشا د دلاچیه دحکمران اودهغه د زوې پسې ولږیدل .
ان تر نژدې لس مایله پورې د هغوې پسې شاته ولاړل ، خو په دې لس میله واټن کې چې ددښمن څومره عسکر ورته مخته را علل هغوې یې یو په بل پسې له منځه یوړل .او په دې ترتیب یې ددښمن دلښکر شمیره ډیره را ټیټه کړه . که څه هم د اروپا په دې زمکو کې سلطان بایزید اوعلی پاشا د دلاچیه حکمران او دهغه زوې مائرچ ته سخته ماته ورکړه ، خو په اصل کې ددلاچیه حکمران او دهغه زوې چې د راهبانو او پادریانو دانجمن په وینا د مسلمانانو پر خلاف راوتلي و غوښتل یې ستره سوبه تر لاسه کړي او په دې ترتیب ورته دهر چا او هرې لورې د عزت او سرلوړۍ سبب وګرځي ، خو دهغوې هر تدبیر ، هره هڅه د ناکامۍ سره مخ شوه ، ځکه سلطان بایزید اوعلي پاشا دهغوې هره هڅه ، هر ځواک او هر قوت د خاورو سره خاورې کړې و، هغوې ته یې ډیره بده او شرمونکې ماته ورکړې وه او هغوې ددې شرمونکې ماتې وروسته د مرکزې ښار لورې ته تښتیدلې و . په دې ترتیب د دلاچیه د حکمران اودهغه دزوې په ګیډه کې چې کوم څه د راهبانو او پادریانو په وینا ور اچول شوي و هغه په موړې باندې بدل شول .
دتښتیدونکو د تعقیب نه وروسته چې کله سلطان بایزید اوعلي پاشا بیرته د خپل لښکر سره یو ځاې هغه ځاې ته راو رسیدل چیرې چې جنګ شوې و، د هغوې تر را تلو پورې ولیعهد محمد د دښمن په پړاو باندې په پوره توګه ولکه کړې وه. هر څه یې چې ددښمن څخه تر لاسه ړ کړي و نو هغه یې د سلطان او علي پاشا له نظره تیرکړل ، بیا دوې درې ړواړه سلطان بایزید ، علي پاشا او ولیعهد محمد سره یو ځاې شول او بیا سلطان علي پاشا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
علي پاشا زویه ! ستا پلان څه ډول دې ، دښمن ته خو مو په ډیره بده توګه ماته ورکړه . زما په فکر چې ددې عبرت اخستونکې ماتې څخه به د اروپا حکمرانانو څه درس تر لاسه کړې وي او په راتلونکې کې به زمونږ په خلاف د راپورته کیدو هڅه ونه کړی .
په دې وخت کې مخکې له دې نه چې سلطان بایزید نور څه وړاندې ولاړ شی علي پاشا ورته وویل :
دورنده سلطانه ! لکه څنګه چې مو پخوا کړي و همغسې اوس هم باید وکړ و ‎. تاسې د ولیعهدمحمد او خپل ټول لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور ولاړ شئ او زه به د خپل لښکر سره یو ځاې همدلته په رومیل کې پړاو وکړم . او دلته به ددښمن په ټولو کړو وړو باندې څارنه کوم .
د علی پاشا دخبرو په ځواب کې سلطان د نفي په توګه سر وخوځاوه ، او ورته یې وویل :
نه علی پاشا ، نه داسې شونې نه ده . دا ځل به تا له ځانه سره یو ځاې د بروصې ښار ته بوځم . خو اوس به مونږ ددې ځایه د نائیکوپولس په لور ورځو ، هلته به د لښکر یوه برخه په ښار کې دننه ځاې په ځاې کړو او خپل سالاران به هلته د ځاې واکمنان و ټاکو. نو همدغه واکمنان به هلته د لښکر سره یو ځاې ددښمن په ټولو حرکاتو باندې څارنه او نظارت کوي . دهغوې سره یو ځاې به د جاسوسانو او مخبرانو یوه ډله هم و ټاکل شي تر څو دوې ددښمن د ټولو حرکاتو او کړووړو په هکله دلته دې مسؤلینوته خبر ورکړی او هغوې یې پرته له ځنډه مونږ ته را ورسوي .
هلته په نائیکوپولس کې د لښکر دځاې په ځاې کولو او هلته د خپلو سالارانو د واکمنۍ وروسته بیا مونږ او تاسو یو ځاې د رومیل د ولایت په لور روانیږو . دهغه ځایه به مونږ رستاک ، دهغه ښځه کیتهنا ، ریونا ، ستا د ورور ماندینه نریوس ، دهغې دواړه کوچنیان او دهغې مور پر بیسا ټول له ځانه سره یو ځاې د بروصې په لور بوځو . هلته به زما ګرانه ! تر هر څه لمړۍ ستا واده د ریونا سره په پوره جوش او جذبي سره تر سره کړو . د هغې وروسته چې کوم کار تر ما پورې اړه لري هغه به وکړم . ځکه چې دغه درې واړه کارونه ستا د مور اوخور ډیر ارمان دې چې تر سره شي ، دهغوې غوښتنه ده چې ستا او دریونا واده ژر تر ژره تر سره شي. برهان الدین هم په ډیره بې قرارۍ سره منتظر دې ، او وایي چې ژر تر ژره د ریونا اوعلي پاشا واده انجام شی . اوس نو زما زویه ! ووایه ، په دې هکله ستا نظر څه دې ؟
په ځواب کې د علي پاشا سر ښکته شو ، تر یوه وخته یې فکر وکړ او بیا یې په ډیر مړژواندي اواز سره وویل: درونده سلطان ! ته ما د زوې به څیر ګڼي ، بلکه خپل زوي را ته وایې، نو بیا خو ماته هیڅ جواز نه شته چې زه ستا د فیصلي پر خلاف کومه خبره وکړاي شم ، دروند ه سلطان ! په دې هکله چې ته څنګه وایی همغسې به وکړم .
دعلي پاشا په دې خبرو باندې نه یواځې سلطان بلکه دهغه زوې ولیعهد محمد هم مسکې شو په دې وخت کې سلطان بایزید یلدرم غوښتل علي پاشا ته نور څه هم ووایې چې دوه آسپ سواره په ډیرې چټکتیا سره دهغوې مخ ته راغلل . اسونه یې ودرول ، را ښکته شول او سلطان ته یې تعظیم وکړ . سلطان هم هغوې وپیژندل . ځکه هغوې د سلطان جاسوسان و. دهغوې لورې ته په کتلو سره د سلطان په مخ کې د تجسس او اندیښنې څه نښې نښانې را څرګندې شوې. بیا ترې سلطان د هغوې ددې را تللو په هکله وپوښتل ، دهغوې څخه یوه ېي وویل :
درونده سلطان ! مونږ تاته یو ډیر بد خبر راوړې دې . او هغه دا چې په اسیا کې د کرمیا حکمران ستا پر خلاف بغاوت کړې او دخپلې سیمې څخه را بیرون شوي او ستا د سلطنت په نورو سیمو باندې د ولکې کولو هڅه کوي ، په حقیقت کې د کرمیا حکمران دکومې غلطي انګیرنی ښکار شوې دې . هغه کتلي چې تاسې او علي پاشا دواړه په اروپا کې په جنګونو مصروف یاست نو هغه ستاسې په نه موجودیت کې غواړي د ځان په ګټه څه کارونه وکړي ،یو شمیر خلک وایی چې د کرمیا حکمران په دې خاطر زمونږ دسلطنت پر خلاف بغاوت کړې چې هغه ته د نصرانیونو له خوا ډاډ ورکړل شوي اودا کار په ځانګړی توګه دهغو نصرانیانو له اړخه شوې چې د تیمورلنګ په لښکر کې ور ننوتي دي او د همغه ځایه زمونږ دسلطنت پر خلاف سازشونه کوي.
د خپلو جاسوسانو ددې څرګندونو په اساس د سلطان بایزیدیلدرم په مخ اوڅیره کې د اندیښنې نښې ډیرې راڅرګندې شوې ، علي پاشا او ولیعهد محمد هم ډیر اندیښمن شول ، خوبیا هغه راغلیو جاسوسانوته سلطان بایزید وویلي.
تاسې دواړه لښکر ځاې ته ولاړ شئ ،تر ماښامه هملته ارام وکړئ ، زه به نن ماښام ددې ځاېه دخپل لښکر سره یو ځاې حرکت کوم.
د سلطان دحکم سره سم هغه دواړه جاسوسان د لښکر ځاې په لور ولاړل ، دهغوې د تللو وروسته سلطان بایزید دعلي پاشا په لور وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا زویه ! خپل یو باوری جاسوس دې خپلې خور نریوس ته واستوه ، او ورته دا پیغام ولیږه چې هغه تر سبا ماښامه پورې خپل ځان ، کوچنیان ، خپله مور او ریونا ، دهغې مور کیتهنا او پلار رستاک ټول تیار کړي ، دوې به ټول زما سره یو ځاې د بروصې په لور کوچ کوي ، علی پاشا زویه ! زه پوهیږم چې د کرمیا حکمرا ن به زمونږ پر خلاف د بغاوت سر راپورته کړي وي. خو زه تاته ډاډ درکوم چې نصرانیان چې دکرمیا دحکمران هر څومره ملاتړ وکړی او هر څومره دهغه هوډ توانمند کړی خو بیا به هم د الله په فضل سره چې ډیر ژر به یې مطیع او فرمانبردار کړم . او اوس خو زما اراده ده چې د کرمیا باغي حکمران ته دددې بغاوت داسې سزا ورکړم چي هغه دټولو سیمو څخه بې واکه او ټولې سیمي یې دخپل سلطنت برخه وګرځوم . علي پاشا زویه ! زما او ستا پلان به داو ي چې ددې ځایه د تللو وروسته به تر هر څه دمخه دواړه دکرمیا دحکمران د بغاوت د ځپلو په خاطر هلته ولاړ شو دهغه د ځپلو وروسته به بیا بیرته بروصې ته راستانه شو او درا ستنیدو سره سم به ستا او د ریونا واده په پوره جوش اوخروش سره تر سره کړو . راځئ چې اوس لښکر ته دخوراک څښاک تیارې وکړو ، ددې وروسته به سبا له دې ځایه حرکت کوو .
علي پاشا او ولیعهد دواړو د سلطان بایزید د وړاندیز سره اتفاق وکړ، بیا هغوې د سلطان سره یو ځاې دخپل لښکر له پاره د خوراک څښاک په تیارولو کې بوخت شول .
په همدې ورځ ماښام کې سلطان بایزید او ولیعهد محمد او علي پاشا ددې ځایه کوچ وکړ ، لمړۍ هغوې دخپلو لښکرو سره د نائیکوپولس ښار ته ورغلل ، دخپل لښکر یوه برخه یې هملته بریښوده او هلته یې خپل سالاران واکمنان و ټاکل او بیا سلطان بایزید دخپل زوې ولیعهد محمد او علی پاشا سره یو ځاې د رومیل د ولایت په لور کوچ وکړ.
پرلپسې لري ……..