کور / سياسي / دخارجيانو د وتلو او سولي لپاره دافغانستان نجات جرګې طرحه

دخارجيانو د وتلو او سولي لپاره دافغانستان نجات جرګې طرحه

 بسم الله الرحمن الرحيم


د افغانستان د نجات جرګه
دلوی څښتن د رضا په يوه خپلواک او متحد افغانستان باندي د افغان ولس د واکمني د افغاني خاوري څخه دهر ډول منظمو او نا منظموپوځونو د وتلو ، درښتيني سولي د ټينګښت، د رواني غميزي دختمېدو اود ژوندانه په ټولو اړخونو کي د اسلام د سپېڅلي دين پر بنياد د ټولنيز عدالت دتأمين په خاطر دا لاندي طرحه دافغانستان دنجات جرګه خپلو ټولو هيوادوالو، په افغان کشاله کي شاملو اړخونو او اړوندونړيوالو مراجعو ته وړاندي کوي.

لومړئ برخه: د جرګې جوړیدل اودندې

دافغانستان د نجات جرګه د ټولو سوله غښتونکو افغانانو هغه ټولنه د ه چې د اسلامیت او افغانیت په ستره لمن کي د دې ملت د ژغورنې لپاره جوړه شوې ده

۱- دا جرګه د جګړې په ټولو خواو د ملي فشار هغه کورنئ قدرت دی چې په هیواد کې د رښتینې عادلانه سولې ټینګولو او د ملي یووالی رامنځته کولو ته لار هواروي
۲- د کار د پیل، تنظيم او چټکتیا لپاره یوه موقته اجرائیوي کمیټه جوړه شوې ده. مهمه دنده یې داده چې دافغا نستان دخلکو، وسله وال مقاومت، دیني عالمانو، سیاسي ټولنیزو کړیو، ملي اجتماعي شخصیتونو او د نورو اړوندو اړخونو سره دا پلان مطرح کړي
۳- د افغانستان د نجات د جرګې ټولې کمیټې او غړي خپل فعالیتونه د خپلو ځایي حالاتو په پاملرنه د دې طرحې سره سم سرته رسوي
۴-د ځایي تشکیلاتو څانګې خپلې سیاسي،تبلیغاتي، ملي او فرهنګي دندې د موقتې اجرئیوي کمټې د څارنې او مشورې په بنسټ په مخ وړي. ټولې موقتي څا نګې به د چارو د ښه تنظیم لپاه دموقتې اجرايیوي کمیټې سره په تماس کې وي
۵- د لومړنئ موسسې غونډې تر جوړیدو پورې د نجات د جرګې ټولې کمیټې موقتي بڼه لري.

دوهمه برخه: د جرګې لو مړنئ موسسه غونډه

۱- د جرګې د ټوو څانګو او غړو یوه بنیادي دنده د هغې موسسې غونډې د جوړولولپاره هلې ځلې دی چې په نسبي توګه د افغاني ټولنې هراړخیز جوړښت او ننني واقعیتونه تمثیلولی شي
۲- د لومړنئ موسسې غونډې د جوړیدو سره جوخت د موقتو کمیټو ټول تشکیلات او دندې پای ته رسېږي.موسسه غونډه په ازاده توګه هغه عالي شورا ټا کي چې دافغانستان د نجات د جرګې ترټو لو واکمن مقام بلل کیږي.عا لي شورا د جرګې لایحه جوړوي ا و په جر ګه کې غړیتوب مني. د عالی شورا له جوړیدو څخه مخکې په جرګه کې غړیتوب او نورې چا رې د موقتي اجرائیه کمیټې له خوا د موقتې لایحې يه بنسټ نظیمیږي

۳- جرګه د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس په مرسته د افغان مقا ومت په ګډون د ټولو کورنیواړخونو سره یو ځای دافغانانو د هغې خپلمنځې غوڼدې دایریدو ته زمینه برابروي چې موخه یې د لنډ مهالي حکومت جوړول دي

درېمه برخه : لڼډ مهال حکومت

د اسلام د سپیڅلي دین، ملي حاکميت او ولسواکۍ پر بنسټ د افغانستان لپاره حکومت جوړول یواځې او یواځې پخپله د افغانانو حق دی. تر څوپور ې چې د مصلحتي جګړو په بنسټ جوړشوي مشران،مداخله ګر ګاوڼډ یان اوقا بض بهرني دولتونه د خلکو دا منل شوی حق ونه مني، په بشپړه توګه د عادلانه او رښتینې سولې راتلل ناشونی دی.
لنډ مهاله حکومت د د وه کلونو لپاره جوړیږي او د اړتیا او وړتیا په بنسټ د یوه سالم نظام په خاطر بنسټیز کارونه سر ته رسوي. لڼد مهاله حکومت به خپل مشروعیت له لویې جرګې نه تر لاسه کوي. لویه جرګه له خپلو غړو نه د ولایتونو د نفوسو په بنسټ یوه کوچنئ شورا ټاکي. کوچنئ شورا هغه مرجع ده چې د لوی جرګې په غیاب کې حکومت ته د اعتماد راې ورکولی شي
دافغانانو د خپلمنځې پراخې غوڼډې د هڅو په ترڅ کې جوړ شوی لنډمهاله حکومت د وخت او شرایطو د غوښتنې په اساس خپلې د ندې مشخصوي. ځینې کارونه یې په دې ډول په نښه کیږي
۱- حکومت دهیواد لپاره نوئ اساسي قانو ن تسوید وي چې په هغه کې به د بشر او ښځو حقونه د اسلامي او ملي اصولود روحیې سره سم خوندي شوي وي
۲- د لنډ مهاله حکومت دنده دا ده جې د هر اړخیزې سولې د تامین او ساتنې به خاطر دهغو قواو سره رغندي خبرې وکړي چې د لنډ مهالي حکومت له جوړیدو نه وروسته د سولې له بهیر نه لرې پاتي شوي وي او د سولې په مقابل کې جګړه ایز ګواښ بلل کیږي
۳- حکومت د خپل ا ڼډولیز بهرني سیاست په غوره کولوسره هیچا او هیڅ بهرني دولت ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان له خاورې نه د بل چا په ضد کار واخلي
۴- حکومت له افغاستان نه دټولو بهرنیو پوځونوا و جنګیالیو د وتلو لپاره په واقعیتونوولاړ پلان طرحه او پلی کوي او په افغاني خاوره کې به ټولې پوځي اډې تړي
۵- حکومت به بې له قید او شرط نه له ټولو زندا نونو نه ټول غیر جنایي افغان بند یان خوشې کوي او هغه زندانونه به تړي چې ددغه شان هد فونو لپا ره دافغا نستان په دننه کې جوړ شوي وي. د جنایي بندیانو برخلیک به د قانون سره سم په لنډ وخت کې ټاکل کیږي
۶- هر ډول تړون چې د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې وي د حکومت له لوري لغوه ا وباطل اعلانیږي
۷- د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس په مرسته به حکومت په ګړندي ډول په درنښت سره د افغان کډوالو د راستنیدولپاه لازمي ګامونه پورته کوي
۸- د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس په مرسته به حکومت د نوي اساسي قانون په بنسټ په هیواد کې د ازادو ټاکنو لپاره زمینه برابروي
۹- د راڼه او سوچه سياست پر بنسټ، د لنډ مهالي حکومت غړي ځانونه په راتلونکو انتخاباتو کې نشي کاندیدولی
۱۰- حکومت د نړیوالو اړوندو سازمانونو په مرسته دهغو کسانو د محاکمې لپاره مقد ماتي کار ونه سر ته رسوي چې د جنګي جرمونو او ملي خیانتونو تور پرې لګول شوی وي
۱۱- لنډ مهاله حکومت د اینجوګانو فعالیتونه د افغانستان د قوانینو لاندې راولي
و من الله توفیق

دافغانستان د نجات د جرګې سره اړیکی

ټیلفون:
001269عبد القدیر مهمند 3537044
عبدالرحیم کبیر
0019096220580  afghannj@gmail.com