کور / هراړخیز / تقليد (Imitation)

تقليد (Imitation)


تقليدپه ډول ډول سېستمونو کي ډول ډول کارول کېږي . تقلید کول پخپله یو هنر هم دی .تقلید د ویناله مخي یوه عربي ګړه ده یاني عربي مصدر دی، چې مانا ئې ده دغاړي هار، غاړي ته اچول .
 او په پښتو کي موږ ورته پېښه او یا دبل چا دکار په ډول کار کولو ته وايو . په شرعیت او فقه کي  د څلوروا مامانو څخه دهریوه چې وه دهغه امام پیروي کولو ته وايي . تقليد په دین کي پیروي ده .
هغه ویل او کول چې زموپیغمبر (ص) پخپل مهال کي سرته رسولي دي، دهغو تقلید پر موږ امت باندي سنت دی .
دا يوه اسلامي روزنه ده .
هرهغه کړه وړه چې زموږ د مجتهدونو له خوا سوي وي او د اسلام پر لار سم وي تقلید ئي عبادت دی .
دا د تقلید یوه نېکه او ښه خوا ده .  


بله خوا د تقليد هغه ده، چې د اسلامي  روزني څخه خلاف وي  یاني ناوړه کاروي تقليد ئې سم نه دی .
د دې څخه ښکار ي، چې د ښو کارو تقلید ښه او د بدو کارو تقلید بد دی .
د لوړو دلایلو څخه داسي څرګندیږي، چې پر تقلید باندي هم امر د کولو سته او هم د نهي امر سته .
امردکولو ئې البته دښه کارو تقلید دی اود نهي امر ئې د بدو اعمالو تقلید دی . تقلید یا پېښه هغه مهال کېږي کله چې یو ه کړنه یا یوه وینامخ کي له مخه پېښهْ (واقع) سوې وي .
که يو شی نه وي پېښ نو تقلید به څرنګه منځ ته راسي ؟
تقلید امر یا حکم نه دی، بلکي  د بلچا د چم کول دي . تقلید په امر  سره تر سره کېږي او یا ئې پخپله انسان د تقلید کلکه غوښتنه کوي . بنسټپالي بل شی نه دی  بېله تقلیده یاني د پخوانیو د کړو  وړو کول او د هغود کولو غوښتنه ده .
د ۱۹۶۰ تم ز کال په شاه او خواکي مي په کابل کې په یوې علمي مجله کي ولوسته! چې یوچا پوښتیلي وه :  ( الله تعالی و خپل بنده  ته د ده د امر نه کولو په برخه کي ډېره سزا ور کوي او که د ده د نهي په کولو سره ؟ )             خو زماد دغي مجلې نوم او دهغه عالم نوم چې دغه ځواب ئې ورکړی ووهېر سوی دی . ده لیکلي وه 🙁 نور نه پوهېږم خو کله چې الله تعلی پر ملکو او شیطان امر وکی، چې بابا ادم ته سجده وکړۍ! ملکو امر ومانه سجده ئې وکړه خو شیطان د الله تعلی له امره سرکښي وکړه سجده ئې ونه کړه .
الله تعلی د ده و         غاړي ته  د لعنت کړې ور واچوله او لعین سو .
خو چې بابا ادم (ع) ئې جنت ته واستاوه او ورته وې ویل  :  


په جنت کي هره مېوه چې خورې هغه وخوره؛ خو دغنومو دانه به نه خورې! یاني نهي سو . سربېره پر دې باباادم (ع) دغه وخوړله، چې دغه یوه نهي وه . خالق تعلی دی له جنت را وایست .
دغه  د باباادم (ع)  جزا  دشیطان تر جزا لږ وه . له دې نه ښکاري، چې له امر څخه د خدای تعلی سرغړونه لو جزا لرې تر نهي  کولو پوري . 


(  والله هو عالم الغیب . ) امر په معروف او نهی د منکر څخه حتمي دی .
شیطان دلته مقلد نه دی بلکي سرغړونکی یا سرپېچونکی د الله تعالی له امر څخه دی .   بابا ادم (ع) مقلد نه دی بلکي د الله تعلی نهي ته ئې غاړه کښې نه ښوده  .


موږ باید د تقلید او نا فرمانۍ توپیر وکړو . دغه توپير ډېره باریکي لري . دا ځکه چې په دواړو کي کړنه او کول موجود دي نو تو پیر ئې یوڅه ستونزمن دی .
د تقلید هنري اړخ : یو مقلد کولای سي، چې د بل انسان خبري په هغه تر تیب وکړي لکه هغه سړی ئې چې پخپله کوي یاني که چیري دغه هنرمند د پردې شاته خبري وکړي؛ نو سړی نه په پوهیږي، چې دا تقلید دی او که واقعیت دی . بل مقلد د مرغانو او ژوو ږغونه باسي، چې ژوي لا هم نه په پو هیږي .بل ډول تقلید د معیوبینو تقلید کوي .


د تقلید بل ډول بیا تقلب کول دي، چې د بلچا دلاسلیک جوړول دي او یا د هغه لیکنه جوړه وي . دغه ډول تقلید ته تقلب وايي، چې په ټولنیزې پښویه کي د منلو وړ نه دی . دغه تقلیدونه چې یاد سووه په نېغه تقلیدونه دي .


بل ډول تقلید هغه تقلید دی، چې خبري او  کړه وړه د تقلید کیدونکي دهغه د مقلد د خبرو او خوځښت سره بېخي توپیر ولري یاني په طنزسره ئې وایي .
او دغسي نور ډېر .
اخستونکځي :ویکیپېدیا، فرهنګ فارسی عمید، د کابل د مجلې نقل قول،      (Islamisches Echo in Europa    dritte Folge)