کور / ترخې خبري / د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو لوى جنايت

د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو لوى جنايت

كه چېرې غواړو چې د مسلمان امت او اسلامي ټولنې ستونزې اوارې كړو، نو كولاى شو چې هغه د علم او پوهې په پراختيا سره اوارې كړو، خو پرته له علم او پوهې څخه نه شو كولاى چې يا خپلې او يا هم د نور امت ستونزې اوارې كړو. زموږ لوى لارښود حضرت محمد (ص) فرمايلي دي، (اطلبو العلم ولو كان في الصين) ژباړه: علم زده كه په چين كې هم وي، بل ځاى فرمايي، (طلب العلم فريضه على كل مسلم و مسلمه) د علم زده كړه په هر مسلمان نارينه او ښځې فرض ده.

خو له بده مرغه زموږ افغاني ټولنه د پرلپسې جګړو له امله له دې لوى نعمت علم او پوهې څخه لرې پاتې شوې او د پرلپسې جګړو له امله مو د ټولنې ډېره برخه بې سواده او نالوستې پاتې شوې. همدا لامل دى چې اوس زموږ ډېرى كسان يا د علم په ارزښت نه پوهېږي او يا هم د ځينو كړيو د لاس اله دي او له همدې امله ښوونځي ورانوي، استادانو ته ګواښ كوي، په معصومو نجونو تېزاب پاشي او يا يې مسموموي، چې په نننۍ نړۍ كې دا تر ټولو لوى جنايت دى. ځكه چې اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پرته له علم او پوهې څخه نه شي كولاى چې پرمختګ وكړي. خو يوازې زما وطن دى چې له داسې پېښو سره مخ دى او افغان ملت له دې پېښو څخه هره ورځ كړېږي.

په دې تېرو څو كلونو كې ډېرې داسې پېښې وليدل شوې. په كندهار كې په نجونو تېزاب وشيندل شول، په پروان او كاپيسا كې نجونې د زهرجن ګاز له امله مسمومې شوې، په فراه، كندهار، ارزګان او نورو ډېرو ولايتونو كې ښوونځيو ته اور ورته شو، د معارف په ميليونونو كتابونه وسوزول شول، چې هر ځل يې د كتابونو د سوزېدو له امله زموږ مقدس كتابونه هم وسوزېدل. خو سره له دې ټولو پېښو چې له هر افغان څخه وپوښتې د داسې پېښو كړونكو ته بد رد وايي او دوى ته د درنې سزا غوښتونكي دي. نو بيا دا پېښې څوك كوي؟

ولې د نجونو د ښوونې او روزنې مخنيوى كوي؟

ايا موږ ښځينه ډاكټرې ته اړتيا نه لرو؟

آيا د دې پېښو د كړونكو مور، خور، مېرمن او يا نور خپلوان نه ناروغه  كېږي، دا به د دوى لپاره ښه وي چې خپله ناروغه مېرمن، يا مور او يا خور ښځينه ډاكټر عمليات كړي او كه نارينه؟

آيا دا د ستونزې حل دى چې موږ ښوونځي وسوزوو، نجونې مسمومې كړو او يا تېزاب پرې وپاشو؟

نه هېڅ كله هم نه، كه چېرې د دې پېښو كړونكي دې ته كومه مقدسه لاره وايي نو په دې هم بايد پوه شي چې د دې كار سزا به الله متعال وركوي. ځكه چې دا له مسلمه امت سره خيانت دى. د ښوونځي سوزوونكى به الله (ج) هېڅ كله هم ونه بښي، ځكه چې په دې سره د الله بندګان د كفارو محتاج كېږي او كه چېرې دا پېښې په همدې ډول دوام ومومي، نو لرې نه ده چې په راتلونكې پېړى كې به موږ متخصصين لكه، ډاكټر، انجينر، ښوونكى او نور ونه لرو، په دې هره برخه كې به بيا داسې كسانو ته اړ وو، چې هغوى به زموږ له دين، مذهب او كلتور څخه نه وي..

په دې ورځو كې يو ځل بيا د كندوز په ولايت كې د يوه ښوونځي په معصومو نجونو باندې زهرجن ګاز وپاشل شول، چې په دې وروستيو څو ورځو کې په دې ولايت کې په دريو ښوونځيو کې د مسموم شوو زده کوونکو نجونو شمېر تر اتيا تنو واوښت.

  هر انسان له يوې مور څخه زېږېدلى دى او هره مور ماشوم زېږوي، كه چېرې موږ ښځينه ډاكټرانې ونه لرو، نو آيا دا به ښه وي چې د زېږون په وخت كې د يوې ښځې تداوي او معالجه د نارينه ډاكټر له خوا څخه وشي او كه به دا ښه وي، چې د ښځې ډاكټرې له خوا څخه يې د زېږون چارې بشپړې شي؟

زه په دې پوهېږم چې هېڅ يو افغان ته به دا خبره د منلو نه وي، نو بيا دا څوك كوي زموږ د وطن او خلكو دښمن څوك دى؟  خو ښكاره خبره ده، موږ ډېر داسې پلورل شوي كسان لرو چې د نورو د خوښې لپاره د خپل ملت د هر څه د تباه كېدو لپاره تيار دي. ځكه چې نور خلك يا په اصطلاح د داسې خيانت كوونكو باداران نه غواړي چې زموږ ملك دې سمسور شي او په دې ملك كې دې زده كړي ځوانان و اوسي، ځكه چې بيا خو د دوى ګټې له خنډ سره مخ كېږي.

نو اې افغانه د خپلې مور او د كورنۍ د تورسرو په خاطر دې، ښوونځي مه سوزوه، ښوونځي مه ورانوه، په نجونو باندې تېزاب او زهرجن ګاز مه شينده، كه چېرې دې د خپلې مور د ناروغۍ او ستونزو غم درسره وي، نو هيله كوو له دې كار څخه لاس واخله، كه چېرې دې د مبارزې نيت وي، نو داسې كار وكړه چې له افغاني او اسلامي اصولو سره برابر وي، نه دا چې (خره ته دې زور نه رسېږي ځل ته يې دې سوټى اخيستى) موږ افغانان زده كړو ته اړتيا لرو، كه چېرې زموږ ميندې زده كړې ولري، هېڅ كله به مو هم اولادونه بې زده كړو او ناپوه پاتې نه شي او هغه وخت چې ميندې زده كړه ونه لري، خامخا به اولادونه هم ناپوه پاتې كېږي. ځكه چې مور له اولاد سره ډېر وخت شته وي او څومره ښه روزنه چې مور اولاد ته وركولاى شي پلار يې نه شي وركولاى. له همدې امله د ميندو باسواده كېدل زموږ له لويو اړتياوو څخه دي چې بايد زمينه ورته برابره شي نه دا چې هغه شته اسانتياوې هم ورڅخه واخيستل شي.