کور / ترخې خبري / کندهاري پنجا بیان د کندهار په ودانولو کي برخه اخلي

کندهاري پنجا بیان د کندهار په ودانولو کي برخه اخلي

موږ  خو په خوبونو کي  لګیدلي شمعي وينو، او هر څه دلته بل رنګه دي، خدمت کونکي ليوني دی،او د وطن  په واقعي درد پوه  اولادونه اوس دلته ( Dead item بي حسه مادي دي).
خو زموږ مبارزه هسي هم د افغانستان د ټولو ورانونکو او وژنکو سره ده. که بهرني، ګاونډي يا دننني وي، دملي ګټو په نوم هر افغان فکرونه کوي، خو پدي وطن کي ملي ګټي نشته، ځکه ټولي ګټي يا ځاني يا بهرني شوي دي. پوهیږو چي اخر به هسي هم ددي وطن واقعي اولادونه چي وطن دجنت نښان په نامه يادوي او يا يي دخدمت دپاره ژوند وقف کوي، اخر به هم پدي وطن کي د قبر ځای نه لري،او د هديره خرڅونکو څخه  به ورته د قبر دپاره ځمکه رانيسي.
مبارزه کيداي شي، ولي دلته ختمه شوي نه ده، مړه به شي خو ختميدی نه شي، او که مړه شي بیا نو نوي اولادونه زيږوي:

او د ساحل خبره:   دا لیونی به د جنون د کوره چيرته لاړ شي
                       ستا د ښایست د لګيدلي اوره چيرته لاړ شي

 
په کندهار کي سوداګريزي مافيا د افغانستان، د کندهار ګټي پخپل مټو کي اخيستي دي، او ددې ګټو په ترځ کي يي نوي قشر، ( یو نوی قوم) را منځ ته کړی دی.(( کندهاري پنجابیان)).

په کندهار ښار کي اوس بي شمیره پاکستاني پنجابي، کندهاري پنجابي شوي دي، هغوی اوس د افغانستان تابیعت ( تذکري) لري. او د کندهار په بيا جوړولوتر افغانانو زیاته برخه اخلي، هغوی په سړک جوړولو، ودانی جوړولو یعني ټولو پرمختیايي او اقتصادي پروګرامونو کي  تر اففانانو زياته برخه اخلي.

افغاني پنجابي وګړي اوس تر زرګونو ډيردي. خو يوازي په کندهار کي نه بلکي په ارزګان هم په ټولو بنسټيزو پروژو کي کار کوي.

په کندهار کي دزياتو(ټولو) بیاجوړوني( ساختماني) شرکتونه  ټول مسلکي او غير مسلکي کارکوني پنجابي دي.
خو په کندهارکی اوس د کندهار اوسيدونکي هم دودانولو دپاره پنجابي په کار اچول کيږي، ځکه چي هغوی په تيرو ۸ کلونو کي  د افغل نستان په کارونو کي ډيره تجربه تر لاسه کړي ده. او افغانان خو ډیره تجربه نه لري، افغاني کارکونکي خو باید د کندهار په څلور لاریو اود عمر جامي دباندي په میاشتو میاشتو لوږي شپي او ورځی تيري کړي.

د يو شرکت د ريس د ملګري څخه مي وپوښتل چي دا شرکتونه ولي پنچابي کارکونکي په کار ګوماري؟  هغه وويل: شرکتونه پنجابي کارکونکو ته پاکستاني روپی ورکوي، ((چي دافغانستان د قوانینو په خلاف کړنه ده)). او زياته يي کړه، چي تذکري هم  شرکتونو په واسطه د کميشن کارانو په لاس دوی ته جوړيږي. تر څو ددوی په کارونو کی خنډ پیدا نشي.

د کندهار سوداګریزه ما فیا کیدای شي ډیر عاید تر لاسه کړي، ځکه چي هغوی ټول پنجابي ( (Sponsor کړي یعني د لګښت ‌ذمه وار دي. او دافغانستان تابیعت يي هم ورکړي دی.

تور لنګانو خو د مهاجرت په وخت کي ټولو افغانانو ته ورته هر څه ورکړل. او افغاني پيغلي او کونډي په لاهور کي فقر او بيخي هيڅ خرڅي نه شوي؟؟ دا په هر حال د کندهار خلګ خو  په زړه ببر خلګ دي. هغوي ته هیڅ ندي پکار چی کار وکړي،  پريږدی هغه پاته دغريب بچي، باید په سړکونو د لوږي شپي او ورځی وکړي، او پنچابي کار وکړي. چي وطن مو اباد کړي؟؟
په ټکسي کي مي د يو پنجابي څخه پوښته وکړه:

د کوم ځای يي؟؟
پنجابی: د خاص ارزګان!!
زه: دلته څه کوي؟ 
پنچابی:سپروايزر یم؟
زه: د څه شي سپروایزر؟

پنجابی :د پوليسو سپر وایزر؟؟؟؟

زه: زویه تورلینګی نه يي؟

پنجابی: يا …. پوليس.. یم.

پنجابي تذکره لرونکي خو کله کله دلته  د ګاونډي استخباراتي شبکو   Reference  ( نسبتي مرجع هم لري). تر څو هغوی ته ژر تر ژره د کار زمینه برابره شي او په کارونو کي ستونزي رانشي……. هو!!

هو!!!!!!!!!!!

ددي ليکني ، د ثبوت دپاره د کندهاري پنجابیانو د تذکرو کاپی او نور اړوند اسنا هم شته:
ايميل: abdulwasibahir@yahoo.com