کور / شعر / پښتانه

پښتانه

پښتانه شر لري اشر نلري
لارښود لري خو خپل لښکر نلري
ملګرو څه وکړو د هغو سره
څوک چې په خپل طاقت باور نلري
سندرې وایي د زړو مړانو
د نن ځواب لره هنر نلري
که غر دی دنګ په سر یې لاره هم ده
خو پښتانه د خپل غر سر نلري
کیسې کوي تل د منګو او  نجونو
خواران په کلي کې ګږدر نلري
خیالونه یې ټول د کړه ماره دنګ دي
کړه مار شاړ دی او س نښتر نلري
وايي څادر سره دې پښې غځوه
هغوی څه وکړي چې څادر نلري
ابولهب دي ټول ژوندي د وطن
پښتانه ځکه پیغمبر نلري
دبام په سر ورخاړي ډېر ستايي دوی
بام خو لا پریږده د کور ور نلري
موږ هر دري شو د لندن کوڅو کې
خوار تولاندوال دسره در نلري