کور / شعر / غزل

غزل

له خندا وي په ملا ماته شین خالۍ
مینه مینه، شرنګاشرنګ وي په مستۍ

له غومبر یې د خوښۍ وږمې را اوري
ګلابي پالنګ ته هسکه ښاپیرۍ

د ښایست په سرو ګلونو کې لوبیږي
د رنګونو په محل کې ګلالۍ

د شیرین الهام خواږه زړونو ته ویشي
د وصال د کاروان مشره پردیسۍ

ښکلې، سپینه، مینه ناکه، غونډه، منډه
موږه غواړو یوه کوتره د ښادۍ

چې د سولې ټیک یې ځوړند په وربل وي
افغانان بیايي په لوري د ورورۍ