کور / سياسي / د افغانستان په ثبات، توازن او انکشاف کې د اسلام رول

د افغانستان په ثبات، توازن او انکشاف کې د اسلام رول

هر دین په خپل وخت کې  د انساني ترقۍ او پرمختګ پر لور یو مثبت حرکت او د مادي او معنوي ښیرازتیا، د انسانانو د داخلي سکون ، د ټولنو د نظم او هیوادونو د ثبات برابرونکی عامل و.


    د اسلام روښانه دين وروستى اسماني برحق دين دى؛ او کله چې د دې هېواد خلکو دا مبارک دين منلى، بيا يې ورسره کلک تړون موندلى او د دوى په اروا او ټولنيز ژوند کې ډېر ژور ننوتى دى .


  اسلام زموږ د هويت تر ټولو عمده توکى او زموږ د اتحاد، يووالي او ځواکمنتيا اساسي عامل دى .


  د اسلام د سپېڅلي دين د ژوندي او دفاعي پوټينشل له برکته؛ دې ملت له ډېرو سترو زبرځواکونو سره مقابله کړې ده او دا هېواد يې متحد او روغ او ملت يې سرلوړى او بريالى ساتلى دى .


  په دې دين کې د دې وړتيا شته، چې د دې ملت د اتحاد، پرمختيا او لوړتيا او د دې هېواد د ثبات او نیکمرغۍ لارې چارې تضمين کړي .


  کله، چې افغانانو پر دين منګولې لګولي؛ بريالي شوي دي او کله چې په احساساتي ډول د نورو په ارزښتونو او شعارونو پورې نښتي دي، له ټکرونو سره مخ شوي او له منځه تللي دي .


  اعلیحضرت امان الله خان، چې د اسلام او غزا نوم يې ياداوه؛ په ځوانه ځوانۍ کې د غازي، بابا، قايد او نورو معززو نومونو خاوند شو او د وخت داسې زبرځواک یې مات کړ چې په خاوره کې یې لمر نه ډوبېده؛ خو چې د شپو خولۍ او درېشۍ تلقين يې پيل کړ؛ بيا يوه عادي سړي ترې تخت او پاچاهي ونيوله او له خپل هغه وطن نه وتلو ته اړ شو؛ چې ده ورسره اورنۍ مینه لرله .


  خلقيان په افسانوي ډول خپلې ژمنې ته متعهد، زړور او د جګړې هر ډګر ته پخپله روان وو؛ خو چې له اسلام او دين سره په ټکر کې راغلل؛ نو ډېر زيات ټوټه- ټوټه او تباه شول .


  دا یوه حساسه مسئله ده، چې د اسلام له سپېڅلي دين نه هم ځينې اشخاص ناوړه استفاده کولاى شي؛ خو دا د انساني فطرت کمزوري ده، چې کله کله هره سپېڅلې پديده د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي . په دې کې د اسلام هېڅ ستونزه نشته؛ بلکې دا د اشخاصو کمزوري او غلطي ده.


  د دیني حکومتونو بېلګې په نوره نړۍ او اسلامي هیوادونو کې تېرې شوي دي . موږ یې داسې بېلګو ته ضرورت لرولکه د رسول الله (ص) په مدینه کې چې د لوړوالي معیار تقوا او د جزا په وړاندې د قریشې جنۍ او یو عادي فرد توپیر نه واو یا د حضرت عمر (رض)په دربار کې یو یهودي او جلیل القدر صحابي حضرت علي كرم الله وجهه په یو شان محکمې ته حاضرېدل .   


  هغه ډول حکومت چې یو څو کسان د کلیسا یا دیني ټولنو په نوم د ټولنې پر ټولو برخو قابض شي او نور خلک خبرو او کار ته نه پرېږ دي، ددې زمانې د مقتضیاتو ځواب نه شي ویلای . 


  د اسلام دین د ازادې ټولنې، مشورتي نظام او د امت رایو ته د مراجعې له لارې د ښه حکومت ډېرې ښې بېلګې لرلې دي، همدا راز مسلمانانو د ګڼ مذهبو ټولنو مشري هم په داسې شان کړې ده؛ چې د هر چا انساني کرامت او حقونه  یې په نظام کې خوندي وو. 


  په ځینو وختونو کې دیني عالمانو د تغلب، وراثت او انحصار په صورت کې هم د ځینو شاهانو پاچهۍ ته روا ویلي دي، خو ممکن په هماغه وخت کې د فساد، فتنې او خونرېزۍ په نسبت دغه یو مناسب کار و. 


  خو اوس ښه لار داده چې د امت او ملت د هر څومره ډېرو خلکو او ټولنیزو ګروپونو نماینده ګي چې د ژوند په مهمو مسلو او سیاست او دولت دارۍ کې شریکه شي، هماغومره به د حکومت مشروعیت زیات شي . داد اسلامي ټولنې په پرمختګ پورې اړه لري او چې څومره ډېر خلک د ژوند او سیاست په مسایلو کې پوهه او دلچسپي پیدا کوي، هماغومره دین او حکومت دواړه د اشخاصو له انحصاره راوځي او د مسلمانانو ډېر وګړي پکې برخه اخلي .


  دا چې په افغانستان کې حکومتونه کمزوري او ولسونه د خپل ژوند او معيشت تېرولو لپاره ډېرو ابتدايي منابعو ته ضرورت لري او هغه منابع هم ورته نه دي تیارې شوې؛ نو کله- کله دوى د خپل مسلمان حکومت پر ضد هم پارول کېداى شي . د امير حبيب الله کلکاني خوځښت يوه دغسې بېلګه وه، چې د مسلمان آمان الله خان پر ضد وښورېده: هغه تر واک نیولووروسته وويل: “زه پيسې په ښوونځيو نه لګوم؛ بلکې ملايانو ته يې ورکوم، چې دعا وکړي او عسکرو ته يې ورکوم، چې قند و قروت پرې وخوري”. په دې خبره کې ډېر ساده ژوروالى پروت دى، که په دې ټولنه کې دې ملا ملګرى و، خلک دې پر ضد نشي پارېداى او که عسکر دې خوښ وساتل؛ ساتنه دې کوي؛ خو دا چې نوموړي نه کاري ټيم لاره او نه يې ددغو دوو ګروپونو د خوشاله ساتلو لپاره کافي منابع لرلې؛ نو ولس دده پر خلاف له نادرشاه سره ودرېد او دده حکومت يې چپه کړ.


  سربیره پر دې، چې اسلام د فرد او ټولنې په جوړولو کې بنسټيز رول لوبولى او لوبوي يې، د هېواد د بقا، ثبات او ساتنې لپاره هم تر ټولو ټینګ بنسټ دى .


  متاسفانه هغه توره، چې د افغاني فاتحينو سره وه، په وروستيو وختونو کې دوى کېښوده او دا يوه لويه کمزوري ده. فکر کوم چې دا هم د انګریزانو دسیسه او مهارت و؛ چې موږ یې خلع سلاح کړو او زموږ نه یې اساسي دفاعي عامل واخست او پاکستان ته یې ورکړ. 


  پاکستان اوس هغه ستراتېژي د خپلې بقا او عظمت لپاره کاروي، چې افغانانو هېره کړې او پرېښې ده. د پروېز مشرف په شان يو سيکولر سړى هم په خوله د امت خبرې کوي؛ خو په موږ کې  ځینې کسان لیبرالیزم، سیکولریزم، ډموکراسي او کمونېزم زمزمه کوي؛ او چې پوه شي، ولس ورسره په دغو شعارونو نه ځي؛ نو بيا د روسي او امريکايي عسکرو يرغل ته ښه راغلاست وايي .


  ځینې د پام وړ نورې خبرې دادي :


  – پاکستان، چې دځينو پوهانو په نظر د اسلام په نوم د عظمت غوښتنې ستراتېژي پر مخ بيايي، غواړي د هندوکش لوړې څوکې او امو سیند په لومړي قدم کې خپلې پولې کړي او بیا د ټولې اسلامي نړۍ د تسخیر یا کم تر کمه مشرۍ خیالونه وپالي . موږ ترې څنګه ځان داسې وساتو، چې اسلامي وروري او ښه ګاونډیتوب مو ورسره ټينګ وساتل شي؛ خو ملي ګټې او ملي استقلال مو زيانمن نشي .


  – د ايران ولايت فقيه زموږ دافغان شیعه ورونو لپاره په سیاسي برخه کې ولايت فقيه نه دى . موږ باید خپل افغان شيعه وروڼه دې لور ته وهڅوو، چې خپل مشران تر ایراني هغو لوړ وګڼي . دا کار په تاريخ کې بېلګې لري او شیعه افغانانو د صفویانو پر ضد .چې د سیاسي مشرۍ تر څنګ یې شیعه مذهبي مشري هم په لاس کې وه، په داسې مېړانه د نورو افغان ورونو په څنګ کې مقابله کړې ده؛ چې تاریخ یې کمې بېلګې لري .


  – عربستان، ترکيه او مصر هغه هېوادونه دي، چې د مسلمانانو مشري يې کړې ده، اوس هم ښکاري چې مشران او سیاسیون یې دغه مشري غواړي او له دې سره لېوال نه دي، چې نور اسلامي ملتونه او د هغوی په منځ کې افغانان دغه مقام ته کانديد شي .


  – د څو تنو له خوا د اسلام په نامه د يوه انحصاري حکومت جوړولو مسئله هم د پام وړ ده، چې د نورو د محرومولو له لارې خطرناکو انتقام پالنو ته لار اواروي . ديني عالمان، پوهان او د هېواد خبرګان بايد پرې فکر وکړي او د حل او مخنیوي لارې ورته پيدا کړي .


  – دا سمه ده چې د اسلام دين د نړيوالې مشرۍ قابليت لري؛او د هر مسلمان دنده ده چې د اسلام د اعتلا او نړیوالو ته یې د رسونې لپاره جدوجهد وکړي؛  خو غربيان، چې عملاً يې د نړۍ مشري په لاس کې ده او ددې مشرۍ لپاره وسايل، اداره، اراده او منابع لري، نه غواړي، چې دغه ځاى ترې مسلمانان ونيسي؛ نو افغانانو ته په دې کې کم تر کمه په سیاسي برخه کې احتیاط پکار دی، چې په دې وخت کې، چې لا مسلمانان په مجموع او افغانان په ځانګړي ډول په کمزوري حالت کې دي، دغسې لويې او له وخته مخکې خبرې او دعوې وکړي . د يو ارمان په توګه دا ښه خبره ده، چې د نړۍ مسلمانان متحدشي او يو نړيوال خلافت جوړ کړي؛ خو ددغه ارمان لپاره لا ډېره اوږده موده او لوی مزل په مخ کې پروت دى، او افغانان باید په یوازې توګه ددې لویې قربانۍ د لومړۍ لیکې پیاده عسکر نه وي .


  – همدا راز کېداى شي د نړۍ حالات داسې لوري ته لاړ شي، چې دينونه او پیروان یې د لا زیات تفاهم پر خوا حرکت وکړي؛ او د مسلمانانو يو والى بيا چاته خطر نه؛ بلکې د تفاهم او نژدې والي لپاره يوه اسانتيا ښکاره شي . اسلام د دغسې نړیوال تفاهم د جوړولو استعداد او تجربه دواړه لري .


  موږ بايد خپل اسلامي هويت وساتو، ويې پالو او پرې ووياړو؛ خود اسلام د اصولو سره سم د نورو تمدنونو، د ينونو او ملتونو سره د لا ښه تفاهم لپاره کار وکړو او ګاونډيانو، سيمې او نړۍ ته ډاډ ورکړو، چې زموږ هېواد او دین د هېچا له خوا د هېچا پر ضد نه استعمالېږي . 


  دا چې ګاونډیان مو هم زیاتره اسلامي هیوادونه دي، نو کیدای شي د اسلامي ورور ولۍ او ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې د دوی له دولتونو، ولسونو، دینې، ټولینیزو او فرهنګي ټولنو او سازمانونوسره د متقابل درناوي او متقابلو ګټو د پرنسیپونو پراساس ښې اړیکې ټېنګې کړو او ورسره ویې پالو. 


  له دین نه لیرې والی مډرنیزم او پرمختګ نه دی، بلکې یوه اشتباه ده، چې کله خوش باوره خلک فکر کوي، د دین نه په لیرې والي کې به دنیایي پرمختګ چټک شي . ختیځ او لویدیځ دواړه دغسې تجربې لري او په لږ توپیر دواړه د دینونو د متحدونکې رول تر پېژندنې وروسته بېرته دین ته راګرځېدلي دي، خو په لږ توپیر.


  اروپااو امریکا چې څومره سیکولر ښکاري، رهبران او مفکرین یې دې نتیجې ته رسېدلي، چې له یوې معنوي تکیه ګاه پرته دوی د نړۍ په منځ کې خپل تبارز او لوړوالی نه شي ساتلای او وایي چې عیسوي معنویت د غربي تمدن د ساتلو تضمین دی . د دوی هوښیاري داده چې ملا یې په کلیسا کې په دروند معنوي حالت کې کېنولی او سیاستمدار یې ترې مشوره اخلي . کله چې د قوې او زور استعمال ته ضرورت پېښ شي، سیاستمدار یې کوي؛ خو د رحم او جوړ جاړي خبرې یې له کلیسا نه را پورته کېږي .  د سړې جګړې پر مهال د امریکا تر ټولو پیاوړي ولسمشر رونالډ ریګن دویم پاپ جان پال ته ویلي و، چې بې دینه کمونیزم به له منځه یوسي، خو د یوه عیسوي  یو څاڅکی وینه به هم پکې تویه نه شي . په هغه وخت کې پاپ حیران و، چې ریګن څومره خیال باف دی، خو چې کله ورته معلومه شوه، چې کمونیزم د یو نیم میلیون افغان مسلمانانو په وینو مات شو او تر دوی یې امریکا او لویدیځ ته څو چنده ګټه وکړه، نو پاپ ومنله چې ریګن واقعاً د دوی اتل دی .


  زما یو ملګري په هند کې يې لوړې زده کړې کړې دي . ده ویل چې یوه ورځ په علمي سیاحت تللو؛ په لار کې د کومې مذهبي ورځې د جشن په خاطر لاره بنده وه . دی وایي کله چې د دوی پروفیسر دغه مېله ولیده، چې ټول خلک بیړه کوي چې بت ښکل کړي، نو دی هم په بیړه له موټر نه ښکته شو او په منډه ورغی، او بت یې ښکل کړ. کله چې بېرته راغی او محصلینو ترې په حیرانتیا وپوښتل چې له دومره پوهې سره بیا هم دى یو بت ښکلوي؟ د پروفیسر ځواب یې داو: په همدې عنعناتواو همدې دین د هند نا متجانسه ټولنه چې سلګونه ټولنیز ګروپونه پکې ژوند کوي، راټوله او متحده ده او دا کار زموږ د وحدت او د هیواد د ثبات لپاره ضرور دی، که نه نو پروفیسر ویل چې په یوه عالي او واحد خالق عقیده لري . که هندي پروفیسر د خپل ملت د اتحاد لپاره دغسې کولای شي، نو په دې کې زموږ لپاره څه زیان دی چې د خپل برحق دین ساتنه او پالنه وکړو او عملي یې کړو.  متاسفانه زموږ نیمه – باسواده ځوانانو له دین سره کله کله داسې افراطي برخورد کړی دی، چې دې هیواد او ملت یې ډېره لویه او درنه بیه ورکړې ده .


  په مسلمانو هیوادونو کې هم څپه بېرته د اسلام پر لور راوګرځېده، هغه ترکانو چې د اتاترک په وخت کې په نامه ملا ژوندی نه پرېښوده، اوس یې اکثریت خلک اسلام ته رایه ورکوي . مصر، پاکستان، الجزایر، سعودي او زیاتره اسلامي ملتونه اوس په دې پوه شوي، چې اسلام نه یوازې ددوی د اخروي بري تضمین دی، بلکې د دنیوي نیکمرغۍ او هیوادني ثبات، اتحاد او پرمختګ لومړنی او اساسي فکټور یې هم دی .


افغان مشران، سیاستوال او مفکرین باید دې ته جدي پام وکړي او د اسلامي تعلیماتو  کلیدي او اساسي رول تل په خپلو سیاستونو او پروګرامونو کې په پام کې وساتي .