کور / تازه خبرونه / په مصر كي د افغانستان بي روزګاره لوي سفير

په مصر كي د افغانستان بي روزګاره لوي سفير

پتمنو لوستونكو پورته سرليك د يو خواخوږۍ اعلان دي كه سوګ خواخوږي وي چي په مصر كي د افغانستان لوي سفير حفيظ الله ايوبي ته كار پيدا كړي نو دا كا ر به نه يواځي دا چي سفير لا بي كاري وژغوري بلكي دلته محصلين او ټول افغان ولس به د شرمولو خلاص كي …ايوبي صيب چي له كلنه مصر ته راغلي نو په خپل دفتر كي په كمپيوټر كي ګيم . لوبي . كوي ….او چي له دي ستړي شي نو بيا د هندو كار ته لاس واچوي ..وايي چي هندو اوزګار شي نو بيا خپلي (….) تلي..نو سفير هم د بي كاري نه افغان محصلينو تر منځ نفاق تغصب ته لمن وهي ..دي يو پخواني متغصب فاشيست دي چي نه يي خواښيږي چي افغان محصلين سره يوځي وي , مصر ته په راتګ ايوبي صيب د محصلينو ترمنځ د تعصب او نفاق چغه وهلي ووه او چي اوس يي د تلو شيبي دي بيا يي هغه اواز پورته كړي دي ,خو داځل يي په مصر كي د افغان محصلينو دملي اتحاد په ضد د څو فاشيستو او متعصبو محصلينو په مرسته يي څو ورځي وړاندي د شپي د مخي د ناكام تو رانقلاب هڅه كړي , چي د څو د ټوپكمارانو پاټكيانو د خپل خپلوانو محصلينو په غوښتنه يي د اتحاد ټاكني په بي قانونه او بي اخلاقه او په خپل سر كري , چي نه يواځي داكار د محصلينو ترمنځ د نفاق او ديو بل نه د كركي سبب شو بلكي د هغو تر منځ يي د توكم , سم او حزبي تغصباتو مړ اوور لړلي , كه څه هم چي د افغان ملي اتحاد برهال دي او ريس خپلي چاري پر مخ بيي خو يو لړ افغان محصلين له اتحاد نه د سقير په دغه كميډي ډرامه وتلي , د يادوني وړ ده چي سفير د هغه چا سره ولاړ دي چي د افغانستان ستر رهبرانو ته يي كنځل سپك اورد په ډاګه ويلي او په مصر كي د افغان محصلينو له لوري له اتحاد نه شړل شوي , خو شفير ته ګران دي ځكه دي وايي زه يو ډيموكرات سړي يم او د بيان ازادي د هرچا حق دي , نو چي داسي ده بيا غوږشه سفير صيب له كلنه چي ته مصر ته راغلي يي تا افغانستان ته او دلته محصلينو ته څه كړي , ايا تاسي د اختر په ورځ محصلينو ته يو چاي وركړي , تاسي كومه ملي ورځ لمانځلي ..تاسي په مصر كي به كوم نندارتون كي د افغانستان د نوم لپاره ګډون كړي ,,تاسي د عربي نړي په رسنيو كي د افغانستان په اړه د منفي نظر په اړه كوم رد فعل ښولي , تاسي په دا 3 كالو كي كومه لاسته راوړنه لرلي .
په بي وزله افغان محصلينو مو د حكومت له خوا د مرستي پيسي قطه كړي , او د توپكيانو فاشيستو او شوليانو ځامنو او خپلوانو ته مو وركړي . كه څه هم د دوي په كتاركي يو څو محصلين د غلطي نه له دغه حقه برخمن دي .
د محصلينو په يو سند ټاپه كولو 10 امريكايي ډالره اخلي . د محصل پاسپورټ د يو كال لپار په 25 ډالرو تمديد كوي , چي بايد د محصل نه داپيسي نوي اخستل شوي .
چي كاش دغه پيسي بيرته په سفارت لګول شوي وي په سفارت كي د ملت د بابا د وخت كرسي پرتي دي چي د كيناستو سره تري د ګرد لوړه پورته شي ,
سفير صيب خپل خوريين په رسمي بورس له افغانستان نه راغوښتي ول او بيا يي استرليا ته له دي ځايه په كم چل ليږلي چي په دي سره يي د 2 افغان محصلينو د زد هكړي چانس ضايع كړي ,
اوس هم د سفارت 2 دپلوماتان د مصر په پوهنتونونو كي په رسمي بورس درس وايي چي دا په اخلاقي او قانوني توګه نا جايز كار دي , او ډيري محصلين چي له پوهنتون نه فارغ دي او ښه استعداد لري او غواړي چي لوړي زدهكړي تر سره كړي خو سفارت هغو ته چانس نه وركوي , سفارت تعليمي بورسونه يواځي د شمالي ټلوالي په پلويانو ويشي . لكه د قاهري پوهنتون كي چي 40 محصلين دي چي يواځي يو څو محصلين په دوي پوري نه دي تړلي .
د كويت له خوا تعليمي بورسونه ويشل كيږي چي د كلونو راهيس يواځي يو توكم او د2 شمالي ولايتونو محصلين راځي اوس مهال 40 محصلين شته چي 1 محصل د لومړي ځل لپاره د لغمان ولايت پكي راغلي .
نو سفير محصلينو لپاره هيڅ هم نه دي كړي بلكي د هغو ستوزي يي لاپسي ډيري كړي.

د افغان محصلينو ملي اتحاد د محصلينو او افغانسان لپاره دا ټول كارونه چي بايد سفارت كړي وي كړي , محصلينو ته يي د خوشالي
كلتوري ,ترفهي پروګرامونه جوړ كړي په مصر كي په ګڼو كلتوري پروګرامونو او نندارتونونو كي يي د افغانستان د نوم د ښه كولو لپاره كار كړي , د محصلينو ستونزي يي حل كړي , او په مصر كي يي افغان بيرغ په مختلفو ډګرونو كي اوچت كړي ,
اوس مونږ افغان محصلين په مصر كي له كرزي صيب له نورو ملي او وطنپالو چارواكو څخه هيله كوو چي دا متغصب سفير محكمه كړي او په ځايي يو ملي او وطنپاله سفير مصر ته را وليږي چي افغان محصلينو ته په يو سترګه وګوري .