کور / سياسي / د تیلو، پیسو او ځواک په لټه کې (د رحمت اريا ژباړه )

د تیلو، پیسو او ځواک په لټه کې (د رحمت اريا ژباړه )

د رحمت اريا ژباړه :

لنډیز : د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو  له پرځېدا تر اوسه نیږدې دوې لسیزې تیریږي، د شوري له پرځېدا سره جوخت د قطبي شوي نړۍ هغه وروستی څپرکی هم دړې وړې شو چې دوه وو په ایدیالوژۍ او په پرمختللو پوځي وسلو سمبالو مخالفو زبرځواکو په دوه وو برخو ویشلې وه.

هماغسې چې د تأریخ د پاڼو پرمخ د بې شمیرو سترواکیو په حق کې پیښ شوې د شوروي اتحاد نړیدنه هم د ۱۹۸۰ز لسیزې په پای کې خپل حتمي پړاو ته ورسیدله. د سړې جگړې په لړ او د امریکا له متحده ایالاتو سره په کلکې دښمنۍ کې د شوروي اتحاد د اقتصادي بدنې له رگو څخه وینې په بهیدا شوې ، شوروي ځواک د وسلو د ناپایه سیالۍ د مالي ستنې د پیاوړي کولو په لاره کې نور د کړکیچ د گړنگونو پر ژۍ درېدلې وو.

د شوروي اتحاد له پرځېدا سره سم له واشنگـتـن پرته د نړۍ په هر گوټ کې د خوښۍ انگازې خپرې شوې. د امریکا د متحده ایالاتو د اکثریتو دولتي مأمورینو غبرگون له وحشت او ترهورۍ سره ملگری یو غبرگون وو. د امریکا واښې او واڼې ځکه تښتیدلې وې چې له شوروي میرڅمن پرته به ددومره جوړو شویو وسلو له زیرمو، د راټول شوي څارگر لښکر له مأمورینو سره چې لړۍ ېې له سي آي اې پیل د ملي امنیت تر ایجنسۍ، د وسلوال ځواک تر څارگرې ادارې او نورو پورې غځېدله څه وکړي او د هغوی د شتون د حقانیت لپاره به څه کوي؟ په دغه وخت کې ولسمشر جورج ایچ ډبیلو بوش هم د امریکا د  سړې جگړې د ملي امنیت محصول او شکل ورکوونکی وو. له ولسمشر بوش نیولې د هغه تر وروستیو ځای نیونکو پورې ټول دداسې یوې نړۍ محصول ول چې په خپلو هیندارو کې ېې د جاسوسۍ، پټو کړو وړو او ” ددښمنۍ انځور” لیده، هغوی لا تر اوسه په هماغه پخواني خوی او بوی دي، د امریکا د سیاستوالو نړۍ هغه نړۍ وه چې په هغې کې ېې د ” ملي امنیت” تر نامه لاندې د هیواد اساسي قانون، نړیوال پروتوکولونه او کنوانسیونونه تر پښو لاندې کول. کټ مټ د شوري ددولت د خټې او تومنې په شان چې د خپلې څو ملتیزې دفاعي ستراتیژۍ او د انرژۍ د سرچینو د توندې په سکروټو کې پولۍ پولۍ شودلته هم د دولت په منځ کې  بل داسې موازي دولت په چلیدو وو چې هر څه او هر گام ېې د مرکزي کړۍ د کنترول د مقناطیس پر شپول راڅرڅيده، دلته د شوروي د سیاسي بیرو په شان، ددولت  همکارو او همغږو ادارو د هماغه دولت د سیاسي بیرو بڼه غوره کړې وه. د امریکا د پوځي قراردادونو جرړه د امریکا د اقتصاد له هرې جرړې سره تړل شوې وه ترڅو په راتلونکې کې د دایمې جگړې ماشین ورباندې جوړ کړي.

د شوروي اتحاد له پرځېدا وروسته د نړۍ د هژمونۍ یوازینی میراث امریکا ته پاتې شو، اوس د امریکا متحده ایالات ددغې لارې په اوږدو کې له دوه وو با ا لفعلو ستراتیژیو سره مخامخ ده. یوه لاره دا ده چې  امریکا دې د سړۍ جگړې پخواني سیال او میرڅمن ته چې اوس له اقتصادي اړخه دړې وړې دی د اقتصادي دوستۍ تر نامه لاندې لاس ورکړي او ښې اقتصادي اړیکې دې ورسره ټینگې کړي. بله لاره دا ده چې د امریکا تر مشرۍ لاندې لویدیځه نړۍ باید وهڅول شي چې د سړې جگړې د هستوي تعادل د ترهې او کړکیچ په راټیټولو کې گام اوچت کړي او د هستوي لگښتونو پانگې دې د ملکي ژوندانه د سکتورونو د پیاوړي کولو او بډایولو په لاره کې  په کار واچوي ترڅو شته ملکي او ټولنیز بې وزلې اقتصادي بنسټونه ورباندې له سره ورغول شي.

هماغسې چې مسکو د وارسا تړون ړنگ کړ د امریکا متحده ایالاتو ته هم اړینه وه چې د ناتو تړون ېې ړنگ کړای وای ښايي ددغه تړون له ړنگیدا سره سم د اقتصادي همکاریو یو ښیرازه چاپیریال رامنځته شوی وای او ایرو- ایشیا ته به ېې نوې بڼه ورکړې وای او په ډاډ ویلای شم چې دلته به د نړۍ ستر ښیرازه اقتصادي زونونه رامنځته شوي وای.

خو امریکا له سړې جگړې سره په لاس او گریوانتیا کې بله لاره غوره کړې وه. د جگړې پلمې د امریکا د نړیوالې اجندا د منطق په منځټکي کې له ورایه ښکاریدلې، چې په ټولیز ډول یوه جغرافیوي اجندا وه. په نړۍ کې یوازینې زبرځواک د پټوکړو وړو، چلوټو، درواغو او جگړې له لارې غوره بلله چې د ایرو- ایشیا زړه له پوځي لارې تر کنترول لاندې ولري .هغو ډلو او گوندونو چې پنتاگون، پوځي صنعتي بنسټونه، ددویمې درجې بې شمیره قراردادیان او دهالیبرتون د تیلو د کمپنیو په څیر د تیلو سترې کمپنۍ ېې تر څار او کنترول لاندې نیولې وې ټینگار ېې کاوه چې سړه جگړه پای ته نه ده رسیدله اوله ډیریو امریکایانو څخه ژوندي حقایق پټ ساتل کیدل. د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر تر یولسمې نېټې پورې  ” نوې سړې جگړې” بیلابیلې پټې بڼې او له چلوټو ډک تاکتیکونه غوره کړي ول. دغو پیښو د امریکا یوه ولسمشر ته دا وړتیا ور په برخه کړه چې دداسې یوه دښمن پر وړاندې یوه تلپاتې جگړه اعلان کړي چې هېڅ چیرې او هر چیرې موندل کیدای شي، داسې یو دښمن چې د چا خبره امریکايي ژوند بڼه ېې تر گواښ لاندې نیولې وه، دغو پیښو ولسمشر ته دا وړتیا ورکړه چې د ترهگرې پروړاندې  د نړیوالې جگړې تر نامه لاندې هغو قوانینو ته بدلون ورکړي چې گڼې د امریکايي ژوند بڼې د ویجاړولو لامل شوي ول .د همدغې موخې د پلي کیدا لپاره د پنتاگون د قبلې لمونځ کوونو ته د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر په مېاشت کې اسامه بن لادن ښه ځواب وو. و گورﺉ [ لمنلیک1 ]

په ۱۹۸۹ز کال کې د برلین د دیوال له نړیدا وروسته له دولت سره د همغږو او همغاړو رسنیو او د صنتعي شرکتونو د ځواک او د کنترول د پالیسۍ له شامته ، پنتاگون د ټولې نړۍ د نیواک لپاره داسې یوه گام په گام او له احتیاطه ډکه ستراتیژي تر لاس لاندې ونیوله چې یوازې ډیر  لږ کسان ور باندې خبر ول، سره له دې چې د تأریخ ډیرو زبر ځواکونو دغه لاره ازمویلې خو د نړۍ هېڅ زبر ځواک دغې موخې نه دی رسیدلي . د پنتاگون د سیاست په دالانونو کې یوه اصطلاح خوله په خوله کیدله چې ” د بشپړ طیف سوبه ” نومیدله، د دغې اصطلاح له ظاهري بڼې څخه ښکاري چې دوی غوښتل د نړۍ په هرگوت کې پر هر څه باندې د کنترول ولري.

د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر د یولسمې نېټې پیښې ددغې موخې له هیندارې څخه دوړې لیرې کړې ، د پیښې په هماغو لومړیو مېاشتو کې وه چې د امریکا ۴۳ ولسمشر بوش پیښه د یوې پلمې په توگه وکاروله او د ” ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې” تر نامه لاندې ېې د اسلام پر وړاندې جگړې ته لاس واچاوه. خو ډیرو نړیوالو څارگرو ادارو پر دې فرضیې ډډه ولگوله چې د ۲۰۰۱ زکال د سپتامبر د یولسمې بریدونه د ” غلط بیرغ  ” عملیات ول. دغه بریدونه ترهگر بریدونه ول، او له بڼې ېې ښکاریدل چې دا د دښمن یا د کوم مخالف کار دي، د څارگرو اصطلاحاتو په منځ کې دغه ډول بریدونو ته د ” غلط بیرغ” عملیات ویل کیږي. د څارگرو ادارو په اصطلاحاتو کې د غلط بیرغ عملیات هغه پټ عملیات دي چې د دولتونو، شرکتونو او یا نورو بنسټونو له خوا په داسې بڼه پلي کیږي چې ظاهرأ له دولته پرته د نورو بنسټونو له خوا پر مخ بیول کیږي . دغه نوم د غلطو رنگونو د راپورته کولو له پوځي اصطلاح څخه اخیستل شوی دی چې د خلکو د غولولو لپاره د خپل هیواد د بیرغ د پورته کولو پر ځای د نورو بیرغونه پورته کوي. د ” غلط بیرغ د عملیاتو” بیلگې په هیواد کې د کانگرس هغو غړو او رسنیو ته د ډاگ یا پوستې له لارې په انترکس د ککړو لیکنو لیږل ول چې له جگړې سره مخالف ول. هغوی د انترکس د وژونکو لیکونو د  برید دغه پړه په لومړیو کې د صدام حسین پر غاړه په داسې یوه وخت کې واچوله چې د بوش ادارې پرعراق باندې د امریکا د برید لپاره د ولس د ملاتړ د را خپلولو لوڅې پوڅې کولې. خو کله چې د انترکس د سرچېنې د موندنې پلټنه وشوه نو څټه ېې په مریلند کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ له یوه لابراتوار څخه راوختله. بله پلمه د احمد شاه مسعود وژل ول چې امریکا، شمالي ټلوالې، روسېې او د دوی دولت پلوو بې څښتنو رسنیود طالبانو / القاعدې عملیات وبلل. خو د نویو مالوماتو تر رڼا لاندې اوس داسې ښکاري چې د مسعود وژنه د مسعود د منځنۍ  کړۍ د هغو نیږدې کسانو ماره وه چې له مسعود څخه په قهر شوي ول ځکه مسعود په پټه له طالبانو سره د واک د ویشنې د خبرو پر سر سلا شوی وو او دوی ېې له دغو خبرو اترو لېرې پريښودلي ول، ډیره شوني ښکاري چې د مسعود د وژنې تابیا د همدغې کړۍ له پلوه مخکې له مخکې جوړه شوې وي. و گورﺉ : [ لمنلیک 2] 

نړۍ لید : یو روسی شننونکی په خپله شننه کې وايي چې له ۲۰۰۱ز کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې تر نامه لاندې خپل بنسټ کښیښود او دده په وینا د امریکا متحده ایالاتو او ناتو ” د خپل پوڅي، جیو ستراتیژیک، جیو پولتیک او جیو ایکونومیک پل د ایرو ایشیا په زړه کې ښخ کړ، په افغانستان، په ټولې منځنۍ او ختیزې آسیا کې کې ېې د پياوړو پوځي اډو او ځالگیو بنسټونه جوړ کړل” نوموړی روسي شننونکی زیاتوي :

 

” د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې له نامه څخه د یوې پلمې په توگه کار اخیستل کیږي چې تر دغه نامه لاندې په سیمه کې د ناتو او د امریکا د متحده ایالاتو پوځي او تشکیلاتي ماشین جوړ او خپل ناپایه او نا څرگنده  حضور ژوندی وساتي.” و گورﺉ : [ لمنلیک 3] 


[ ورفسنگسکتز4 ] د ۲۰۰۱ ز کال د سپتامبر له یولسمې نېټې وروسته رسنیو ته وویل : ” ددغو بریدونو د پلانولو، او د فرضي ورانیو پراخوالی کلونو کلونو ته اړتیا لري چې پلان شي.” [ ورتابچ 5 ] وویل : ” ددغسې پيچلو عملیاتو پلي کول د یوه دولت د څارگرې ادارې د ” پلانولو” په بنسټ کې جوړیدای شي نه د یوې ” گډ وډې” ترهگرې ډلې په منځ کې چې د بیلگې پړه ېې د محمد عطا تر مشرۍ لاندې په یوې ډلې واچول شوه، عطا په خپله هامبورگ کې خپله زده کړه کوله. په داسې عملیاتو کې باید ډیر کسان ښکیل وي؛ ورتابچ هغو افشا شویو شواهدو ته گوته نیسي چې گڼې دغه بریدونه د ” دولت سمبال شوي اقدامات” ول. 


[ اندریاز وان بیولو 6 ] د جرمني د ولسي جرگې په کمیسیون کې کار کاوه ، کمیسیون د جرمني د څارگرې ادارې پر دریوو پټو خدماتي څانگو ېې څارنه کوله، هغه له ۱۹۶۹تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د [ بوندستگ 7] یا د جرمني د پارلمان غړی وو. وان بیولو [ امریکن فري پرس 8] رسنۍ ته وویل چې دده په گومان د اسراﺋـیلو څارگره اداره [ موساد 9] او [ سي آی اې] د ۲۰۰۱ ز کال د سپتامبر د یولسمې نېټې د بریدونو تر شا لاس درلود. و گورﺉ [ لمنلیک10 ]


د ” ترهگرۍ پر وړاندې” د امریکا په لاره اچول شوې ” جگړه” په نړیواله کچه چا ته د منلو وړ نه شوه. د بېلگې په توگه د جرمني او هسپانېې محکمو چې د جنگي جنایاتو پر وړاندې د نړیوال قضاﺋـي هیـﺋـت د قلمرو دعوی کوي دواړو، د ولسمشر ډبلیو بوش، د هغه د مرستیال دیک چیني، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې کونډا لیزا رایس، کولین پاول او د امریکا د دفاعي چارو د وزیر دانلد رمز فیلد د نیولو حکمونو ورکړي دي او تور ېې لگولی چې د سپتامبر د یولسمې پیښې پر وړاندې د امریکا په غبرگون کې ددوی ونډه د پوښتنې وړ ده.

د ” غلط بیرغ” د عملیاتو د ساز او ساخت پر بنسټ او په یوې دایمي جگړې کې د ښکیل هیواد په توگه د تیلو د پلټلو او د شرکتي گټو د ترلاسه کولو لپاره ، امریکايي حماسې ملي کرښې ماتې کړې ، د خپلواکۍ خیټه ېې و څیرله او د څه د باندې یو میلیون افغانانو او عراقیانو د ژوند ډیوه ېې مړه کړه.