کور / سياسي / امريکا:خندنۍ موسکا خونړۍ امسا

امريکا:خندنۍ موسکا خونړۍ امسا



پیل :


افغانستان په دغو ورځو هم له دباندې او هم له له دننه داسې نه ښکاري چې دابه یوخپلواک هیواد  وي ، دلته به یوحکومت وي، دلته به قانون وي او دلته به د درواغجنې دموکراسۍ په نامه یوسستم د څه باندې  یولک او شلو زرو پوځیانو په تورو او برچو ځان دنمایشي واکمنۍ پرګدۍ  باندې هم کلک واکمن وبولي . جګړه روانه ده ، نن دامریکایی سړي وژونکي پوځ


— —————————-———————————————————


* کرزي باید په خپله خوښه دافغانستان واک داسې چا ته وسپاري چې هغوی وکولای شي په افغانستان دیوه دایمی ملي اومرکزي نظام بنسټ کیږدي …


* پلورل شوي اوپه پردیو هیوادوتړلي اجیرشیعه ګان دافغانستان د ملی یوالي او سني حنفي تګلارې پرضد دخونړې امریکا اوکلیسایی مفسدو عمالوپه اشاره دتوطیوپه تکل کې دي چي لومړنۍ تجربه یي پرکرزي باندې دکوچیانو پرضد فرمان صادرول وو…


 * افغانستان عملأ نوردیوې تجزیی منګولو ته ورلویږي ،ځکه هغه ځواکونه چې دپردیوله خوا تمویلیږي هغوی نورنه غواړي چې افغانستان باید په سالمه توګه دیوه ملي اودموکراتیک هیوادپال ځواک لاس ته ورولویږي …


* مخکې تردې چې خونړې امریکا اودهغې سړي وژونکي ځواکونه له افغانستان څخه وتښتي ، هغوی غواړي چې دلته دیوې مذهبی جګړې اورونه بل کړي …


—————————————————————————————



     د وژل  شویو پوځیانو شمیره تر زرو واوښت ، خودوی لاهم ځان ناګاراچوي اوداسي ښيی چې ګواکي په افغانستان دوی په رښتیا هم دسولې اودموکراسۍ دتحقق لپاره وژنې کوي اودجګړې پراورباندي د اوبوپرځای تیل پاشي  ځکه خوامریکا یی خونړۍ واکمنۍ دتیرې پنجشنبي ( دمی ۲۶ – ۲۰۱۰) په افغانستان دجګړې د دوام په خاطر شپیته بیلونه ډالره بودجه نوره هم تصویب کړه . 


دحامد کرزي وروستي سفر ددې پرځای چې خپلوسرپرستو ته یې دقناعت وړشي برعکس داسې ښکاري چې ده ته هم نورپردغه لاسپوڅي واک باندې دپاتې کیدو شین څراغ داسې تود شوی چې نور نو دچا خبره د شارټ کیدو پوړۍ ته رسیدلی دی. په دې مانا چې یوخوله دغه سفره وروسته دامریکایی یرغلګرپوځ شمیرترهغه کچه چې په عراق کې واوښت. اوشمیریی دم ګړۍ په ښکاره دمطبوعاتوله مخې  تر (۹۴) زرو پورې ورسید . بله داچې له دغه سفره وروسته له غرب سره دکرزي هغه نمایشي ژبنۍ ناندرۍ اوتورونه هم په ټپه ودریدل ، اوس ښاغلی کرزي په دغه اړه نه ښه وایی اونه بد اونه یې خپل خلک اونه یې هم نړیوال په دې قانع کړل چې ده رښتیا وویل که درواغ ، هیڅوک نه پوهیږي چې دده داخبره یوه مداري ګري وه او که ددغه هیواد په تاریخ کې دده یوملي اکټ ؟ هو، ده په دغه اړه څه ونه ویل اوهرڅه یې دیوې سیاسي ګونګې خړې په لمن کې پريښودل .


 په سیمه  اونړۍ کې دافغانستان دحالاتو  څارونکوته خبره ډیره ساده نه  ښکاري ځکه دوی په دې باوردي  چې دغه سفرله یوې مرموزې  آرامۍ سره مل و اوداسې ښکاري چې تردغې آرامي وروسته دیوه توپان نښې نښانی پردغه هیواد باندې بیا راتلونکې دي ، داچې په څه شان اوکومه بڼه به وي ، داخبره لا هم دامریکایی اوسیمه ییزاستخباراتي ادارو تربحث  لاندې خبره ده چې لاهم دعملي کیدو ډګر ته نه ده راوتلې ، لاهم په دغه اړه جدي کار روان دي  اوهڅه کوي دغه نوې پالیسې په داسې شان سره عملي کړي څو امریکا اودهغې استخباراتي جالونه وکولای شي په افغانستان کې اوسنۍ کړکیچ دیوې مودې لپاره نورهم تود وساتي او دغه سیمه دیوه ګواښ په توګه دیوشمیرهیوادو اودخپلوځانګړو موخودخوندي کیدو په موخه په خپل لاس کې وساتي . چې هغه موخې بیاهم تراوسه په لنډمودتو موخو کې نه راځي ځکه امریکا غواړي هغه جال دلته خور وساتي کوم چې دهغه له مخې ددوی په وینا د زیړښامار بارانونه او سیلابونه تردوی پورې وراوږده نه شی ، دروان میلادي کال په پیل کې نړیوالو خپرونو یوشمیرداسې خبرونه اورپوټونه هم خپاره کړل چې ګواکي چین به ډیرزر په سیمه کې دخپلو پوځي فعالیتونو اودخپل پوځي نفو‌ذ دخورول کارپیل کړي ، سره له دې چې ددغه هوډ نښې نښانې د افغانستان اومرکزي آسیا پرخوا تراوسه نه تر سترګوکیږي خو یوه لړۍ یې اوس دهند په شمال ختیزه برخه کې دراپورته کیدو په حال کې ده ، دهند دولت له ماوستي ډلو سره سخت لاس اوګریوان دی ، چې کیدای شي چین دخپل پوځي نفوذ دپیل اوپراختیا ټکی هم له همدغه ځای رانیولی وي ، داسې شواهد هم شته چې دهند په دغه ستونزه کې له چین او ماوستوډلو سره دپاکستان ای اس ای هم خپله دنده له هندسره دخپلې ذاتي دښمني ترڅنګ له یاده ونه باسي په دې چې پاکستان ونه شوای کولای هند ته په یوازې توګه دکشمیرپرلانجه باندې سرخوږي تربري پورې پرمخ بوځي.


دشانګهای  دغړو هیوادو خبره په دغه ترڅ دویمه  نښه ده چې اوس په سیمه کې د وارسا  تړون ددریځ او دندې ترسره کیدو لپاره ځان جوړوي ، دروسیی او چین نژدیوالی او سیاسی ورته والي په خپل ذات کې هغه خبره رښتیاکوي چې : ( کله چې چین په پرنجیدوشي ، نو امریکا خامخا په ټوخیدوکیږي) . امریکا اوددغه هیواد استخبارات ترډیره حده په افغانستان کې ددغې پروژې ترعملي کیدو یا ناکامیدو پورې پاتې دي .همداده چې ډیرزر دوی دې ته نه دي تیار چې له دغه هیواده به ځان په آسانۍ او کرارۍ سره پریوه خواکړي.


په هرډول  ، لکه چې یادونه وشوه ددغو ټولو کړو وړو سرونه بیاهم په افغانستان کې سره یوکیږي ځکه چې دغه هیواد دیوې پراخې لوبې هیواد ګرزیدلی دی ، په افغانستان کې هم اوس لکه چې  یادونه وشوه ، دنړیوال سیاست خبره خورا پیچلې شوې ده ،دلته ددغه هیواد داخلي ستونزه چې دهرې ورځې په ترڅ کې نوي نوي بعدونه دځان لپاره غوره کوي اوداهغه مساله ده چې جرړې یې نه په افغانستان کي دي او نه یې هم په حل باندې څوک دلته پوهیږي ، له طالبانوسره د جاړجاړې ډرامه ، دهزاره ګانو اوکوچیانوستونزه ، دحکومت نه جوړول اویادهیڅ لپاره دکابینې ځنډول ،پردولتي څوکیو دخاینو او سړي وژونکو او هیواد پلورنکو کسانو ټاکل ، رشوت ، دملی روحیې کمزورتیا داټول هغه څه دي چې نورنودغه ملت دیوه تاریخي قیام په لورپه لوی لاس له ناچارۍ لارښونه کوي ، دیویشتمې پیړۍ په دغو شپوکې چې نړې دپرمختګ او پوهې په لور حرکت کوي افغانستان لاهم دمنځنوپیړو ډولو ځواکونو له وحشت او بربریت څخه ځان نه شي خلاصولای هغه هم په داسې حال کې چې وینې څښونکې امریکا او دهغې په رڼو سترګو ړانده نړیوال یاران له سلګونو زررو پوځونو سره په دغه هیواد کې پراته دي ، دوی دغه هیواد پرته له دې چې له بدمرغیو سره مخا مخ کړ ، نوریې په دغه هیواد کې ددغه هیواد دانسان اوانسانیت لپاره هیڅ هم ونه کړل ، اوس دنړۍ سوله غوښتونکی ځواکونه په دې باوري چې د امریکا برخلیک به په افغانستان کې لکه ددوی برخلیک په ویتنام اوعراق، دشوروي برخلیک په افغانستان کې داسې کیږي ، چې پایله به یې له بې شرمۍ اودبشریت په وړاندې له مختورئ پرته بل څه نه وي …


دعینی نښو  نښانو له مخې داخبره روښانه ده چې امریکایانو اوس په افغانستان کې ددغه هیواد شته والي ، قانونیت او دخاورې تمامیت له یوسخت ګواښ سره مخامخ کړی دی ، په دغه هیواد کې یې د دموکراسۍ خلاف داسې خوځون راپیل کړی چې پایله به یې ډیره زرله یوې انساني غمیزې پرته بل څه نه وي . افغانستان داسې هیواد دی چې په سلو کې ترنوی زیات خلک یې په مذهبی لحاظ سنی پلوي مسلمانان دي ، دکرزي ترسیوري لاندې دخونړۍ امریکادمرتدې واکمنۍ په رامنځ ته کیدوسره دافغانستان سنیان له یوه اوبل څخه د قومی او ژبنیواړیکو له مخې داسې لرې ساتل شوي چې هرڅوک فکرکوي داډول توپیرونه له کلوکلو راپه دیخوا ددغو خلکو ترمنځ وو ، په داسې حال کې چې داخبره له آره نه وه اونه هم اوس ددغه هیواد دسنی حنفی اکثریت دبیلتون لامل کیدای شي په دې چې داهغه ټکی دی چې دتاریخ په اوږدو کې یې افغانستان ژوندی او خپلواک ساتلی اولرې نه ده چې ډیره زربه ددغه ایماني یووالی دپیاوړتیا درڼایي وړانګې ددې لامل کیږي چې افغان مسلمان ملت به دهغومرتدواواجیرو ځواکونو په وړاندې چې د دوی د مذهبی ورورولۍ د ذلت سبب شوې له سره یوموټي اویولاس دحقانیت دپلي کیدوپه ډګرکې راڅرګندشي .


دکرزي – امریکایۍ  واکمنۍ له تاریخی تیروتنوڅخه یوه داوه چې دافغانستان په سلوکې نوي هم فکره اوهم عقیده ولس یې له لږکیوپردي پالوشیعه پلوو سره په یوه کچه اویوه تله کې درولي او اچولي دي چې داخبره دهرډول سیاسي اواخلاقي قوانینوله مخې نه بښونکې ده ، افغان سني پلوي مسلمانان کله هم له افغاني شیعه ګانوسره دمذهبی تاوتریخوالي پولې ته نه رسیدلي او نه یې په فکرکی ورتیره شوې ، خو اوس اوس داسې ښکاري چې په دوی کې یوشمیرډلې چې له اوږدې مودې راپه دیخوایې دپردیوپه اشارو دافغانستان دخاورې توامیت ته دبربادۍ سترګې نیولې له دغه حالت څخه ګټه پورته کړي اوپردغه ملت باندې یوبله دنه منلو وړ غمیزه وروتپي ځکه دشیعه ګانو په پردیوپورې تړلو ډلو په عملي توګه دافغانستان دملي یوالي ، اسلامي اخوت په وړاندې نسلي اولامذهبي تګلاره راپیل کړې اوپه عملي ډول یې ځانونه ددې لپاره عیارکړي چې هرڅه امریکایی خونړي استخبارات ورته ووایی دوی ورته تیاردي له هغوی سره دافغانستان دملي ګټوپه وړاندې ودریږي. له بده مرغه چې دخونړۍ امریکا په تګلاروکی یوه داده چې دافغانستان له افراطی شیعه ګانوڅخه ددغه هیواد د ملی جوړښت دبربادۍ اوخرابۍ په ترڅ کې کارواخلي ، همدا اوس په افغانستان کې هزاره شیعه ګانو دوې ډلې په هیڅ ډول نه غواړي چې په افغانستان کې دثبات اوآرامی رامنځ ته شي ، دغه دوې ډلې لومړئ دشیخ آصف محسني ایران پلوه ډله ده چې دشیعي تعلیماتوترنامه لاندې دایران موخو ته په افغانستان کې دبې شمیره پیسو په مقابل کې کارکوي ، دغه ډله امریکا او کرزي هم په خپله غیږه کې نیولې اودځانګړو امتیازاتو په ورکولو سره یې نازوي . دویمه ډله دبدنام سړي وژونکو اوقاتلانوخلیلی اومحقق م ډله ده چې دوی دعیسویت له مونیستي اسلام دښمنو کړیوسره چې دوه مهم مرکزونه یي په سیول او واشنګتن کې دي اړیکي لري ، دوی همدااوس د کوریایی – ایتالوی استوګنومبلیغیواوانجلیکسیانوله لارې په هزاره جات کې دښوونځیو،جوماتونواوتکیه خانو جوړولوپه پلمه دخپلواغراضولپاره په خورا چټکتیا سره کارکوي دغې ډلې خپل مرکزچې پخوا په نوي ډیلی کې و اوس کابل ته را لیږدولی دی ،له دغې ډلې سره هغه امریکایی ایرانیان هم یولاس شوي هغوی چې په امریکایي وینې څښونکي پوځ کې همدااوس دجاسوسي اوافغان وژنې په موخه دندې ترسره کوي.


په هرډول  ،  دجنوبی کوریایی کلیسایی کړۍ په پراخه توګه په دغه برخه کې کارکوي اودی ته سترګې په لاره دي چې پلورل شوي هزارګان په افغانستان کې لومړني ډله ییزځواک وی چې د دوی پردین به ور اوړي ،اودوی به په دغه پلمه به کولای شي چې دافغانی ټولنې تل د ددغې ټولنې د اسلامي اډانې دماتوالی او کمزورۍ لاره ورپرانیزي. دکلیسایی ارقامواووړاندوینو له مخې ددوی لپاره به په افغانستان کې داکارهغه مهال ډیردروند کار نه وای چې که له دوی سره ایراني اخوندانو دجوړجاړي یوه لاره نیولې وای ، په جنوبي کوریا او په دغه سیمه کې دافغانستان شیعه ګروهی مامورین هم لاس ترزنې نه دي ناست ، دوی هم دخپلومفسدومشرانوپه اشارودمونیسي عمالواونفوذ خورولو دنده په خورا صداقت سره ترسره کوي .په تیرو پنځوکالو نو کې د هزاره معامله ګرو سړي وژونکو تش په نامه مشرانو سفرونه جنوبی کوریا ته هم له همدغو مونستی اوکلیسایی اړیکو سره ددغو مامورینودتړاو په ترڅ کې ترسره شوي دي . پلورل شوې هزاره سړي وژونکي مشران دجنوبي کوریا د مونیستی کړیو له خوا تمویلیږي اولرې نه ده چې که دغه روانې ګډوډۍ اوددغه هیواد داکثریت سنی اوسیدونکو پرضد دغه پراخي امریکایی توطیې همداسې روانې وی داباورشته چې د مونیستی افکارو هزاره پلویان اوپیروان به دیوې سراسرې غمیزې لکه تجزیی اوداخلي جګړې لامل کیږي .


سیمه ییزاونړیوال  مفسیرین په دې نژدې وختوکې داخبره په ډیرجدیت سره رامنځ ته کوي چې کیدای شي دطالبانو په بیا راتګ سره  افغانستان دیوې تجزیی په لورحرکت  وکړي ، خو زه باورلرم چې دوی په دغه برخه کې یاله عینی واقعاتو ځان پریوه خوا کوي اویاهم داچې نه پوهیږي ، د دوی دا وړاندوینه سمه ده  سی آی ایی او دسیمې یوشمیراستخبارات په دغه پروژه باندې کارکوي چې که دافغانستان ستونزه تردې هم خطرناکه کیږي باید چې دتجزیی وریانت هم په پام کې ورسره ونیسي، دوی په ویتنام کې هم دغه شان یوحالت چې دوی یې تصورنه کاوه رامنځ ته کړ هلته یې هم دشمال اوجنوب نقشه پلې کړه خو عملي یی نه شوکړای ، ځکه یی پای د دوی په تاریخي رسوایي باندې پای ته ورسید. دم ګړۍ دوی په افغانستان کې داخبره له پښتونخوا سره اړونده طرحه کوي ، په داسې حال کې چي داسې نه ده پښتانه که په هره بڼه اوهرحالت کې وي هغوی دغه کارته دسرپه بیه ځواب ورکوي ، لکه چې عملآ همدا اوس په دغه ډګرکې ډغرې وهي ، په افغانستان دویم اکثریت تاجکان هم سره له دې چې یوشمیرمعامله ګرروڼ اندي یې هلته او دلته نارې سورې وهي خو دوی په عمومي توګه دافغانستان په تجزیی کې خپل خیرنه ویني …


خویوازنی  خطرچې دافغانستان دتجزیی په ترڅ کې داندیښنې وړدی هغه دلږکیو شیعه ګانودي ، لکه چې دمخه مو اشاره وکړه دوی ته اوس په لویدیزه کچه دا لاره آواریږی چی دغه لویي تاریخي آزموینې ته یې ور وړاندې کړي ،دکوچیانوخبره له همدغه آزماینې سره تړلې مساله ده، نن داخبره په وردګوکې رامنځ ته شوه ، سبا همدغه مساله په غزني ، غوربند ، قلات اوارزګان کې راپورته کیدونکې ده ، داکه نن نامنلی اولاسپوڅی ولس مشرپه زوردکوچیانوپروړاندې د وسله والوشیعه ګانو برترۍ ته دتسلیمۍ غاړه ایږدي ، دی باید په دی پوه شي چې داپه خپله یوه له شرمه ډکه تاریخي تیروتنه ده چې دافغانستان په تاریخي او جغرافیایی شته والی کې به دلویدیزاوکلیسا له ناکامې رسوایی څخه پرته بل څه نه وي ، په دغه فاجعه به نه کرزی له اوسنیوستونزو څخه دبچیدو لاره ومومي ، نه په ټولیزه توګه بشریت پر هغې باندې دویاړڅه ترلاسه کړي اونه به کله هم دیوې نیکمرغۍ زیري دافغانستان شیعه ګانوته ورډالۍ کړي .


لنډه داچې دافغانستان له هیواده شړل شویو شیعه ګان دافغانستان دملي ګټواوملي هویت دبی هویته کیدو لپاره دنړې په ګوټ ګوټ کې دیوشمیرهیوادو داستخباراتي شبکو په مرسته لکه یادونه یې وشوه په افغانستان کې دیوه بدنام شیعي سستم دبرقرارولواوبرلاسي کولو توطیه ترلاس لاندې نیولي چې که پروخت اوزمان یې چاره ونه شي نولرې نه ده چې افغانستان به ډیرزر لکه دپاکستان په شان دیوې پراخې مذهبي جګړې لمنې ته د خونړې امریکا اونړیوال کلیسایی څپاو په مرسته د دوی دپوځي ماتې په پای کې ورداخل نه شي .


هو، مخکې ترچې په دغه فاجعه باندې ورواوړو  باید چې دافغانستان او ایمان دژغورنې  په برخه کې فکروکړو …. !!!