کور / ترخې خبري / یوبل جنګي جنایت

یوبل جنګي جنایت

له تیرو څوورځو راهیسې دهیواد له ختیځ ولایت کونړ څخه  ځینې رسنۍراپور ونه ورکوي چې ددې ولایت دمرورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامریکایي جنګي الوتکو له خوا دکلسټر بمونو له غورځولو وروسته  سیمیز خلک دمرګ اوژوبلې له سترګواښ سره لاس اوګریوان  دي .

ددې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې څوورځې وړاندې درواني میلادي میاشتې په ۲۴ مه د دوی په سیمه کې په امریکایي ګزمه باندې برید وشو او تلفات یې ورته واړول چې ددې لنډې جګړې  څخه وروسته امریکایي ځواکونو جنګې الوتکې راوغوښتې او دجګړې سیمې ته په څیرمه ځایونو یې درانه بمونه وغورځول دسیمیزو اوسیدونکوپه وینا دامریکایانو له خوا داځل ددوی په سیمه خوشه یي یاکلسټر وبمونه واورول شول چې پراخې سیمې چې له عامه میشت سیمو سربیره په کې کروندې، عمومي لارې او څړځایونه هم راځي په همدې کوچنیو پرسول ضدبمونو باندې ډکې شوې ،تیره ورځ ددې سیمې په ګڼ شمیرکې اوسیدونکو چې تراوسه له دې چاودیدونکو توکو څخه متاثره شوي دي شکایت وکړ او ویل یي چې په څوورځو کې  دغو قلمونو او نورو دلوبو څیزونو ته ورته ماینونو د دوی دڅوتنو ماشومانو لاسونه اوګوتې ورپرې کړي او یوزیات شمیر څاروي یي هم وژلي دي ، دغه قهروړو خلکو  امریکایي ځواکونه ګرم کړل چې دداډول بمونو په شیندلو سره یوازې  عامه خلکو ته مرګ ژوبله پیښوي ځکه ددوی په وینا اوس ددې سیمې خلک نشي کولای دپخوا غوندې خپل ماشومان او څاروي په ازاده خپلو کروندو او څړځایونو ته ورپریږدي  دوی ویل چې په سیمه شیندل شوي زیاتره بمونه قلمونو ته ورته دي چې ماشومان یي په لیدلوسمدستي په لاس کې اخلي چې داډول بي پروایي دمرګ اوژوبلي حتمي خطر رامنځته کولای شي .

کلسټر ،خوشه یي اویاهم غونچه یي بمونه  دهغو وسلو او وژونکو وسیلو له جملې څخه شمیرل کیږي چې دسره صلیب او بشري حقوقو دنورونړیوالو سازمانونو له خوایي  تولید ، ذخیره کول او استعمال  جنګي جنایت او دبشرپه وړاندې جفا بلل کیږي ځکه چې دداډول بمونو استعمال ددې په ځای چې دجګړې یوه لوري ته زیان واړوي زیاتره زیان یي عامه خلکوته رسیږي او داوږدې مودې لپاره ټوله  داستعمال سیمه دهرژوندي ساری لپاره دمرګ په دام بدلولای شي ، ویل کیږي چې داډول بمونه  دلومړي ځل لپاره د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال دالماني قواوو له خوا دمتقابلو پیاده سرتیرو دپرمختګ دمخنیوي لپاره وکارول شول چې وروسته نورو هیوادونو لکه روسیې امریکا او ایټالیاهم په ګڼ شمیرکې تولیدکړل همدااوس ویل کیږي چې دنړۍ دسولې دجایزې وړونکی هیواد امریکا په خپلو زیرمتونونو کې تربل هرچا ډیر کلسټر بمونه لري اوپه عراق او افغانستان کې په پوره بي احتیاطۍ کارهم ترې اخلي .

دکلسټربمونواستعمال   له دې امله دنړۍ دزیاترو بشري سازمانونو په وینا خطرناک او غیرانساني عمل بلل کیږي چې دجګړي دډګر دآني ضرورت دپوره کولو سره سره  اوږدمهالي ستونزې رامنځته کوي  دغه بمونه  یوه وږي ته ورته دي چې په هربم کې تر۲۰۰ پوري واړه اومختلف الشکله کوچني بمونه وي چې له هرکوچني بم سره یایو کوچنی پراشوت وي اویاهم وزرې لري ، پراشوټ او وزرې ددې لپاره ورکړل شوی چې له هواڅخه دراښکته کیدوپه مهال یي سرعت کم شي او په ځمکه له لګیدو سره سمدستی انفجار ونکړي ، له همدې امله خوپه اوسط ډول په هربم کې دموجودو کوچنیو بمونو له جملې په سلو کې څلویښت یې سمدستی انفجارنه کوي او د دایمي خطر په شکل همداسې ناچاود پاته کیږی او بیا که هروخت کوم انسان یابل ژوندی ساری ورسره تماس پیداکړی انفجار پرې کولاي  او ژوندترې اخیستلای شي ،دنړیوال سره صلیب دمعلوماتو پراساس همدااوس  دلاووس او کوسووهیوادونو په مختلفو برخو دغه راز دویتنام په مرکزي سیمو کې ځايي اوسیدونکي هرکال دهغوخوشه یي بمونو دانفجارونوله وجې ځاني اومالي زیانونه ګالي چې څولسیزې وړاندې په همدې سیمو کې کارول شویدي  دغه ډول عراق او افغانستان هغه هیوادونه دي چې دنړۍ دبل هرځای په نسبت په کې دخوشه یي بمونو ډیر خطر اومرګ ژوبله موجوده ده .

په افغانستان کې ددې ډول ماینونوکارول دشوروي یرغل له وخت پيل شوي دي  هغه مهال به یي  وزرلرونکي  یا پلاستیکي ماینونه بلل  چې دامریکایي ماینونو غوندې دهغواشکال هم دماشومانو دلوبو شیانوته ورته وه په افغانستان کې دماین ترنیمایي زیات قربانیان دهمدغوبمونو له  وجې رامنځته شویدي چې همدااوس هم ورسره دهیواد په لراوبرکې دګڼو سیمو خلک  لاس او ګریوان دي  ، خوپه داسې حال کې چې دروسي خوشه یي ماینونو له جنجاله  لا افغانان نه وه اوزګارشوي له تیرو نهو کلونو راهیسې پرې امریکایانو هم دهمدې اونورو ډول ډول بمونو باران شروع کړی دی ، له تیرنهوکالونو راهیسې دهیواد دلراوبر په بي شمیر جنګي سیمو کې دغه ابدي بدمرغي پيښوونکی بمونه استعمال شوي اولاهم دالړۍ روانه ده .

دکونړ دمرورې ولسوالۍ یادې پیښې داثابته کړه چې له ټولو نړیوالو اعتراضونو سره سره بیاهم امریکایي ځواکونه دغه بشروژونکي ماینونه په پوره بي احتیاطۍ استعمالوي اوپه دې اړه هیڅ ډول ملاحظوته هم اعتنا نلري دډیرو له انده که چیرې دامریکایي ځواکونو ددې عمل په وړاندې  یوجدي اوهراخیز غبرګون اواعتراض دامریکایي جنایتکارمشرتابه  غوږوته ونه رسول شي ښایي دغه رنګه پیښې دهیواد په نورو سیمو کې هم رامنځته شي چې پایلي به یې درنځیدلو افغانانو لپاره خورا درنې او اوږدمهالې وي .

په دې اړه یوه بل جالبه  او دتامل وړ موضوع  دملګرو ملتونودسازمان او کابل دسرکارانو هغه بي تفاوتی ده چې تراوسه یې ددغه جنګي جنایت په وړاندې ښوودلې  څه موده وړاندې دملګرو ملتونو سرمنشي بانکیمون اعلان کړه چې دملل متحد دغړیتوب لرونکو ۱۰۷ هیوادونو په ګډون یې یوداسې کنوانسیون امضاکړی چې دخوشه یي بمونه هرنوع استعمال او تولید ممنوع بولي له دې سره غبرګ دکابل درژیم یوه مطبوعاتي ویاند هم رسنیوته وویل چې  په دې سازمان کې دکابل دحکومت استازي هم دا۳۰ماده ایزتړون امضاء کړی او اوس دوی هم ددې تړون غړي دي ، دغه  جریان او دمرورې ولسوالۍ کلسټر باران که سړی سره مقایسه کړی نو له یوې خوا که دکابل دحکومت لاسپوڅیتوب اوبي واکي ښه رابربنډوی له بلې خوا دروان جنګي جنایت په وړاندې چوپه خوله پخپله دیوه جنایت او له افغان ولس سره  دیوه  تاریخي خیانت معنی ورکوي چې همدااوس یې دکابل دحکومتي چارواکو غوندې دملل متحد سازمان هم دارتکاب عار په غاړه ګرځوي .