کور / شعر / دسولی باده

دسولی باده

دسولی باده لږ خوراشه دافغان په لوری

زمونږ دژوند د اميدونودبستان په لوری

مونږ په کلو کلو اميد ستا د راتلو کړيدې

لږ خو ناڅاپه ګذر وکړه خراسان په لوری

ټول افغانان دي ستړي سوي د جګړی له څپو

لږ دی مخ واړوه زمونږ افغانستان په لوری

مونږ لعنت ليږوهر جنګ اوهر عامل دجنګ ته

لږ خو اواززمونږ اوچت کړه داسمان په لوری

وطن زمونږ د کر بلا په لوې ميدان بدل شو

چغه مو يوسه د علي شاه مردان په لوری

د بی هدف جنګو نه جار شول بيګناه افغانان

د شهيدانو اواز يوسه د ارمان په لوری

زمونږ د خلکو اميدونه شول په خاورو بدل

د خاورو دوړ ژړا يوسه د باران په لوری

ټول اميدونه مو بدل په مايوسيو کې شول

لږ رحم وکړه زمونږ ښکلی ګلستان په لوری

د شمسی دغه لوې ارمان به پوره کيږي کله

چې افغاني محاجر ځي افغانستان په لوری