کور / تازه خبرونه / مصر: داسراييلي ښځو سره واده كول مصري تابعت له منځه وړي

مصر: داسراييلي ښځو سره واده كول مصري تابعت له منځه وړي

د مصر په پلازمینې قاهرې کې یوې محکمې هغه حکم تایید کړی چې له مخې یې به د هغو مصریانو تابعیت ورڅخه واخیستل شي چې له اسراییلي ښځو سره واده کوي.

زیاتره خلک دا په مصر کې ، اسراییلو ته په بده سترګه د کتلو نښې بولي، مصر دېرش کاله مخکې له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د مصر د سترې محکمې په ادارې کې ددغې قضیې مسوول قاضي وویل د کورنیو چارو وزرات باید د ټولو هغو نارینه وو په اړه چې له اسراییلي یهودو او عربو ښځو سره یې ودونه کړي دي باید بشپړ جزییات راټول کړي.

هر قضیه به په جلا ټوګه وڅېړل شي، او په پایله کې به له مصري تابعیت څخه د هغوی او د هغوی د ماشومانو د محرومولو په اړه تدبیرونه ونیول شي.

هغه وکیل چې دغه قضیه پر مخ بیایي ، وايي هغه ماشومان چې د دغو ودونو له لارې نړۍ ته راځي باید په پوځ کې د دندې ترسره کولو اجازه ورنکړل شي.

هغه وايي له دې کار څخه یې موخه، د نوي نسل او د هغه هېواد د ملي امنیت ساتل دي.

د کورنیو چارو وزرات باید د ټولو هغو نارینه وو په اړه چې له اسراییلي یهودو او عربو ښځو سره یې ودونه کړي دي باید بشپړ جزییات راټول کړي.
دغه قاضي وايي مصر باید په راتلونکې کې داسې نوی نسل ونه لري چې دغه هېواد او عربي نړۍ ته وفادار نه وي.

دغه حکم چې د استیناف غوښتنه یې نشي کیدای، تېر کال د لومړنۍ محکمې له خوا صادر شوی و، او اوس تایید شوی دی.

حکومت لومړنی حکم نه و منلی، او ویلي یې و، دا د پارلمان دنده ده، چې د داسې مسلو په اړه تصمیم ونیسي.

له ۱۹۷۹ کال راهیسې چې مصر له اسراییلو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، په زرګونو مصریان اسراییلو ته د کار په موخه کډه شوي او هلته یې له اسراییلي ښځو سره ودونه کړي دي