کور / سياسي / آيا زموږ ملي هويت ټينګ دى که لړزاند؟

آيا زموږ ملي هويت ټينګ دى که لړزاند؟

  موږ يو واحد ملت يوو، چې لرغونى تاريخ لرو. تاريخ مو تل له نوساناتو ډک و. جګړې، کړکېچونه او بې ثباتۍ راته يو تاریخي میراث و او دي، خو په دغو ټولو بدمرغیو او ناتارونو کې بیا هم موږ یو او متحد وو. د لرغونې سترې اریانا او لوى خراسان د وارث په توګه، له احمد شاه بابا را وروسته دې هېواد يو افغاني هويت موندلى دى . په اسلام د افغانستان د خلکو ټينګه عقيده او په دغه جغرافيايي محدوده کې د یوه دولت تر سیوري لاندې ګډ ژوند له موږ سره په دې کې مرسته کړې ده، چې د يوه ملت په شان ژوند وکړو.  


  شاوخوا ګاونډي هېوادونه تر موږ يو څه ډېر سياسي او موقعیتونه یې هم ښه دي، دوى هم زموږ په شان نامتجانس دي؛ خو زموږ په ملي مسايلو کې مداخله کوي؛ د زبر ځواکونو بریدونه او یرغلونه دې لور ته را برابروي؛ او ځان روغ ساتي .


  زموږ ملي هویت څرګند او روښانه دى . د نړیوالې انساني ورورولۍ په لوی کلي کې د اسلامي امت افغان خپلواک کور یو.


  کله، چې د ولس منځ ته لاړ شئ؛ نو پوه به شئ، چې ټول افغانان ځان يو او واحد بدن ګڼي اوپوهېږي چې ټول افغانان مسلمانان او وروڼه دي، چې په يوه هېواد کې اوسېږي؛ خو په ځينو تعليم يافته وو کې بيا د قام، ژبې، سمت او ولايت په نوم د کينې او کرکې جوړولو ذهر خواره دي؛ او غواړي خپلو اجنداو ته د یو قوم د داعیې نوم ورکړي، چې په هیڅ صورت دغسې نه ده. دا ډول خلک د ګوتو په شمار دي؛ خو که څومره لږ هم دي؛ د ويروس په شان خورېداى شي، د بڅري په شان ښارونه سیځلای شي او لوی او فاجعه بارخطرونه پېښولاى شي .


  د عوامو مثال : زه په بدخشان کې د يوه بزګر باغ ته لاړم، کله چې هغه پوه شو زه د بل ولايت يم؛ نو ټغر، توشکونه او بالښتونه يې راوړل او زموږ يې ډېر عزت وکړ، ما ترې پوښتنه وکړه، چې ولې يې زما ځانګړى عزت وکړ؟ هغه وويل : (موږ وروڼه او مسلمانان يو، زه د کابل په يو روغتون کې بستر وم، د لوګر ولايت يو سپين ږيرى راسره په يوه کوټه کې و، زامن به يې هره ورځ راتلل، د خپل پلار سر او ږيره به يې په شامپو مينځل او نوي پاک کالي به يې ورته راوړل. په همدې ډول به يې زما سر او ږيره هم مينځل او نوي کالي يې راته راوړل. خواړه، مېوه او درمل، خو لا پرېږده چې راوړل يې . له بستر نه تر خلاصېدو وروسته يې په کور کې مېلمه کړم او غوښتل يې، چې يوه اونۍ مې مېلمه وساتي او د دوى په وينا هغه وخت مې بېرته کور ته ولېږي، چې په مخ کې مې لږه سرخي پيدا شي؛ خو زما بيړه وه او د دوى په اجازه دوى په طياره کې راولېږلم . نو اوس، چې دلته هر څوک له بل ولايت نه راشي؛ زه يې هومره عزت کوم، چې وس مې وي؛ ځکه، د مسلمان ورور احترام او عزت زموږ د پيغمبر (ص)سنت دي.)


  په تعليم يافته وو هیوادوالو کې هم نژدې ټول د افغانستان په افغاني هويت ګروهمن دي . زما ورور تېر کال د يوې پروژې د ليدنې لپاره مزار شريف ته تللى و. ويل يې چې، ډرېور یې له يوه بل انجنير نه، چې هغه هم د پروژې د تفتيش لپاره هلته تللى و، پوښتلي و چې د کوم ځاى يې؟ انجنير ورته په ډېره حيرانتيا ځواب ورکړی و: (د افغانستان يم. دا هم د پوښتنې خبره ده؟) ورور مې ويل، چې ډرېور یې ورته ټينګ شو، چې خير اخر د کوم ولايت او ولسوالۍ يې؟ خو هغه انجنير ډېر تاکيد کاوه، چې (راځئ دا خبره رواج کړو، چې ځان يواځې د افغانستان وبولو، او ځان ته افغان ووایو). په پاى کې معلومه شوه، چې دواړه د يوه ولايت وو.


    متاسفانه چې لا اوس هم په افغانستان کې دا منفي رواج دوام لري، چې زیاتره خلک ځان د دې په ځای چې په یو افغان هویت پورې وتړي، په پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن او نورو قومي هویتونو معرفي کوي . ترڅو چې فرعي هویتونه په ملي هویت بدل نه شي، بهرنیانو ته زموږ ملي هویت لړزانده ښکاري. 


  متاسفانه چې ایران او روسیې او ورپسې پاکستان او نورو هېوادونو په تېرو کلونو کې د افغانستان د ملي هویت د کمزوري کولو لپاره ډیر منفي مداخلې وکړې او ځېنې کم فکره اشخاس یې دې ته استخدام کړل چې د افغانستان د ملي هویت او ملي ویاړونو د سپکاوي تر کچې تخریب وکړي، چې ورسته نورو ملکونو هم د دوی په پلونو پل کېښود او زموږ د واحد ملت په منځ کې یې د نفاق جوړولو هڅې وکړې . خو بیا هم ملت  دغو نارو سورو ته غوږ نه نیسي او خپل ملي یووالی تر هر څه لوړ او ښه ګڼي .


  يو بل ټکى د پام وړ دى او هغه دا چې ددې ګوتو په شمار تعليم يافته وو په مغزو کې هم دا خبرې زياتره هغه وختونه را ژوندۍ کېږي او فعالېږي، چې په هېواد کې بې ثباتي، جګړې او ستونزې وي . دا ډول فرصت طلبه خلک په همدغسې ګران وخت کې يا پخپله او يا د نورو په لمسه ولس ته اضافي ستونزې پيدا کوي او په ټپونو يې مالګې دوړوي .


  تر هغه چې نړۍ او بشریت دومره پرمختګ نه وي کړی چې (زموږ دا آبي، کوچنۍ او ښکلې کره) د ټولو ګډ کور شي، هر څوک هر چېرته د کار، اسانتیاوو او فرصتونو د میندلو لپاره آزاد تګ راتګ وکړي، ملي هويت يو ضرورت دى او افغانان بايد د خپل ملي هويت مسئله جدي وګڼي او تر دې حده يې لوړه کړي، چې په ملي هویت او ارزښتونو نفاق زېږونکي بحث، پوښتنو او جنجال ته پکې حتى اجازه هم نه وي . امريکايان ځان امريکايان ګڼي، د پاکستان خلک پاکستانيان، د ایران اوسیدونکي ځانونو ته ايرانیان وايي  او د روسیې هغه روسان . موږ افغانان هم حق لرو؛ چې ځانونه افغانان وګڼو. بايد ځانونه فقط افغانان وګڼو او بس.


  تر څو چې پاکستانی، عرب او ایرانی ځان په دغو نومونو یادوي، موږ به هم ځانونه افغانان یادوو، ځکه قامونه او قبیلې الله (ج) د دې لپاره پیدا کړي دی، چې وپیژندل شي او دغه پیژندنه او هویت اوس یو بشري حق ګڼل کیږي .  که ټول مسلمانان یو اسلامي او یا ټول بشریت یو بشري هویت لري، موږ  هم د دوی په لیکه کې د دوی څنګ ته ولاړ یوو، او دا د ملي هویت او ملي شناخت سره په تضاد کې نه بلکې ورسره په توافق کې یوه خبره ده .