کور / راپور / دکندوزخلک له ډاکټرانوشکايت کوئ

دکندوزخلک له ډاکټرانوشکايت کوئ

دکندزیوشمیراوسیدونکې په دغه ولایت کې دډاکترانو دناوړه چلندڅخه شکایت کوی.
اووایې کله چې ناروغ کلينيک اویا هم دولتې روغتون ته مراجعه کوي له هغوې سره ناوړه چلندکیږي او ډاکتران ورته سپکی سپوری خبرې کوي خویوشمیرنورخلک بیاداهم وایی چی کلينيک کی نوکريوالې ښځې ډاکترانې ، ناروغان ددی پرځای چی دولتی کلينيک کی تداوې کړی د خپلی معاینه خانی پته ورکوی اوپه کلينيک کی ورته دوانه ورکوی .دغه خلک همدارنګه په کندوزکې د بی کیفیته درملودزیاتیدو له امله دستونزوسره مخ دی.
دکندزولایت ددښت ارچی یوتن اوسیدونکې چې دامهال یې خپله میرمن ددرملنې په موخه کندزته راوستی ده له ډاکترانو څخه سرټکوی اووایی چی هرډاکترته چی ورځو دانه وایی چی زه دکومې څانګې متخصص یم يوازې خپله دواراباندي پلورې اود ناروغ هیڅ پرواورسره نشته دغه رازنوموړې وایې هرډاکترد درملتون سره شراکت اوبرخه لرئ اوخپلې نسخې په خاص شفر اورمزسره کاږي ترڅونور درملتونونو فارميسسان يي ونشئ لوستلئ دکندزولایت یوبل اوسیدونکې مصطفی هم ورته شکايت کوئ اوزياتوي چی دډاکټرانولخوالیکل شویو نسخودرمل په بل درملتون کی نه موندل کيږي خود کندوزدعامې روغتیاریس عزیزالله صفر بيا زیاتوې چې پخوابه افغانستان ته راواردیدونکې درمل لومړې په لابراتوارکی معاینه کیده چی دڅومره کیفیت لرونکی دی ولی اوس دغه لابراتوارونه غیر فعال دی او راوارد شوي دواګانې نه چيک کيږئ .
همدغه رازهغه زیاته کړه چی دوې هیڅ ډاکترته اجازه نه ورکوی چی دکلينيک ناروغانو ته دخپلې معاینه خانی پته ورکړئ اویاورسره ناوړه چلندوکړي.
هغه وایی چی که چیری په دغه روغتون کی هرډاکتر دناروغ اویادهغه دپایوازسره ناوړه چلند ترسره کړ نوداساسی قانون په رڼاکی به ورته سزاورکړل شی اوبیابه دشکایت حق ونلری.
هغه داهم وویل هغه ډاکتران چی دخپلومعاینه خانوپتې خلکوته ورکوی مراجعین کولایی شی چی دروغتون ریاست ته مراجعه وکړی اورياست پرې خبرکړئ ترڅوددغه کارمخنیوی وشی.