کور / راپور / د استقلال او ملالۍ لیسې د بیا رغولو په درشل کې

د استقلال او ملالۍ لیسې د بیا رغولو په درشل کې

د استقلال او ملالۍ لیسې د بیا رغولو په درشل کې 



د ۱۳۸۹ د غبرګولي په ۲۵ نېټه د کابل د استقلال په عالي لیسه کې د ځینو عمراني پروژو د بشپړیدو او د ګټې اخیستنې  له کبله یوه غونډه رابلل شوې وه چې په هغه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکتر فاروق وردګ، په کابل کې د فرانسې سفیر، یو شمیر دولتي اراکینو، د پوهنې د وزارت ځینو منسوبینو او د استقلال او ملالۍ د لیسې پر مدیره پلاوي سربیره د نوموړو لېسو یو شمیر ښوونکو او زده کوونکو هم برخه اخیستې وه. 


غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت او ملي سرود سره پيل شوه او ورپسې د استقلال د عالي لیسې مدیر ښاغلي سید ناصر عسکرزاده میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د استقلال د لیسې د بنسټ ایښودلو او عمراني چارو تاریخي بهیر یې و لوست. ښاغلي عسکرزاده و ویل چې دغه لیسه په ۱۳۰۰ هجري لمریز کې چې ۱۹۲۱ سره سمون خوري جوړه شوې او د زده کړې، لیږدونې او عمران مختلفې تاریخي مرحلې پرې تیرې شوې دي چې نن ورځ د هیواد په کچه د د تعلیمي موسساتو د یوې نمونې حیثیت لري.


نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د استقلال او ملالۍ لیسې د فرانسې د حکومت او خلکو په مرسته رغول کیږي او د بیارغونې د کار لومړۍ مرحله یې بشپړه شوې چې یو شمیر څانګې نن رسما د پوهنې د هیوادپال وزیر په وسیله پرانیستل شوې او په دې دواړو لیسو به تر یو نیم میلیون یورو مصرف راځي چې له افغانستان سره د فرانسې د حکومت او خلکو بلا عوضه مرسته ګڼل کیږي. 


د افغانستان د پوهنې وزیر جلالتمآب ډاکتر فاروق وردګ په خپله وینا کې د فرانسې د حکومت او خلکو د بلا عوضه مرستو څخه مننه وکړه چې له افغان لوري سره یې د پوهنې په برخه کې کوي او زیاته یې کړه چې د پوهنې وزارت په پلان کې لري چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې په افغاني ټولنه کې هر هغه ماشوم ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې د ښوونځۍ د تګ په عمر کې قرار ولري.


نوموړي همدارنګه وویل چې په روان کې کال کې ۶۷ عمراني پروژې یوازې په کابل کې د ښوونځیو او لېسو د تعمیراتو په شکل تر کار لاندې دي او د همدې کال تر پایه به یې ۹۰ سلنه کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي. د پوهنې وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل چې موږ لا تراوسه حتی په کابل کې هم د پوهنې په برخه کې د خیمې له کلتور څخه په بشپړه توګه خلاصون نه دی موندلی او په کابل کې ۳۷ داسې ښوونځۍ او لیسې شتون لري چې یا له کرایي کورونو څخه د لیک لوست پر مهال ګټه اخلي او یا تر خیمو لاندې خپلو پوهنیزو فعالیتونو ته ادامه ورکوي چې نوموړو ښوونځیو ته به هم په نږدې راتلونکي کې ځانګړي تعمیرونه جوړ شي. 


په کابل کې د فرانسې سفیر د خپلو خبرو په جریان کې خوښي څرګنده کړه چې د فرانسې په مرسته د استقلال او ملالۍ لیسې د اساسي بیا رغونې له مرحلې څخه د تیریدو په حال کې دي او ژر به یې چارې بشپړې شي. نوموړي د خپلې وینا په ترځ کې زیاته کړه چې دوی به هڅه  وکړي چې د افغانستان له پوهنیز بهیر سره خپلې مرستې جاري وساتي څو افغان ماشومان د یوه غوره تعلیمي چاپيریال څخه برخمن شي. هغه همدارنګه وویل چې فرانسه خوښه ده چې د استقلال او ملالۍ لیسې په اساسي ډول و رغوي او خپلو هڅو ته به په همدې ډول دوام ورکوي څو د پوهې، زده کړې او تعلیم په وسیله افغان ولس له یوه روښانه او نیکمرغه راتلونکي څخه برخمن شي. 


باید وویل شي چې د بیا رغونې په دې مرحله کې لاندې څیزونه شامل دي:



  • د استقلال د لیسې ۵ بلاکونه چې ۴۸ ټولګي کیږي
  • د سپورتي لوبغالو ودانول
  • د ۴۰ نوو تشنابونو جوړول او د پخوانیو تشنابونو اساسي ترمیم
  • د کتابتون ترمیم او په الماریو، کتابونو، انټرنیټ او کمپيوټري وسایلو تجهیز کول
  • د ۶ بابه لابراتوارونو تجهیز او ترمیم
  • د نوموړې لیسې د ۲۱ اداري شعبو اساسي ترمیم، په موبل، فرنیچر او کمپیوټري وسایلو د هغه مجهز کول
  • د استقلال د لیسې د مجلسونو د لوی تالار پراخوالی، په مډرنو وسایلو تجهیز او اساسي ترمیم چې کار یې همدا اوس جریان لري
  • د استقلال د لیسې د دیوال جوړول او د نوو عمومي دروازو درول
  • د استقلال او ملالۍ لیسې د زده کوونکو د ټولګیو لپاره اووه کانتینره داسې چوکۍ او میزونه راوړل شوي چې په فرانسه کې جوړ شوي دي او د غوره کیفیت څخه برخمن دي.

له تالار او دیوال پرته همدې ته ورته ترمیمات او جوړونې د ملالۍ په عالي لیسه کې هم رامنځته شوې او د ځینو کار جریان لري. همدارنګه د ملالۍ د لیسې د بامونو آهن چادر هم نوی شوی او د رغولو چارې یې په ګړندۍ توګه روانې دي.


باید وویل شي چې همدا اوس د استقلال په لیسه کې ۶۱۰۰ او د ملالۍ په لیسه کې ۲۴۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې د زده کړې له غوره ماحول، تکړه استادانو او ښو تعلیمي امکاناتو څخه برخمن دي.