کور / تازه خبرونه / په بېلابيلو پيښو کښي ٥ بهرنيان وژل سوي

په بېلابيلو پيښو کښي ٥ بهرنيان وژل سوي

د ناټو په يوه خبر پاڼه کښي راغلي چي د دوى تر مشرۍ لاندي د ايساف پنځه سرتيري پرون په بېلا بيلو پيښو كښي وژل سوي نوموړې خبر پاڼه وايي چي څلور سرتيري يې په جنوب کښي د يوې بمي چاودني په پايله کښي وژل سوي او يو يې په ختيځ کښي د طالبانو سره په مخامخ جګړه کښي وژل سوئ په نوموړې خبر پاڼه کښي راغلي چي په وژل سوو پنځو کسانو کښي څلور امريکايان او يو يې برطانوى ؤ.