کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کښي د امنيت د لا ښه والي په موخه غونډه جوړه سوه

په ننګرهار کښي د امنيت د لا ښه والي په موخه غونډه جوړه سوه

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د ننګرهار ولايت د امنيت د ښه والي په موخه غونډه جوړه کړه شېرزي په دې غونډه کښي چي ګډون وال يې ديني عالمان او قومي مشران وه وويل چي نوموړې غونډه يې ستاسو د نظرو د راټولولو په موخه چي په امنيت راوستلو كښي به مثبت رول ولوبوي او ننګرهار ولايت به بېرته خپل مخكني حالت ته ستون كړي او د مخ کي په څېر يو باثباته ولايت ځني جوړ کړي نوموړي په غونډه کښي د شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو و پيښو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چي يوه پرېکړه بايد د توپک د لاري نه بلکي د خبرو د لاري حل کړو او همدا ډول نوموړي زياته کړه چي په شينوارو کښي بايد د مځکو د غصب د مخنيوي په خاطر قانون پلئ سي چي په رڼا كښي به يې غصب سوي مځكي بېرته خپلو حق دارانو ته وسپارل سي.