کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د لسګونو کسانو څخه ازموينه واخستل سوه

په کندهار کي د لسګونو کسانو څخه ازموينه واخستل سوه

د کندهار د ښووني او روزني سرپرست رئيس نجيب الله احمدي وايي چي پرون تر غرمې مخ کي يې د لسګونو کسانو څخه د ترکيې د هيواد څخه و راغلو بورسو ته د بريالتوب په موخه ازموينه واخسته د ترکيې د هيواد څخه يو لړ بورسونه راغلي چي يوولس بورسه يې کندهار ته رسېدلي د کندهار والي د ازمويني په ډګر کښي وويل چي دا د کندهاريانو دپاره د لوړو زده کړوپه ترسره کولو كي يو ډېر ښه چانس دئ چي د ترکيې هيواد په همکاري ورته برابر سوئ او تر ازمويني وروسته به بريالي کسان و نوموړي هيواد ته د لوړو زده کړو په موخه ولاړ سي.
د يادوني وړه ده چي تر دې مخ کي هم د هيواد په کچه د مختلفو هيوادونو څخه بورسونه راغلي او برياليو کسانو د همدې بورسو په وسيله لوړي زده کړي کړي .