کور / تازه خبرونه / ټاكل سوې ده چي سبا د ديني عالمانو څخه ازموينه واخستل سي

ټاكل سوې ده چي سبا د ديني عالمانو څخه ازموينه واخستل سي

د كندهار د ښووني او روزني رياست په پام كښي لري چي سبا ۲۰۱۰ كال د شپږمي مياشتي پر ۲۲ مه نېټه د ديني عالمانو څخه ازموينه واخلي او برياليو كسانو ته د دولسم ټولګي د استعداد لرني فراغت ليك ور كړي د يادوني وړ ده چي نوموړې ازموينه يو ځل د تيري سوي شنبې په ورځ اعلان سوې وه خو وروسته د رياست له لوري و سې شنبي ته و ځنډول سوه . نو ټول ديني عالمان او هغه كسان چي خورې ورې ديني زده كړي يې كړي وي كولاى سي چي سبا د ښووني او روزني رياست ته د ازمويني دپاره نوم ليكنه وكړي او وروسته به په ټاكل سوي ځاى كي چي د رياست له لوري به ور په ګوټه كړل سي خپله ازموينه وكړي.