کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيكي پېښه كي ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په يوه ترافيكي پېښه كي ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن سهار شپږ بجې د كندهار او هرات پر لويه لاره ژېړۍ ولسوالۍ ته څېرمه يو ۳۰۳ ډوله موټر چي د هلمند ولايت څخه كندهار ته روان ؤ چپه سوئ او پكښي ۳ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپيان سوي د ترافيكو مدير سمونوال محمد الله خان لراوبر ته د يادي پيښي پخلى وكړ او ويې ويل چي پېښه د هلمند څخه و كندهار ته د يوه ۳۰۳۰ موټر د چپه كېدو له امله رامنځ ته سوې او د پيښي رامنځ ته كېدل يې د موټر زيات سرعت وبلئ .
د يادوني وړ ده چي موټر چلوونكئ تر پيښي وروسته تښتېدلئ دئ.