کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د همکار په نوم علميات پيل سول

په کندهار کي د همکار په نوم علميات پيل سول

د يوې غونډي په ترځ کي چي پرون په کندهار ولايت کي جوړه سوې وه او پکښي د دفاع وزير رحيم وردګ ، کندهار والي توريالي ويسا ، د سيميزو ارګانو مشر ښاغلئ پوپل ، ريچارډهالبروک ، ميک کرسټل ، د کاناډا ، چاپان او نورو هيوادو سفيران موجود وه پرېکړه وسوه چي په کندهار کي به د ښه امنيت ، ښې حکومتدارۍ او بيا رغوني په موخه د همکار په نوم د ١٣٨٩ کال د څلورمي مياشتي پر لومړۍ نېټه عمليات پيل سي .
دفاع وزير رحيم وردګ وويل چي نوموړي عمليات به په کندهار ښار کي دننه او هم په شاوخوا ولسواليو کي ترسره سي چي جبهي شکل نه بلکي تصفيوي شکل به ولري . نومړي وويل چي دا عمليات يې د ولسمشر کرزي په امر چي غواړي د دهلې بند ته د بيا رغوني ، د برېښنا جوړوني ، د اوبو لګوني او په ښار کي د يوه باى پاس جوړولو ته لاره هواره کړي ترسره کوي ، تر څو حکومت په اساني سره وکړاى سي چي نوموړي کارونه سرته ورسوي.
کندهار والي توريالي ويسا پخپلو خبرو کي وويل چي د نوموړو عملياتو په هکله ورته ولسمشر لارښوونه کړې چي د عملياتو تر پايه پوري به هره اوونۍ ده ته مستقيم ټليفون کوي او د ټولي اوونۍ د عملياتو حالات به ورته وايي نوموړي همدا ډول وويل چي دا عمليات به د امنيت په ښه والي کي مثبت رول ولوبوي.