کور / تازه خبرونه / په كندهار ښار كي چاودنه سوې ده

په كندهار ښار كي چاودنه سوې ده

تېر ماښام د كندهار ښار په يوه عام بازار حضرت جي بابا كي د فابريكې سراى ته څرمه د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه وسوې چي درې پوليس يې ټپيان كړي دي .
د كندهار ښار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد د يادي پيښي پخلى كوي او زياتوي چي نوموړې چاودنه د يوه ريموټ كنټرول بم په وسيله رامنځته سوې ده.
د يادوني وړ ده چي تيره اوونۍ هم په كندهار ښار درې چاودني سوي.