کور / تازه خبرونه / بولدک : درې تنه طالبان ونيول سول

بولدک : درې تنه طالبان ونيول سول

د کندهار ښار د امنيت رئېس جنرال محمد نعيم وايي چي پرون يې غرمه مهال د بولدک په ولسوالۍکي درې تنه طالبان نيولي دي نوموړئ وايي چي يادوو کسانو غوښتل چي د دې لاري څخه هلمند ولايت ته ولاړ سي او هلته وران کاره کارونه ترسره کړي ، نوموړي همدا ډول وويل چي په يادو کسانو کي دوه تنه پاکستانيان دي چي د پولي په سهيلي پښتونخوا کي په يوه ديني مدرسه کي دا لارښوونه ورته سوې وه.