کور / شعر / غزل

غزل

خپلوي دي خاوري وخوره،قرابت دي خـــــــــــــــــاوري وخوره
ظالم ظالم جانانه،نزدېکت دي خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــاوري وخوره
په زړه کي مي سوراوردئ،په سينـــــــــــــــــــه زخمي زخمي يم
توبه مي ستاله دره،محبت دي خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــاوري وخوره
احسان راباندي مه کوه،ته خپله خورې زه خپـــــــــــــــــــــــــــــــله
هيڅ هم راسره مه کړه،صداقت دي خاوري وخــــــــــــــــــــــــــوره
پړونئ دورېنداري دي راپورته کړئ ظالــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه
داسرې سترګي دي خاورې سه،غيرت دي خــــــاوري وخوره
طاهرلېواله! ولي دومره ستړئ اوستومـــــــــــــــــــــــــــــــــــان ئې
داخوارنصيب دي ورک سه اوقسمت دي خـــــــــاوري وخوره