کور / تازه خبرونه / زابل : په يوه ترافيکي پېښه کي ٤ تنه ژوبل سول

زابل : په يوه ترافيکي پېښه کي ٤ تنه ژوبل سول

د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال عبدالقيوم وايي چي نن سهار د کابل او کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کي د دوو ښځو په ګډون دوه تنه ماشومان ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په تېره يوه مياشت کي دا پنځم ځل دئ چي پر دې لاره ترافيکي پېښي رامنځ ته کېږي ، چي مرګ ژوبله د ځان سره لري. د موټر چلوونکو په وينا چي ترافيکي پيښي د لاري د ورانتيا له امله رامنځ ته کېږي خو ترافيکي مسئولين بيا د پيښو را منځ ته کېدل د موټرانو زيات سرعت په ګوته کوي.