کور / تازه خبرونه / کندهار : يو قومي مشر ووژل سو

کندهار : يو قومي مشر ووژل سو

د کندهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد وايي چي پرون ماښام يو قومي مشر د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري پخپل کور کي وژل سوى دئ . نوموړئ وايي چي نوموړي مشر اوس په حکومت کي کومه دنده نه درلوده او د وژلو لامل يې هم تر اوسه نه دئ معلوم.
دا وژل په داسي حال کي دي چي تېره اووني هم په هلمند ولايت کي يو قومي مشر د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري ووژل سو.
د يادوني وړ ده چي د دې پيښي پخلى کومي ډلي تر اوسه نه دئ کړئ.