د ناټو تر قوماندې لاندي د ايساف ځواکونو په يوه خبر پاڼه کي راغلي چي د هيواد په بېلابيلو سيمو کي يې درې سرتيري وژل سوي ، خبر پاڼه ليکي چي په يادووکسانو کي دوه تنه نظامي ډاکټران وه او يو يې جنګي سرتېرئ ؤ چي د افغانستان په جنوب کي په چاودنو کي وژل سوي دي . په خبر پاڼه کي د پېښي اصلي ځاى او د وژل سوو کسانو هويت نه په ګوته سوئ.