کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پوځي عملياتو د بڼې د بدلون په امكاناتو بحث كړې، چې د امريكايي او ناټو ځواكونو د نوي قومندان له ټاكلو وروسته يى په اړه خبرې كيږي.
ورځپاڼې پدې اړه په فاكس نيوز كې خپور شوي رپورټ ته په اشارې انديښنه ښودلې، كه چيرې بهرنيو ځواكونو ته د هر څه د كولو اجازه وركړاى شي، نو دا به يو ځلې بيا د عامه خلكو ژوند له جدي ګواښ سره مخ كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا او نړيوالې ټولنې همدا تيروتنې وې، چې د مخالفينو د بريا او په خلكو كې د هغوى د نفوذ زمينه برابره كړې.
ورځپاڼې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې په وړاندې د بهرنيو ځواكونو معمولي بې پروايي هم خطرناكه بللې، چې د ورځپاڼې په وينا پايلې به يى هم نړيوالو او هم افغانانو ته د زغم وړ نه وي.
ورځپاڼې په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په روانو هڅو هم بحث كړې او پدې ترڅ كې د بريتانيى د لوى درستيز په حواله ليكلي، چې اوس ددې خبرو وخت رارسيدلې دې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې د افغانستان په اړه د اتو سترو صنعتي هيوادونو په دريځ تبصره كړې، چې په افغانستان كې د ولسمشر كرزي د سولې د طرحې ملاتړ كړې.
ورځپاڼې ليكلي، چې دغو مشرانو د خپلې غونډې په پاى كې په يوه اعلاميه كې ويلي، چې افغانستان بايد په راتلونكو پنځو كلونو كې د خپل امنيت مسؤليت ته اوږه وركړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د روانو حالاتو په اړه د امريكا د سي آى اې د مشر وروستۍ څرګندونې هم راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، كه څه هم د افغانستان په جګړه كې پرمختګ شوې،خو دا جګړه له هغه څه ډيره سخته ده، چې اټكل يې شوې وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ولسي جرګې ته د اوو نومانده وزيرانو د ورپيژندلو په موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې له ولسي جرګې غوښتي دي، چې د ټاكل شويو معيارونو له مخې دې له دوى سره چلند وكړي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځآنګړي استازي د استعفې په امكان بحث كړې.
ورځپاڼې كه څه هم د ريچارډ هالبروك د ممكنه استعفې اصلي دليل ته اشاره نده كړې، خو ليكلي، چې ده له جنرال مك كريسټال سره، چې اوس اوس د اوباما له خوا له خپلې دندې ګوښه شوې، نږدې اړيكې لري.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، چې افغان او پاكستاني چارواكي له دوى سره د هالبروك د غير ډپيلوماټيك چلند نه هم شكايت كوي.
ورځپاڼې په هغو رپورټونو هم بحث كړې، چې وايي افغان ولسمشر حامد كرزي په كابل كې د حقاني د شبكې له مشر سراج الدين حقاني سره په پټه ليدلي دي.
ورځپاڼې ليكلي، چې دا ليدنه د پاكستان د استخباراتو او پوځي مشرانو په وساطت شوې، چې په اوس ورځو كې كابل ته زيات تګ راتګ كوي.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د حقاني د شبكې له مشر سره د ولسمشر كرزي په ليدنې بحث كړې او ليكلي، چې د حقاني په سر، چې د پاكستان تر ټولو مهمه مهره ده د پاكستان معامله د سولې د خبرو لپاره هيلې زياتوي.
ورځپاڼې ليكلي، كه افغان ولسمشر پدې خبرو كې د افغانستان اساسي قانون او هغه ارزښتونه، چې په هغې كې رانغاړل شوي خوندي كړي، نو د ورځپاڼې په وينا په افغانستان كې د جنګ ټغر د ټوليدو په حال كې دې.
ورځپاڼې وړاندې هغه خلك د جنګ پلويان بللي، چې وايي له ملا عمر سره دې خبرې وشي، خو له حقاني سره نه.
ورځپاڼې په همدې حال كې ددې هڅو لپاره د نړيوالې ټولنې ملاتړ خوار ضروري بللې او ويلي، چې ددې پرته به دا كار د افغان دولت لپاره خورا ګران وي.