کور / تازه خبرونه / ولسمشر : نړيوال دي د خصوصي امنيتي کمپنيو څخه لاس واخلي

ولسمشر : نړيوال دي د خصوصي امنيتي کمپنيو څخه لاس واخلي

افغان ولسمشر کرزى وايي چي نړيوال دي د شخصي امنيتي کمپنيو د ملاتړ څخه لاس واخلي او پر ځاى دي يې د افغان امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کي ونډه واخلي. جمهور رئېس حامد کرزي شخصي امنيتي کمپنۍ په بې امنيو کي په لاس لرلو تورني کړې نوموړي دا خبري د نشيي توکو سره د مبارزې په وړاندي د نړيوالي ورځي د لمانځلو په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي وکړې.