کور / تازه خبرونه / زابل : د يوې امنيتي كمپنۍ ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل : د يوې امنيتي كمپنۍ ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د يوې شخصي امنيتي كمپنۍ پنځو تنو ساتونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ، د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار نوموړې پېښه تاييدوي او زياتوي چي نوموړې پېښه د سړك د غاړي د يوه ښخ سوي بم له امله د قلات او مېزاني ولسواليو تر منځ رامنځ ته سوې ده. نوموړې پېښه په داسي حالت كي رامنځ ته كېږي چي پرون په بلخ ولايت كي د يوې شخصي كوريايي امنيتي كمپنۍ څلور ساتونكي نادركه سوي وه.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه د دې پيښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخستئ.