کور / تازه خبرونه / زابل : د طالبانو په بريد کي ١١ تنو مرګ ژوبله اوښتې

زابل : د طالبانو په بريد کي ١١ تنو مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه شاوخوا ٠٨:٣٠ بجې د طالبانو پر يوې شخصي امنتي کمپنۍ بريد کړى دئ چي پکښي شپږکسان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار ياده پېشه تاييدوي او وايي چي په ځوابي بريد کي طالبانو ته د سر زيان اوښتئ خو په اړه يې بشپړ معلومات نه لري.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم په ياد ولايت کي د يوې شخصي کمپنۍ موټر پر يو بم ختلئ چي پکښي پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او تر هغې يوه ورځ مخکي هم د يوې شخصي کوريايي امنيتي کمپنۍ څلور تنه نادرکه سوي ول.