کور / تازه خبرونه / کندهار پوهنتون :١٣٢ تنه فارغه کړل

کندهار پوهنتون :١٣٢ تنه فارغه کړل

د کندهار پوهنتون تېره ورځ ١٣٢ تنه محصلين په بېلابيلو رشتو کي فارغه کړل . په نوموړو محصلينو کي ٣١ تنه د طب ،٣٥ تنه د انجنېرۍ ، ٤٠ تنه د زراعت او ٢٦ تنه د ښووني او روزني په رشتو کي فارغه او د خلکو و چوپړ ته وړاندي کړل . د پوهنتون رئېس ښاغلي طوطا خېل د دې مراسمو دپاره په جوړه سوې غونډه کي و ټولو محصلينو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ويلو تر څنګ زياته کړه چي يو څوک هغه وخت د ټولني چوپړ ښه ترسره کولاى سي چي د علم په ګېڼه سمبال وي .