کور / تازه خبرونه / کندهار : څلور پاکستانيان ونيول سول

کندهار : څلور پاکستانيان ونيول سول

د کندهار ښار د ملي امنيت په يوه خبر پاڼه کي راغلي چي څلور تنه پاکستانيان يې د کندهار او سپين بولدک پر لويه لاره نيولي . خبرپاڼه ليکي چي نوموړو کسانو غوښتل چي ژېړۍ ولسوالۍ ته د دې لاري ولاړ سي او هلته د حکومت پر ضد عمليات وکړي . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړو کسانو پر خپلو کړنو اقرار کړى او ويلي يې دي چي د پاکستان د کوټي په ښار کي د طالبانو د يوه قوماندان ملا حميدالله په مشري يادي ولسوالۍ ته رالېږل سوي دي .
او مخکي يې هم په ياده ولسوالۍ کي د ملاتورجان په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په مشري د حکومت ضد کړني ترسره کړي دي.